کور / علمي / د۲۷م اپریل۲۰۰۰ ننګیالي شهیدان

د۲۷م اپریل۲۰۰۰ ننګیالي شهیدان

ليکنه:محمدرمضان ارماني  سهيلي پښتونخوا کوټه

۲۷م اپریل هغه تورورځ ده په کومه ورځ چي په پښتون آباددپاکستاني پوځ اونوروځواکوله خوابریدوسوو.په کوم کښي چي دپښتونخواملي عوامي ګوندننګیالي سرتېري په شهادت ورسېدل اوپه لوي شمېرعام پښتانه وګړي ژوبل سوو. دغه برید د پوځیانو،ايف سي (ملیشا) پولیس، رینجر اونورو ځواکوله خوادڅه دپاره وسوو.؟ددې حقیقت د۸کالوتېرېدووروسته هم دپښتونخواپاکستان اووبل هېوادته نه سوڅرګنده.چي دپښتون آباددوګړوګناه څه وه.چي دپښتون آبادپه جمهوري ،سیاسي اوپرامنه اولس برید وسوو.؟
پښتون آباددسهیلي پښتونخواکوټه زړه اودپښتونخواملي عوامي ګوندلوي مرکزدي.لکه څرنګه چې نوم یې پښتون آباددي هم دغه شان یواځي دپښتون اولس پکښي اوسېږي کوم چي په پښتنواوافغانستان مین اولس دﺉ .اواړیکي یې دملت پاله پښتون ګوندپښتونخواملي عوامي ګوندسره دي.دپښتون آباداولس دپښتونخواملي عوامي ګوندملاتړي دي.کوم چي دپاکستاني واکدارانواودپاکستان دپټوښبکودخوښي په ضدکاردي.ځکه چي په واکمني اوپه څوکي مینواودافغانانودښمنانودانه ده خوښه چي پښتونخواملي عوامي ګوندترپارلیمانه ورسېږي اوهلته دآزادپښتونستان اودلوي افغانستان دبیاوداني اودپاکستان دلاس وهني پ
ه ضددپاکستان په پارلیمان کښي ږغ اوچت کړي.هم ددې ناري داوچتېدونکومخ نیوي دپاره دپوځي آمراودهغه دملاتړوله خوادیوه پلان رالاندي په پښتون آبادبریدوسوو.پوځي آمرانوخپل پټ مرامونه ترسره کولودپاره ډیري هڅي وکړې خولوي څښتن دوي په دې کښي بریالي نه کړل.اودکانامی سره مخامخ سول.څه چي دوي کول غوښت هغه یې ونکړل ځکه چي ددوي ومخته ننګیالي پښتانه ولاړوو.نوهم له دې کبله یې ناببره دپښتون آباددیوشمېروګړوکورونه چورکړل.اویوځل یې بیاخپل دمشرانورنجیت سنګ او دنورو ظالمانوتاریخ ژوندۍ کړیه.ځکه چي پاکستاني ځواکودپښتون آباددوګړوله کوروڅخه کالداري اونورشیان له ځانه سره یووړل.

دوي چي دڅه مرام دپاره په پښتون آباد برید وکړیه په هغه مرام کښي دبریالیتوب په ځاي دوي په خپل ځان دغلونومونه پاخه کړل. دغوځواکوپه پښتون آبادکښي یوغیرقانوني شیان هم نه کړیه ترلاسه.چي دوي اولس ته ښکاره کړي واۍ اوویلي یې وايي چي په پښتون آبادکښي داغیرقانوني کارونه کېدل.هم له دې کبله پوځي حکومت په پښتون آبادبریدوکړیه.
دپښتون آباددبریدپه حقله حکومت په اتوکالوکښي اولس نه کړیه خبرچي بریددڅه دپاره وکړل سو.دپوځي واکمنوپکښي څه مرام وو.ترداځاي چي دپوځي آمرله خواڅخه رامخته کړل سوي دترهګري ځانګړي عدالت هم دپښتونخوامیپ غړي یې بری کړل اوددوي په ضدیې ټولي اریضې ختمي کړې.
په پښتون آبادبریدیواځي ددې دپاره وسووچي پښتونخواملي عوامي ګوندکمزوره کړل سي.اوپښتون قام دپنجادبي مريي وي.دپښتونخواوطن په ښتمنیوباندي پنجابیانوواک اواختیاروي.اوپښتانه دراتلونکي وخت دپاره هم ددوي مرییان وي.خودپښتون آبادننګیالي اوغیرتي اولس دحکومت دغي ټولي هڅي په اېروورګډي کړې اوخالي لاسونه یې له پښتون آبادپسې واخیستل.دپښتون آبادوګړودغلامۍ توک نه کړې په غاړه.دپښتون آباشهیدانوقرباني یواځي دپښتون آباددپاره نه وو.بلکې دوي دټول پښتون قام دسرلوړي دپاره خپل سرونه قربان کړل.ددې شهیدانوګناه داوه چي دوي پښتانه وو!

دپښتون قامي غورځنګ پښتونخواملي عوامي ګوندسربازه غړي وو.اودپوځي آمرومخته لوي خنډ ووځکه چي دوی دمشرف دمارشل لاپه ضدوو. دمشرف دمارشل لاپه لومړي ورځ دګوندمشرښاغلي محمودخان اڅکزي وټولي نړۍ ته داورپه ګوته کړه چي پښتونخواملي عوامي ګوندپه پاکستان کښي دیوه پوځي آمرآمریت نه مني.

هم له دې کبله پوځي آمر او د هغه تالي څټي دپښتونخواملي عوامي ګونددښمنان سول اودپښتونخواملي عوامي ګوندپه ضدیې بېلابېل پلانونه چمتوکړل چي په دغوکښي یوپلان په پښتون آبادبریدوو.ګلستان کښي دډاکټرحنیف وروغتون ته نږدې دوسلې پټولولوبه اودغه شان نورپلانونه چي په ترڅ کښې پوځي حکومت په دې کښي بریالي سووچي په پښتون آبادبریدوکړي.اوپه پښتون آبادکښي د غير قانوني کارونو،دغلودمرکزاوپه نوروپلموپه پښتون آباد برید وکړیه . پښتون آباد د برید وروسته دپوځي حکومت ټولي خبري درواغ سوې. اوپوځي حکومت په داخبره کولو مجبوره سوچي پوځي حکومت غلط ځاي لاس واچوی.چيري چي هیڅ ډول غیرقانوني کارونه نه وو.دپښتون آباد شهیدان دټولي پښتونخوا او د ټولو پښتنوشهیدان دي.ترڅوچي دادنیاوجودلري دپښتون آباد شهیدان به یادېږي.
دپاکستان جوړېدوڅخه ترنن ورځي پښتون قام په پاکستان کښي غلام دي کوم ته چي په ټېټه سترګه کتل کېږي.دپښتون آبادشهیدانوساقي خان،وزېراکا،رمضان،امان الله،پېروان،اونوروخپل سرونه دپښتون قام دآزادي دپاره قربان کړل .ټوله پښتون اولس دپښتون آبادشهیدانوته دعقیدت پېرزویني وړاندي کوي.ځکه چي دوی دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي په لاره شهیدان سوي دي.خان شهیددپښتنودآزادي لپاره دانګرېزي ښکېلاکو،پنجابي ښکېلاکوپه ضدپه ځان ډیرمصیبتونه ګاللي دي.اوپه کال۱۹۷۳عیسوي کال په بمبونوشهیدکړل سو.
نن یوېشتمه پېړي ده پکاردي چي ټول پښتون قام یومټي سي ځانته خپله کړن لاره وټاکي اوخپل وطن دي آزادکړي.بیاکه هرڅوک په هرګوندکښي ځي هیڅ پروانه کوي. خوترڅوپوري چي پښتون قام سیال نه وي اوخپله آزادي یې نه وي موندلې ترهغه ساعته پوري دي پښتانه یومټي سي اوتریوه بېراغ لاندي راغونډسي ځکه چي اوس هم وخت دي.ځکه چي پښتونخواکښي دمحمودخان غوندي پوهه اوسپېڅلي مشراونورعلماء سته.کنې بیابه ارمان کوو.ځکه چي پښتانه متل کوي چي؛تېروخت بیانه راځي؛اوس هم وخت دي بایدچي پښتانه دپښتونخوادخپل واکي لره غورځنګ پېل کړي …!!!
ramzanarmani@gmail.com