کور / تازه خبرونه / ناټو : يو وسله وال قوماندان مو وژلى او يو مو نيولى

ناټو : يو وسله وال قوماندان مو وژلى او يو مو نيولى

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د ننګرهار ولايت په شېرزادو اولسوالۍ کي عمليات کړي.
دغه خبرپاڼه نن ورځ سهار د افغانستان پر وخت پر ١٠ بجې او ٤٢ دقيقې را استول سوې او ليکي چي په يادو عملياتو کي ئې د وسله والو يو قوماندان وژلى او يو ئې ژوندى نيولى.
خبرپاڼه زياتوي چي نوموړي کسان په ياده اولسوالي کي د وسله والو مسئولين ول او په يادو سيمو کي ئې پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نر تر اوسه وسله والو طالبانو او نه هم اسلامي حزب څه ويلي دي.