کور / مرکه / خر:موږنه دچا تېری منو نه پرچا تېری کوو

خر:موږنه دچا تېری منو نه پرچا تېری کوو

دباغ بالا پرمخامخ، جنوب طرف ته دغره په لمن کښي یو کلی ودان سوی دﺉ. دغره په بغل کښي یوه نرۍ ډامبر سوې لاره هم سته، زه به د ښار دترافیکي ستونزو په خاطر، په ۱۳۹۰ پردغه لار دفتر ته پرموټرسایکل تلم او راتلم په لاره کښي یوڅو خره ول چي کلیوالو به دخښتو، اوبو، داوړوپارسلونو… دوړلو راوړلو کار ځیني اخیستئ.


دغه کار چي خرو کاوه، موټرانو هم نه سوای کولای. ماته داسي څرګنده سوه چي ناځوانه کلیوالو خپلو خرو ته سمه تغذیه او اوبه هم نه ورکولې ځکه چي هډونه یې له ورایه معلومېدل.


بله ورځ بیا زموږ دبیزنیس کمونیکېشن استاد هم دخره دصفتونو په اړه ږغېدﺉ او ویل یې: کله چي یوشی زموږ په ټولنه کښي بد سي، هغه نو ترقیامته پسي بد وي. استاد ویل چي په ټولنه کښي داسي ډېر کسان سته چي حتی خپل دکورنۍ غړو ته هم قناعت نه سي ورکولای خو داسي انسانان بیا هم سته چي خر هم په خپلو خبرو پوهولای اوپرسمه لاره یې برابرولای سي. نوومي غوښتل چي دخرو په اړه تاریخي، سیکالوجیکي، اقتصادي، بیولوژیکي، اجتماعي حقایق او مذهبي عقاید سره راټول کړم چي بلاخره یو نړیوال تحقیق(Research) مي په انګلیسي کښي پیدا کړﺉ، ددغه تحقیق په پای کښي ۱۲۵ ماخذونه هم ورکول سوي دي. تحقیق ډېره اوږد ؤ خو مادیوې مرکې په ډول ځکه سره را خُلاصه کړی دي چي سوالونه هم پکښي راغلي ول، نو راځئ چي دخره په اړه هم ځیني معلومات ترلاسه کړو:




مرکه کوونکی: ایا زړه دي غواړي چي انسانانو ته خپل ځان معرفي کړې؟


خر: هو ولي نه! خو لومړی باید تاته کور ودانی ووایم چي په داسي شرایطو کښي زما په اړه وګړو ته معلومات ورکوې چي دهغو ذهنیت دبشر دحقوقو له پاره لا نه دي جوړ. خو په هرصورت، په وګړو کښي به داسي څوک نه وي چي زما له نامه سره دي نااشنا وي، خوبیا هم ستاسو دمعلوماتو له پاره، زما علمي نوم  ایکاس اسینس(Equus asinus) دﺉ او شجره مو ایکویډې Equidae ته رسیږي. ستاسو(انسانانو) دڅېړونو له مخي، زما وزن ۴۳۰ کېلو ګرامه او عمر مي په اوسط ډول ترپنځوسو کلنو پوري رسیږي.


مرکه کوونکی: که دخپل تاریخ او اصلي ټاټوبي په اړه بشپړه معلومات راسره شریک کړﺉ.


خر: موږ اصلاً دشمالي شرقي افریقا اوسېدونکي یو. نیکونو مو اسیا، اروپا، اسټرالیا، شمالي امریکا ته دځینو جغرافیايي، اقتصادي او جنګي عواملو له امله کوچ کړی اویا ورته مجبوره سوي ول. دنړۍ دقیقه حصایه ښئي چي زموږ نفوس اوس ۴۴ میلیونه ته رسیږي او له دغه جملې څخه زموږ ۲۲ میلیونه په اسیا کښي اوسیږي اوپاته نور دنړۍ په نورو هیوادونو کښي هستوګن دي.


مرکه کوونکی: ایا په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او فوځي چارو اومسایلو کښي دي تراوسه کوم رول لوبولی دﺉ؟


خر: هو! له هغي ورځي راهیسي چي پیدا سوی یم، دانسانانو خدمت کوم، البته کله په خپله خوښه او کله دمجبوریت او زور له مخي. دمصر دفرعونیانو په قبرونو کښي زموږ دنیکونو انځورونه سته داځکه چي موږ ددوی(فرعونیانو) ډېرښه خدمت کاوه. دفرعونیانو دشتمنۍ له پاره مو خورا ډېر کوښښ وکړﺉ، ددوی له پاره مو په شپو- شپو سفرونه کول او دافریقا له نورو برخو څخه مو طلا او نور قېمتي جواهر ورته راوړل. دلومړی ځل له پاره زموږ څخه په حبشه(ایتوپیا) کښي کار واخیتسل سو، خو ځیني انسانان بیا په دې نظر دي چي موږ دمېلاد څخه څلور زره (۴۰۰۰) کاله مخکي په مصر کښي اهلي سوي یو. غاتره چي زموږ له ذاته څخه ده، دمېلاد څخه ۲۰۰۰ کاله مخکي، په فوځي کمپاینونو کښي یې تر هرچا رغنده رول ولوبوﺉ.


د ورېښمو لار هم په موږ اباده ول، درومانیانو سره مو په زراعتي انکشاف کښي هرڅه کړي دي او تراوسه پوري دغریبو هیوادونو په زراغتي سیکتور کښي فعاله ونډه لرو؛دترانسپورټېشن دنده یې زموږ پر غاړه ده. په صنعتي او کپیټلیسټي هیوادونو کښي موږ ته دژوند کولو هیڅ یا دېر لږ حقوق راکول کیږي ځکه چي هلته زموږ پرځای دتکنالوجي څخه کاراخیستل کیږي. کله چي رومانیانو  دعیسی علیه السلام دزمانې په ۴۳ کال (43CE=Christian Era)  پرانګستان یرغل کوﺉ، موږ ورسره په فوځي اکمالاتواو لوجیستیکي خدماتو کښي ډېره مرسته وکړه. موږ دانسانانو سره دزرګونو کلنو راهیسي وږه- پر وږه دژوند په هر اړخ کښي کومک کړی دﺉ خو بیا هم دوی اوس موږ ته بې عقلان وايي. بدبختانه په دې ورستیو کښي، تاسو(انسانان) پرموږ چاودېدونکي توکي بار کړﺉ اود ځان مرګي بریدونوله پاره هم کار راڅخه اخلی، دغه کارله یوه اړخه زموږ ژوند په تکلیف کړی چي هرځای پولیس الکترونیکي تلاشي راپکښي کوي او بل داچي زموږ نسل ورځ په ورځ مخ پرکمېدو دﺉ ځکه چي په ځان مرګي بریدونو کښي موږ ډېر مشران له لاسه ورکړه، اودالړۍ لا دوام لري. که تاریخ ته بیرته وروګرځم، په نونسمه پېړۍ کښي، په جنوبي افریقا کښي دماینو په پاکولو کښي زموږ څخه کار واخیستل سو، هره ورځ به موږخپل ډېر ملګري له لاسه ورکول چي بالاخره زموږ پرنسل او نفوس باندي یې تاثیر وکړﺉ.
مرکه کوونکی: تاسو دبشر له پاره ډېر څه کړي دي خو ستاسو سره همېشه ظلم سوی دﺉ، ایاد دخپلو سیکالوجیکي او بیولوژیکي خواصو په اړه دي کوم نړیوال راپور لوستلی دﺉ او کوم خاص معلومات درسره سته؟


خر: هو! په پېخر معلومات را سره سته. تاسو صرف غوږ راته ونیسی او دغه معلومات ترانسانوپور ورسوﺉ! کله چي موږ پر یوه لار ولاړ سو، بیا هغه لاره په ټول ژوند کښي زموږڅخه نه ورکه کیږي، دازموږ پرفعال استعداد (intelligence) دلالت کوي. که موږ یو ملګری پنځه ویشت کاله وروسته ووینو، نو بیا یې هم ډېر ژر ذهن ته راوستلای سو. موږ داسي نه یو لکه اسان چي ډېر ژر وبېریږو، دغه جراءت دټولو مخلوقاتو خالق راکړی دﺉ. په موږ کښي همېشه دخپلواکۍ احساس ژوندی وي، کله چي موږ تصمیم ونیسو، نو بیا دنړۍ کوم ځواک زموږ تصمیم نه سي راماتولای. اسان او اوښان ترموږ غټان دي مګر بیا هم موږ تردوی ډېر بار وړلای سو او داخبره هغه مهال تاسو ته په ثبوت رسیږي کله چي موږ، اسان او اوښان له یوه ځایه څخه بل ځای ته څوپیرې وکړو، نو موږ ژر نه ستړي کیږي، خو اسان او اوښان ځانونه پرمځکه واچوي. زموږ دغوږ نیوني حس هم ډېر فعاله دﺉ. ستاسو(انسانانو) خپلو څېړنو داثبوت کړې ده چي موږ په خپلو کښي یو دبل اواز ۶۰ مایله لیري هم اورېدلای سو. درمو رهبري هم عموماً زموږ پرغاړه وي، تاسو وینئ چي موږ درمې په سرکښي روان یو، رمه ځکه په موږ پسې وي چي موږ یې دلیوه دحملې او نورو خطرونو څخه یې، دخپل ژوند په قرباني ساتو او بل داچي موږ ته ګډ او اجتماعي ژوند خوند راکوي.


مرکه کوونکی: ایا په ځینو عنعنوي ټولنو کښي ستاسو په اړه ځیني مذهبي عقاید هم سته؟


خر:هو! دانسانانو دځینو ټولنو عقیده داسي ده چي موږ(خرونه) باید خرڅ نه سو، بلکي خر باید په خر سره الیش کړای سي. دغه بشري ټولني باور لري چي زموږ خرڅول په ټولنه کښي بدبختي او مصیبت رامنځ ته کوي. دجنوبي افریقا په ځینو کلیو کښي دواده پرمهال یوازي زموږ دعمر دپوخوالي ورځي لمانځل کیږي چي ددوی(انسانانو) راتلوونکی نسل هم زموږ غوندي اوږد عمر ولري. په ایتوپیا کښي بیا برعکس، زموږ څخه دډېراهدافو دلاس ته راوړلو له پاره کار اخیستل کیږي. ځیني ټولني بیا داسي عقیدې لري چي زموږ داستعمال څخه ډډه کوي.دمثال په توګه دکینیا په ځینو سیمو کښي چي خلګ زموږ په اړه پوره معلومات،پوهه او تجربه نه لري، نو وایي چي خرونه پرښځوباندي دحیض په موده (menstrual period) کښي حمله کوي او هغوی وژني. دکینیا ځيني نوري سیمي بیا په دې عقیده دي چي که په فارمونو کښي په خرونو ډېر کار وسي، نو خرونه به وژاړي او ددوی کښت به ټول هلاک سي، نو ځکه دوی هم زموږ له همکارۍ، استعمال او کومک څخه بیریږي. دانسانانو ددغو خرافاتي عقایدو په نیتجه کښي، دجنوبي افریقا یوې رسمي زراعتي مؤسسې په ۱۹۹۵م کښي په رسمي ډول زموږ وژلو او ختمولو ته ملاوتړل.  


مركه كوونكي: دانسانانو څخه څه غوښتني لرﺉ؟


خر: دټولو خرو په استازیتوب، زه انسانانو څخه داغوښتنه لرم چي زموږ په اړه دي دافراط او تفریط څخه کار نه اخلي ځکه چي ځیني انسانانو مو وهي او ټکوي او ځیني بیا زموږ ورځي لمانځي. دکینیا دخلګو دسلوک په اړه خو مي مخکي معلومات درکړل، اوس یوه بله جالبه واوره، په کینیا کښي کله چي کوچنیان په ناجوړي اخته یا سخت ټوخی یې کیږي، نو مندی یې زموږشیدې ورکوي چي داکار دانسانانو په تاوان دﺉ، ځیني کینیايي ښځي بیا زموږ څخه غوږونه پرې کوي او دخپلو زامنو پرغاړه یې ورځړوي، دوی(ښځي) داکار ځکه کوي چي اولادونه به یې نه ناروغه کیږي. زموږ پوستکي دباران سره حساسیت لري، نو زموږ خاوندان دي موږ له بارانه څخه لیري وساتي، موږددولتونو څخه غوښتنه کوو چي زموږ دمنېجمنټ په اړه ادارې جوړي کړي او موږ ته زموږ دکار ساحه او حقوق وټاکي.


مرکه کوونکی:ایا غواړی چي انسانان دخپلو درو عمده منفې عاداتو څخه خبر کړﺉ چي په راتلوونکي کښي ستاسوسره احتیاط وکړي؟


خر: هرڅوک ښه او بد لري نو موږ هم ددې څخه مستثنی نه یو!  اول: موږ همېشه پرخپل تصمیم ټینګ ولاړ یو، تاسو کولای نه سئ چي موږ دنورو حیوانانو غوندي په اساني سره وروزﺉ، که تاسو دزور څخه کار اخلئ نو بیا یوې خطرناک لغتي ته انتظار سئ. ددرد، غوسې او لغتي غورځولو پرمهال موږ غوږونه شخ نیسو او لکۍ مو ډانګه ودریږي، دغه مهال نو موږ نه دځان په قصه کي یو او نه دبل چا. دوهم: کله چي موږ سر واخلو بیا مو نو دچا پلار مخ نه سي راګرځولای ترڅو چي طبیعت مو نه وي سم سوی، اوبدبخته به نو هغه څوک وي چي په دغه وخت کښي زموږ مخ یا شاته راسي. درېیم: په دنیا کښي هیڅوک نه سي کولای چي موږ په زور، جزا او وهلو سره رعایت کړي، ځکه چي تاسو دخرو دتنظیم په اړه په خپله وایاست چي:
 “Reward good behavior as much as possible and punish bad behavior as little as possible”


مرکه کوونکی: یوه مسلکي پوښتنه درڅخه کوم، تاسو وویل چي په کینیا کښي ځیني ښځي ستاسو شیدې خپلو اولادونو ته دناجوړۍ او ټوخي پرمهال ورکوي، خو زراعتي تحقیقاتو په ثبوت رسولې ده چي ستاسو سُره دنباتاتو دمرګ سبب ګرځي، په دې کښي څه راز نغښتی دﺉ؟


خر:داچي دکینیا خلګ دکوچنیانو دناجوړۍ پرمهال زموږ دشیدو څخه استفاده کوي، دادوی کار دﺉ، موږ خو نه دي ورته ویلي چي تاسو داکاروکړﺉ. کله چي انسانان زموږ څخه کار واخلي، نو موږ ته دغسي خورکه نه راکوي لکه اسانو ته چي یې ورکوي، بس نو دښتو ته مو ورایله کړي، تاسو پوهېږﺉ چي په دښتونو کښي خو هرڅه قحط دي. ټولو ته معلومه ده چي موږ دحیوانانو په ډله کښی باهمته او باغیرته نسل یو، دحوصلې څخه کار اخلو. دحیوانانو په تاریخ کښي موږ هیڅکه جګړې نه دي راپیل کړي او نه به تاسوتراوسه دا اورېدلې وي چي یو خر دي بل خر وژلی وي ځکه چي موږ داسي نه کوو لکه زمریان، پړانګان، لېوان،سپیان چي ترځان پرعجزو، کمزورو باندي را اچوي، هغوی سره څیري-څیري کړي او په غوښو یې ځانونه ماړه کړي بلکي موږ ۹۵ فیصده تغذیه له دښتونو څخه هم ترلاسه کولای سو، همدا علت دﺉ چي زموږ سُره دنباتاتو له پاره ګټوره نه ده یعني موږ ته سمه خورکه نه تهیه کیږي، زموږ په وجود کښي خو داسي څه نه سته چي هغه دي دنباتاتو له پاره مضر وي،خو په دې ویاړو چي دوینو دتویولو پرځای، زموږ دستراتیجي شعار سوله او ارامي ده. موږ نه ځان ته غم جوړو اونه بل څوک په غم اخته کوو، نه دچا تېری منو نه پرچا تېری کوو.  


مرکه کوونکی: پرنورو حیوانانو باندي تا دا انتقاد څنګه وکړﺉ چي دوی په ټولنه کښي نور حیوانان ګواښي، اوپرهغو حملې کوي؟


خر: ګورﺉ!هوسۍ چي ډېره عاجزه، ازاد طبیعت غوښتوونکې، همېشه دسولي طرفداره ده، او هیڅکله یې دبل پرکور یرغل نه دﺉ ور وړئ، زمری حمله ورباندي کوي اوپه غوښو یې ځان ټنډوي، خو موږ وایو ! زمری که زمری وي، نو باید دیوبل زمري سره په سر سي او دهغه سره دې معلومه کړي، نه داچي ترځان پرکمزو حملې کوي، لکه نن چي بشري ټولنو همدغسي تګلاره او کړنلاره غوره کړې ده.