کور / تازه خبرونه / په هرات کې زده کوونکو ته ژمنۍ جامې ورکړل سوې

په هرات کې زده کوونکو ته ژمنۍ جامې ورکړل سوې

په لوېديزه حوزه کې د عامه نظم د دريمې لېوا پوليسو، ١٢٥٠ تنو زده کوونکو
ته ژمنۍ جامې ور ووېشلې.
په لوېديزه حوزه کې د عامه نظم د دريمې لېواد قوماندان سيدباقر مرتضوي،
وويل چې د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ د تونيان د ښوونځي ښځينه او
نارينه زده کوونکو ته ژمنۍ جامې، چې د دغې لېوا د بهرنيو سلاکارانو له
خوا رانيول سوې وې، ور ووېشل سوې.

ده وويل، چې د روان کال له پيل راهيسې له اوبه او پښتون زرغون ولسواليو
سره، د دغې لېواد د مرستو څلورم پړاو دی او دغه مرستې، له افغان ځواکونو
سره په تېره د عامه نظم له ځواکونو سره، د دغو ولسواليو د خلکو د همکارۍ
له امله، وېشل سوې دي.

په همدې حال کې د دغې ولسوالۍ خلک هم د دغو مرستو پر وېش خوښ برېښي او
وايي چې د پښتون زرغون – اوبه ولسواليو تر منځ د غځېدلې لارې په اوږدو
کې، د امنيتي پوستو جوړول د امنيت په ټينګښت کې ډېر ګټور وو.