کور / کره کتنه / د “د زندان رڼا” ته يوه کتنه

د “د زندان رڼا” ته يوه کتنه

“د زندان رڼا” په نوم کتاب اوس اوس په نومبر ۲۰۱۲ء کښې تازه له چاپ څخه راوتلے دے، ليکوال يې ښاغلے شمس بونېرے ايډوکېټ دے چې د زرو په تعداد کښې يې چاپ کړے دے، سريزه پرې نورالبشر نويد ليکلې ده، کتاب مې ځکه واخست چې ښاغلي شمس بونيرے يو ډېر مشهور شاعر دے او بله خبره دا چې “د زندن رڼا” نوم په خپله په خپل ځان کښې مقناطيسيت لري، ګنې اوس زياتره شاعران او ليکوالان کتابونه په پېسو چرته اخلي، خو ما د ښاغلي شمس بونېري کتاب واخست او په همدغه شپه ما د پېښور نه د کتابونو د چاپ کولو دپاره لاهور له سفر لرلو، نو ددې سفر په دوران مې په دې شپه کښې دغه کتاب ټول ولوست. د شمس بونېري د نوم سره زۀ هغه وخت بلد شوم کله چې ما په کابل کتاب پلورنځي کوئټه کښې ددۀ شعري مجموعه “د زندان يادونه” واخستله چې په کابل کښې چاپ شوې وه، نو خدائے شته چې هغو شعرونو يې زۀ ډېر زيات متاثره کړے وم او اوس هم دا اعتراف کوم چې زۀ چې اوس هم هغه شاعري لولم نو هغه يو ډول توان ماته رابخښي، هم هغه کتاب ؤ چې شمس بونېرے يې په لر او بر کښې مشهور کړو او د يو انقلابي شاعر په حېث يې پښتني نړۍ ته وروپېژندۀ او اوس هم په ټول لر او بر افغان هېواد کښې د يوه انقلابي شاعر په صفت خپل شهرت لري، خدائے دې ژوندے لري، د بشر نويد د خولې څخه خبر شوم چې حج ته هم تللے دے، زۀ چې اوس دا ليکنه د دۀ په کتاب ليکم نو اوس خو نوموړے له حج نه هم راغلے دے، دۀ به هسې هم ګناهونه نۀ وي کړي ځکه چې زما په اند (فکر) انقلابيان د ګناهونو نه لرې څوک وي، خو حج به يې ځکه کړے وي چې ورباندې به فرض شوے وي، نو ستر څښتن دې حج قبول کړي. زۀ چې له لاهور څخه بېرته راستون شوم نو دغه کتاب مې يو ځل بيا ولوست، دغه کتاب چې ما په کومه شپه لوست نو زۀ په دې نۀ پوهېدم چې داکتاب ما لاهور ته بيايي ځکه زۀ هسې هم لاهور ته روان وم خو نۀ پوهېږم چې د دې کتاب لوست زۀ په دوېم ځل ولې او څنګه لاهور ته بوتلم.

د پښتنو په انقلابي سياست کښې لاهور يو داسې نوم دے چې هغه د ارواښاد اجمل خټک خبره چې “خبرې دوه دي يوه کوم يوه نۀ کوم په يوه خو تاسو پوهېږئ” نو په لاهور باندې ټول قام پال او په خاصه توګه خو د باچا خان د مکتب لارويان زيات پرې پوهېږي، کۀ خبره ورباندې وکړو او کنه خو په لاهور مې سر خلاص وي، لاهور له تلل ګناه نۀ ده، له لاهور سره مينه ګناه نۀ ده، ځکه چې هلته انسانان اوسېږي خو د لاهور تېل لګول په پښتني سياست کښې ګناه ښکاري ځکه خو د عبدالهادي عطايي وايي:

پنجابي تېل يې وهلي لاس يې نه ټنيګوي لاس
خدايه! خېر مې کړې پښتو ته خان لاهور ليدلے دے

او ارواښاد سېف الرحمان سليم بيا وايي:

چې مې خوښ دے په ښارونو کښې لاهور دے
چې يې خوښ نۀ يم ښارونو کښې لاهور دے

خپلې موضوع ته راګرځم هغه دا چې “د زندان رڼا” يو ډېر په زړۀ پورې کتاب چې په وار وار د لوستلو وړ دے، په دې کتاب کښې ډېر څۀ شته چې مونږ ته ډېر څۀ راکوي، مونږ ډېر څۀ ورڅخه زده کولے شو، په ډېرو لنډو لنډو ټکو کښې يې ډېرې ژورې خبرې کړي دي چې يقيناً د ستاينې وړ دي.

دې کتاب چې زۀ وهڅولم چې ليک ورباندې وکړم د هغه درې وجې وې، لومړے دا چې دا يو ښۀ کتاب دے، دوېم دا چې په دې کتاب کښې په شعوري يا غېر شعوري توګه يوه هڅه ليدل کېږي چې نوي ځوانان له خپل قامي تحريک څخه لرې وساتي، درېم دا چې د دې کتاب له لوستلو څخه ماته دا څرګنده شوه چې دا کتاب به يا ټول يا ځنې برخې په زندان کښې نۀ وي ليکل شوي، همدغه درې وجې دي چې زۀ يې دې ته مجبور کړم چې ليکنه ورباندې وکړم، لومړے به خپلې دريمې پوښتنې ته ځواب ووايم.

“د زندان رڼا” ټول يا ځنې برخې په زندان کښې نۀ دي ليکل شوي:

دا کتاب چې ما لوست نو دا راته څرګنده شوه چې داکتاب به په زندان کښې نۀ وي ليکل شوے ځکه چې په دې کتاب کښې داسې داخلي شهادتونه شته چې زما دعوه سمه جوته کړي، اوس دلته هغه شهادتونه وړاندې کوم چې دا ورڅخه ثابتېږي چې په زندان کښې نۀ دے ليکل شوے.

“(د پنجاب دوستي)

نن پښتانۀ د پنجابي نواز شريف په جنج کښې د ډولۍ لاندې روان دي (نۀ پوهېږم چې د دۀ سره چې ډولۍ تر کوره کړي نو رخصت به يې کړي) د ازادۍ مخ پښتنو ته نۀ ښايي خو د ضرورت په وخت پنجابي د پښتون پښو ته ټيټېږي”.

(“د زندان رڼا” ۷۲م مخ.)

“(بدلون)

د ثور انقلاب راغے خو سوشلزم يې رانۀ وستو.

د اېم اېم اے حکومت راغے خو اسلام يې رانۀ وستو.

د نواز شريف حکومت راغے خو جمهوريت يې مړ کړو، خپله سعودي عرب ته لاړو او مونږ ته يې فوج پرېښود.

د اصف زرداري حکومت راغے خو د بېنظير قاتل يې عدالت ته رانۀ وستو.

د عوامي نېشنل پارټۍ واک اختيار راغے خو نۀ پوره شريکه شوه او نۀ سپوره دومره وشوه چې:

خره لنګه شوه او هيڅ يې رانۀ وړۀ”.

(“د زندان رڼا” ۱۱۶م مخ.)

له دې دواړو شهادتونو څخه ثابته ده چې دغه کتاب په زندان کښې نۀ دے ليکل شوے ځکه نۀ د نواز شريف په دور کښې، نۀ اېم اېم اے په دور کښې او نۀ اوس د اصف زرداري او اې اېن پي په دور کښې ښاغلے ليکوال او انقلابي شاعر شمس بونېرے زندان ته تلے دے او کۀ چېرې تللے وي زۀ نۀ يم ورباندې خبر نو بيا به له ښاغلي ليکوال څخه په ليکلې بڼه معافي وغواړم او کۀ نۀ وي تللے نو بيا کتاب ته “د زندان رڼا” نوم ورکول زما په خيال سم نۀ ښکاري او يا بيا يې بايد په خپلو خبرو کښې په څرګندو ټکو دا وضاعت کړے وې چې دا ما په زندان کښې نۀ دے ليکلے، له دې پرته په دې کتاب کښې نور داسې شهادتونه هم شته چې دا ورڅخه جوتېږي چې دا کتاب په زندان کښې نۀ دے ليکل شوے خو د ليکنې د اوږدوالي له کبله دلته له ټولو شهادتونو راوړلو څخه ډډه کوم.

اوس راځم زما د دويمې پوښتنې ته چې په دغه باب څۀ نا څۀ رڼا واچوم، ما په دې کتاب کښې دا محسوس کړل چې په دې کتاب کښې شعوري يا غېر شعوري هڅه ليدل کېږي چې خپل نوے نسل له قامي تحريک څخه بې لارې کړي. لومړے د ليکوال د کتاب تر تړون او نظر تېرېږم، د کتاب سريزې ته راځم چې ښاغلي نورالبشر نويد ورباندې ليکلې ده. ښاغلے نورالبشر نويد په دې کتاب په سريزه کښې کاږي:

“د شمس بونېري نوم سره د پښتنو د سياسي مزاحمتي تحريک يوه اوږده سلسله تړلې ده، دا سلسله چرته ودرېدله؟ چرته دا سلسله ماته شوه؟ ولې ودرېده؟ ولې ماته شوه؟ دا الميه فقط د شمس بونېري څخه نۀ ده شوې، د دې قافلې ډېر ملګري اوس د سېف الرحمان سليم ارواح ښاد دا شعر په خپل حق کښې پکار راولي:

منم رهبر په خپله مخکښې لاړو
خو قافله خو يې په شا راوسته”

(“د زندان رڼا” د بشر نويد سريزه، iiiمخ.)

نويد صاحب په خپله سريزه کښې بل ځائے ليکي:

“بدبختانه د سياستونو د خولې خوندونه بدل شو او د شمس بونېري غوندې خلق په نيمه لاره ولاړ پاتې شول، هدف ترې ورک کړے شو، مزل اوس هم کوي خو منزل د نمر خاتۀ په ځائے قبلې ته وګرځېد”.

(“د زندان رڼا”، د بشر نويد سريزه ivمخ.)

شمس بونېري په خپلو خبرو “زما د زنداني ژوند ياداشتونه” کښې ډېرې خبرې کړي دي خو د هغو ټولو خبرو خلاصه يې د کتاب په تړون کښې هم وړاندې کړې ده، ښۀ به دا وي چې دغه تړون دلته راوړم، ځکه چې د انقلابي کتاب تړون د کتاب مغز ګڼل کېږي.

“تړون

د زندان د هغه رڼا په نوم چې د پېښور په حوالاتو، اينټاروګېشن سنټرونو، ټارچر سېلونو، بالاحصار قلعې په عقوبت خانې او سينټر جېل په تيارو کښې يې هم ماته خپل منزل ښودولو.

خو!!

د تعجب خبره ده چې اوس رڼا کښې هغه څۀ نۀ وينم چې ما به دزندان په تيارۀ کښې ليدل”.

د ښاغلي نورالبشر نويد او ښاغلي شمس بونېري له خبرو څخه دا څلور پوښتنې راولاړېږي:

پښتون قامي تحريک د څۀ دپاره جوړ شوے ؤ، هدف او ارمان يې څۀ وو.
د نواز شريف يا ٰائي جے ٰائي سره د اې اېن پي اتحاد.
د عوامي نېشنل پارټۍ واک او اختيار راغلے خو “کۀ پوره وي سپوره وي هغه به په شريکه وي” په دې عمل ونۀ شو يعنې رهبرانو ځان جوړ کړو او نور بې برخې پاتې شو.
اوس په قامي تحريک کښې هغه رڼا نۀ ښکاري کوم چې به په زندان کښې ښکارېدۀ.
1: پښتون قامي تحريک د څۀ دپاره جوړ شوے ؤ، هدف او ارمان يې څۀ وو؟

پښتون قامي تحريک چې له پېړيو پېړيو په پښتنو کښې راروان دے خو د پښتنو د تېرو څو پېړيو تاريخ د کۀ مونږ ځير شو نو د پير روښان تحريک سياسي او قامي رنګ لرلو، بيا چې خوشحال خان خټک کله د مغلو په ضد راپاڅېد ښۀ په نره يې ووئيل چې:

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

دا خوشحال خان ؤ چې هم يې د تورې او هم يې د قلم په ډګر کښې هغه څۀ وکړل چې د پښتون قامي تحريک ښکاره بنياد يې کښېښود، څوک به يې مني يا نۀ زۀ ورته په ډېر احترام قائل يم، تر خوشحال خان خټک وروسته بيا په بېلا بېلو شکلونو کښې قامي غورځنګ خپل پړاوونه وهلي دي خو کله چې پېرنګيانو افغان وطن ته مخه کړه، له افغانانو سره جنګونه وکړل، تر ډېرو جنګونو او شکستونو وروسته افغان هېواد يې په دوو برخو کښې تقسيم کړو، نيمه برخه له افغانستان څخه بېلوي څۀ برخه د پښتنو يعنې افغانانو د برټش بلوچستان په نوم بېلوي او څۀ برخه يې بيا د NWFP يعنې صوبه سرحد په نامه بېلوي، په همدې دوره کښې له وسلوالي مبارزې پرته په پښتنو کښې د عبدالغفار چې بيا په باچا خان، فخر افغان او بېلو بېلو نومونو شهرت موندے په پښتو کښې د انجمن اصلاح افاغنه او بيا تر څو کلونو وروسته د خدائي خدمتګار تحريک په نوم د پښتنو قامي تحريک يو نوے بنياد کېښودو، جديد قامي تحريک ځکه دے چې هم دغه دوره ده چې پښتون د پښتو صحافت، ادب، شعر و شاعرۍ، سټېج ډرامې، قامي صنعت په جديد بنيادونو باندې په خلقو کښې قامي شعور خورول، په معلوم افغان تاريخ کښې په لومړي ځل ازاد سکولونه چې وروسته شمېر يې تر ۸۷ سکولونو (ازادو مدرسو) پورې رسېږي، دغه ټول هغه څيزوه دي چې د فخر افغان باچا خان او د هغۀ د ملګرو پېل شوي تحريک په برکت په پښتنو کښې پېل شول، نو ځکه مونږ د باچا خان او د هغۀ د ملګرو تحريک ته يواځې جديد پښتو قامي تحريک ګڼو بلکې جديد پښتون قامي تحريک دے، داسې پښتون به نۀ وي چې د دې غورځنګ هدف او ارمان به ورته معلوم نۀ وي، کۀ بيا هم چاته معلومات نۀ وي هغوي دې د رهبر تحريک خان عبدالولي خان کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوېم ټوک، اخري څپرکے له روان فرهادي سره مرکه ولولي، چې د پښتون قامي غورځنګ هدف او ارمان ورته معلوم شي.

2: نواز شريف يا ٰائي جے ٰائي سره د اې اېن پي اتحاد:

کله چې د اې اېن پي او نواز شريف اتحاد وشو هغه وخت د ملک وزيراعظم بېنظير بوټو وه نو يقيناً په هغه شپو کښې له نواز شريف سره اتحاد يوه بده خبره ښکارېده او بيا دا ځنو خلقو دا خبره دومره راپورته کړه چې تيار د بيزوګۍ (شادو) قيصه يې ځنې جوړه کړه، په دې باب نورو اړخونو ته به نۀ ځم، زۀ يواځې دلته په دې خبره رڼا اچوم چې دا اتحاد ولې وشو، هغه وخت لا ارواښاد ښاغلي خان عبدالولي خان په خپلو وېناګانو کښې دا خبره په بار بار سپينوله چې دا اتحاد مو ولې وکړ او بيا يې د تاريخ څپرکو ته هم دا واقعه وسپارله، يعنې په تحريرونو کښې يې هم راوړله. له ٰائي جے ٰائي سره اتحاد يقيناً سواليه نشان ؤ خو دې ته هم کتل په کار دي چې هغه وخت په افغانستان کښې واکمني د چا وه، هغوي له کومو کومو ستونزو سره مخ وو، هغه وخت د افغانستان باچا ارواښاد ډاکټر نجيب الله ؤ او دلته بېنظيره وزيراعظم وه. خان عبدالولي خان په کوئټه کښې هم دکارکنانو په غونډه کښې وئيل چې ماته د هغه الفاظ اوس هم ياد دي چې:

“يو ځل بېنظيرې د افغانستان متعلق بيان ورکړو نو زۀ ورپسې ورغلم چې زمونږ او ستاسو په مرکز کښې اتحاد دے او تا ولې د افغانستان متعلق دا قسم بيان ورکړے دے، نو هغې راته ووئيل چې خان صاحب دا بيان زما نظر او فکر نۀ دے بلکې دا زما مجبوري ده، نو زۀ پوهه شوم چې دا چا مجبوره کړې ده خو يو څۀ وخت پس دې جينۍ بيا دا قسم بيان ورکړو، بيا ما فون ورته وکړو چې تاسو بيا دا بيان ورکړے دے نو هغې په فون راته ووې چې خان صاحب پرون دا بيان زما مجبوري وه او نن زما پالېسي ده”. نو ولي خان وئيل ما فون بند کړو، بېنظيره په دې شپه امريکې ته په سرکاري دوره تلۀ، نو ما فېصله وکړه چې اوس د بېنظيرې ملګرتيا کول مونږ ته مناسب نۀ ښکاري نو مې سمدستي نواز شريف ته فون وکړو زۀ له تاسره وينم نو هغه راته ووئيل چې خان صاحب زۀ به درشم، ما ورته ووئيل نۀ زۀ درځم نو نواز شريف ته ورلم په هم هغه وخت مې ورسره اتحاد وکړو، په ټيلويزونونو باندې راغلل او دې اتحاد خبرونه سهار په اخبارونو کښې هم راغلي ؤ، نو په دا سهار چې بېنظيره امريکې ته ورسېدۀ په ډېر کمزوري پوزېشن کښې ولاړه، ځکه دلته يې حکومت په يوه دوه سيټونو پاتې وو، هلته امريکايانو ورته ووئيل چې ستا خلاف خو يو مضبوط اپوزېشن جوړ شوے دے.

هغه وخت کۀ څۀ هم د خان عبدالولي خان په خبرو کښې وزن ؤ خو له پارټۍ څخه يو شمېر مشرانو اختلاف کړے وو، د خان عبدالولي خان خلاف قسم قسم پروپېګنډې کېدلې خو بيا مونږ او تاسو وليدل د بېنظير ملګري جنرل نصير الله بابر چې خپل روزل شوے لښکر يې په افغانستان ورسم کړو، هغوي چې کله کابل ونيو نو لومړے يې ډاکټر نجيب الله او د هغۀ ورور احمدزے په دار کړل او بيا مونږ او تاسو وليدل چې د باميانو په تاريخي بوداګانو باندې د نصير الله بابر ملګرو کوم ناتار جوړ کړو او د پېښور ټول ژورنالستان (صحافيان) به د دې خبرې ګواهي ورکړي چې د افغانستان د ميوزيم ډېر قيمتي اثار نصير الله بابر خپل کور له راوړل. د ډاکټر نجيب الله شهيد په مرګ بيا د ولي خان خبره سمه ثابته شوه چې بېنظيرې وئيل چې خان صاحب پرون زما مجبوري وه، نن زما پالېسي ده او نن زۀ ښاغلي بشر نويد ته وايم چې د پښتنو په سياست کښې دم ګړے يعنې اوس زرداري سم راځي او له پښتنو سره هر ډول مرستې ته تيار دے، پرون چې نواز شريف د پښتونخوا په نوم کښې راسره دهوکه کړې د سيند دې نر بچي هغه راسره سر ته ورسوه، تر خپله وسه پورې ښاغلي زرداري په افغانستان کښې امن راوستل غواړي، خو د پاکستان ټول قام پرست ملګري دي، هغه د سندهـ دے او کۀ د نورو صوبو هغوي د رائے ونډ طوافونه کوي، پښتانۀ او بلوڅان خو پرېږده د سندهـ قام پرست هم د نواز شريف اتحاديان دي، د تاريخ دې جبر ته به کوم نوم ورکوو، دا خبره بايد ټولو ته معلومه وي چې په کوم ځائے کښې د پښتنو او افغانستان ګټه وي اې اېن پي به هلته ودرېږي او کۀ چېرې اې اېن پي خدائے مۀ کړه خپله لار بدله کړي نو بيا به زۀ لومړے څوک يم چې قلم به ورپسې رااخلم، نو دا خلق دې په ډاګه ووايي چې د پښتو په ګټه زرداري دے او کۀ نواز شريف، کۀ چېرې زرداري وي نو بيا پښتانۀ بايد د زرداري په کتار کښې ودرېږي او کۀ چېرې نواز شريف وي نو بيا دې هغوي د نواز شريف ګټې بيان کړي، ګنې نواز شريف لومړے کس ؤ چې د کيري لوګر بل مخالفت يې وکړو او کۀ چېرې نواز شريف تر خپلو شومو هدفونو تېرېږي، دپښتنو په خاوره پښتانۀ خوشحاله ليدل غواړي او په دې برخه کښې عملي ګامونه اخلي لکه زرداري چې اخستي دي نو بيا له نواز شريف سره اتحاد کول هم ګناه نۀ ده دا ځکه چې په سياست کښې قامي ګټو ته کتل کېږي، نۀ ودې ته چې پلانے تور دے يا پلانے سپين دے، کۀ د ملي ګټو خبره مهمه نۀوي نو بيا بايد د کرزي په ځائے په افغانستان کښې د طالبانو حکومت ملاتړ وکړي ځکه چې کرزے دامريکې په مرسته راغلے دے، خو کۀ کرزے د هر چا په مرسته راغلے وي خو تر پخوانيو د پښتنو په خېر دے ځکه يې ټول اولس ملاتړ کوي.

3: د عوامي نېشنل پارټۍ واک و اختيار راغلے خو “کۀ پوره وي کۀ سپوره وي په شريکه به وي” په دې عمل ونۀ شو، رهبرانو ځان جوړ کړو او نور بې برخې پاتې شو:

عوامي نېشنل پارټۍ چې تر الېکشن وړاندې کوم پروګرام وړاندې کړو د صوبې په دې خونړي حالاتو کښې يې تقريباً هغه ۹۵ فيصده پوره کړو، د پښتونخوا نوم يې راوړو، د سياسي پارټو په سطحه يې د کالا باغ ډېم مسئله دفن کړه، دا بيا بيله خبره ده چې زورور خلق يې اوس د عدالت له لارې جوړېدل غواړي خو دا ارمان به يې پوره نۀ شي، په صوبو کښې يې بېلا بېلې يونيورسټۍ باچا خان عبدالولي خان په نامه يونيورسټيانې جوړې کړې، د دوي څانګې يې تر چتراله پورې ورسولې، د خوشحال خان خټک سوات او د صوابۍ په يونيورسټيانو کار شروع دے، ميډيکل کالجونه نوي جوړ شو، ټيکنيکل کالجونه جوړ شو، نور ډګري کالجونه، هائي سکولونه، مډل سکولونه او پرائمري سکولونه زيات شول، د سپورټس په ډګر کښې يې يو شمېر کارونه وکړل، په اېن اېف سي ايوارډ کښې يې تر ډېره حده پورې خپل حق راوړو، د اتلسم ترميم په برکت کښې په خپله صوبه کښې پښتو لازمي کړه، په سليبس يې کار روان دے او داسې نور بې شمېره کارونه يې سر ته ورسول، خو د دې ټولو کارونو په منځ کښې سېلاب يوه داسې افت ؤ چې په دې دور کښې راغلے او دهشت ګردۍ مسئله تراوسه پورې دوام لري، په دې لاره کښې په سوونو سياسي کارکنان شهيدان شول، نۀ يواځې په خېبر پښتونخوا کښې بلکې په جنوبي پښتونخوا کښې خان جيلاني خان اڅکزے شهيد کړو، په ۱۳م جولائي ۲۰۱۲ء په کچلاغ بازار کښې د اې اېن پي په صوبائي جلسه کښې بم والوزول شو چې پکښې د اې اېن پي، پې اېس اېف کارکنان او عهديداران شهيدان شول، يو خو د پي اېس اېف مرکزي نائب صدر ملک قاسم کاکړ پکښې شهيد شو، داې اېن پي صوبائي صدر اورنګ زېب کاسي او د هغۀ مېرمن مهر اورنګ زېب، د اې اېن پي مرکزي جوائنټ سيکرټري رشيد خان ناصر، عنايت الله دراني او يو شمېر کارکنان شديد زخميان شول، خو د دې ټول مشکلاتو او خونړيو حالاتو باوجود يې په ډېره نره کار روان ساتلے دے، اوس هم چې زۀ دا ليکنه په اقبال هاسټل ۲۶م نمبر کمره پېښور کښې کوم، په باچا خان هوائي مېدان پېښور باندې د راکټونو او خودکش حملې شروع دي، خدائے مۀ کړه چې بيا به د څو پښتنو کورونه وران کړي، نو په داسې حالاتو کښې حکومت کول او دهشت ګردۍ مقابله کول، به د چا د وس خبره وي، اوس راځو دې خبرې ته “کۀ پوره وي کۀ سپوره وي په شريکه به وي” اوس کۀ مونږ ګورو په دې خونړيو حالاتو کښې داسې حالات کله راغلل چې پوره او سپوره په شريکه شوه؟ او بله دا چې دا نو نۀ شي کېدلے چې په سنګر کښې يو څوک ولاړ وي، مري به څوک، قربانۍ به يو څوک ورکوي او مېوه به يې بل څوک غواړي دا نۀ شي کېدے او کۀ چېرې د پارټۍ په مشرانو پسې څۀ د کرپشن خبره وي نو بيا هر څوک حق لري چې لسټ وړاندې کړي او په ثبوت يې ورسوي چې پلاني دا دا حق د قوم خوړلے دے نو بيا به يې قوم په خپله احتساب وکړي، کۀ له چاسره ثبوت نۀ وي او هسې په هوا کښې ډزې کوي نو ددې علاج خو بيا له هيچا سره نشته، مونږ کۀ يوې خواته د سېف الرحمان سليم دا شعر راوړو چې:

منم رهبر په خپله مخکښې لاړو
خو قافله خو يې په شا راوسته

نو بايد د سېف الرحمان نور شعرونو ته هم ځير شو، يو شعر دلته راوړم:

لا جنون مې د ملګرو نا پخته دے
چې عمل کوي په کول ددانشورو

سېف الرحمان سليم کوم قسم دانشورو ته اشاره ده، په دې ترهر چا ښاغلے نورالبشر نويد ښۀ پوهېږي خو بيا يې هم د خيالو ترور په نامه د صحافت په ډګر کښې هغه څۀ روان کړي دي چې د صحافت په زمره کښې نۀ راځي او پرون يې د ټپې په هنداره کښې هغه ړندې ډبرې وغورځولې چې تاريخ به يې هيڅکله معاف نۀ کړي، خو زۀ بيا هم دا خبره تکراروم چې د مثبت تنقيد هر څوک حق لري خو د تنقيص نۀ، دلته ماته داسې ښکاري لکه چې له ځينو يارانو نه تنقيد هېر شوے دے، يواځې تنقيص ته يې مخه کړې ده.

4: اوس په قامي تحريک کښې هغه رڼا نۀ ښکاري کوم چې په زندان کښې ښکارېده:

نن چې مونږ د قامي تحريک جاج اخلو نو بايد په اوسنيو پېښو ته ځېر شو چې له قامي تحريک سره د مخالفينو له خوا څۀ څۀ روان دي، پښتون قامي تحريک د چا خبره په پاکستان يقين هم لري، په انتخاباتو کښې برخه هم اخلي، د فوج صفتونه هم کوي، د پاکستان غټ غټ بېرغونه هم جوړوي، د پاکستان د ازادۍ ترانې په احترام کښې تر هر چا چاق و چوبند ولاړ وي، نو چې يو څوک د پاکستان وفادار وي، په ملک کښې دننه په ووټ باور هم لري، د فوج خواخوږي هم وي، د پاکستان د څوارلسم اګست بېرغونه هم جوړوي او د ازادۍ ترانې هم وايي نو بيا سوال پېدا کېږي چې هغه قوم قوت دے چې اې اېن پي ژوند ته نۀ پرېږدي، د اې اېن پي نر او ښځې، ځوانان او مشران، نجونې او هلکان ژوندي نۀ پرېږدي، د مرګ په خوب يې اودۀ کوي او بل سوال دا پېدا کېږي چې په پاکستان کښې دننه به دومره ضرور قوت وي چې هغوي دې د پاکستان خواخوږي مړ کړي؟ يا دې خودکش حملې ورباندې وکړي؟دا هغه سوالونه دي چې په دې تورو حالاتو کښې هر پښتانۀ ته رڼا وربخښي، پښتنو ته خپل اصل قوت ورپېژني، پښتانۀ له خپل اصلي قوت سره ملګري کوي، نو کۀ اوس کۀ هم چاته رڼا نۀ ښکاري نو هغوي ته خو زۀ دا نۀ شم وئيلے چې هغوي دې د خپلو سترګو علاج وکړي، ځکه چې زما مشران دي، خو دومره به ضرور ورته وايم چې خپل پخواني وختونه درياد کړه، نن تر پخوا رڼا زياته شوې ده، پرون ټوله نړۍ ستا د سياست مخالفه وه، ټول ستا په مخالف کتار کښې ولاړ وو، ځکه خو يې هر ژوندے سري په زندان کښې راله اچولو، خو د قسمت او نصيب لوبه بيا بله ده، نن د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د امريکې مفادات د پښتنو له سيمې سره وتړل شول، هغوي مجبور دي چې په هر قيمت وي د پښتنو له مرضۍ سره سم په دې سيمه کښې سياست وکړي، ځکه چې د امريکا او پښتنو ګټې سره تړل شوي ښکاري، هغوي د پښتنو خاوره فقط د يوې لارې په توګه په کار راولي، د دوي دا مجبوري به پښتانۀ د يوه سيال او پرمختللي قام په څېر نړۍ ته ورپېژني، نو په داسې حالاتو کښې کۀ لږ و ډېر تکليفونه مونږ ته ګوري خو رڼا بېخي زياته ده، له مونږ څخه صرف دومره کار غواړي چې د رڼا و خواته ورنزدې شو، نزديکت به څنګه وي، دا نزديکت له مونږ څخه نور هيڅ نۀ غواړي، يواځې دقامي غورځنګ ملاتړ غواړي، خپل ځان په دې نوي سياست پوهول غواړي او بيا خپل نوے نسل په دې لاره سيخ کول غواړي، ګنې په دې وختو کښې د مايوسۍ او بې باورۍ او ناهيلۍ خبرې دنور البشر نويد او ښاغلي مشر شمس بونېري صاحب غوندې قام پالو او انقلابي ملګرو سره به سمې نۀ ښکاري او بيا هغه شمس بونېرے چا چې به “د زندان يادونه” کتاب تړون په دې الفاظو کاوه:

“د هغې قديمي او ګمنامه فلسفې په نوم چې د هغه دا خبره زما ذهن په پرده ثبت ده داسې بې وقوف به څوک وي چې د امن په ځائے جنګ ته ترجيح ورکړي، ځکه چې په جنګ کښې بوډاګان پلاران خپل ځوانان بچي خښوي او په امن کښې ځوانان بچي خپل بوډاګان خښوي”.

د ښاغلي شمس بونېري او نورالبشر نويد د احترام په خاطر خپله ليکنه “د زندان يادونه” د کتاب د امن په باب تر ټولو غوره نمونه ده.

“د امن خيال

چرته داسې جزيره به پېدا نۀ شي
اوازونه د بمونو په کښې نۀ وي
د جنګي جازونو دا شور و غوغا چې
د فوځيانو لښکرونه پکښې نۀ وي
کارخانې وي، خو انبار د وسولو نۀ وي
ورور ولي وي هيڅ خطر د حملو نۀ وي

دا نيوټرون چې هلاکت دے د سوونو
مزائيل چې تباهي د د ملکونو
هلته دا وسلې او دا څيزونه نۀ وي
ښه افراط وي د ژوندون د سامانونو

د ژوندون سندره هر سړي وئيلے
د جنګ نوم هلته هيچا نۀ پېژندلے

امن امن خوشحالي وي ښه لذت وي
يو د بل سره بې حده محبت وي
دا زما او ستا د وېش خبره نۀ وي
اعتماد وي هلته ژوند د مسرت وي

يو چې تلے بل يې د ځان سره بوتللے
يو د بل په محنت لوبې نۀ کولے

دغه خيال په حقيقت کښې بدلېدے شي
دا “جنګي سنډا” دا ځل راپرزېدے شي
د جنګ اور ته چې لمن وهي په زوره
دا امکان شته چې اوس جنګ په شا کېدے شي
د زلمو په خولۀ نړۍ کښې يو شعار دے
د جنګونو لوئے دلال د ژوند غدار دے

لږ کوشش خلقه! په دې لړ کښې په کار دے
اوس دامن کېمپ پياوړے دے تيار دے
خپل اواز د جنګ په ضد تېزول غواړي
د دوئ دور تېر شو اوس زمونږه وار دے

بيا به ټوله دنيا داسې جزيره شي
بيا به دا ژوندون او دا دنيا خوږه شي

په هر ساز کښې به د امن ترانه شي
د جنګونو مور به تل دپاره مړۀ شي

(۲۰م دسمبر ۱۹۸۳ء، سنټرل جېل سيدو شريف سوات).

پاى