کور / تازه خبرونه / دايکندي: دعامو خلکو د اړتياو لپاره عصري تشنابونه جوړ سول

دايکندي: دعامو خلکو د اړتياو لپاره عصري تشنابونه جوړ سول

په هغه مراسیمو کی چی ددی ولایت په مرکز نیلی ښار کی جوړشوی وه پکی ددی ولایت دوالی ترځنک، ښاروال، قومی مشرانو، دبیلابیلوادارو ریسانو او ځوانانو کډون کړی وي.
ددی مراسیمو پرمهال ددایکونډی والی قربان علی ارزګانی دخپلو خبرو پرمهال وویل چی دا عامه تشنابونه درمپپ پروګرام په مالی مرسته دښاروالی په غوښتنه په پاخه اواساسی ډول جوړشوی دي او دده په خبره اوس دښار ټول خلګ او دلیرو پرتو ولسوالیو مسافر کولای شی جی دیادو تشنابونو څخه ګټه پورته کړی اوهمداراز به دښاروالی په عوایدو کی لوړوالي راشی.

‎‎‎‎‎‎‎دمراسيمو پرمهال ددایکونډی نیلی ښارواله اغلیه عزرا جعفری وایی چی داتشنابونه دښاریانو ترغوښتنه وروسته دښاروالی په غوښتنه رمپپ پروګرام پیل کړل چی ۳ میاشتی یی دوام درلود او کټی اخیستنی ته وسپارل شو.
داغلیه جعفری په خبره چی دنارینه او دښځینه دپاره یی بیل جوړ کړی او ددی په خبره چی پلان لری دښار په نورو برخو کی هم عامه تشنابونه جوړکړی ترځو خلګ په خاص ډول دولسوالیو مسافرین دمشکلات څخه وژغورل شی.
اغلیه جعفری په خپلو خبرو کی پرخلګو ژغ کوی چی دښار دښکلا او دکثافاتو په راټولولو کی دښاروالی سره مرسته وکړی چی ددی پروینا دښار، کور او چاپیریال پاک ساتل زموژ او ستاسو دینی وظیفه ده.

په ورته وخت کی ددی ولایت قومی مشرانو دښاروالی ددغه کارڅخه ستاینه وکړل او ژمنه یی وکړل چی ښاریان به دښاروالی او دولت سره هراړغیزه همکاری کوی او په کلی اوکور کی به ټول دعامه تشنابونو په ارزښت او دښار دپاک ساتلو باندی وپوهوی.

په دایکونډی کی عامه تشنابونه پداسی حال کی جوړیږی چی پدی وروستیو کی دښاروالی له لوری څخه بیلابیلی پروژی ترکار لاندی دي.