کور / رسنۍ / په روزګان کي په لومړي ځل مهالنۍ خپرونه چاپ سوه

په روزګان کي په لومړي ځل مهالنۍ خپرونه چاپ سوه

د یوولسو کلونوپه اوږدو کې هغه څه چې د نورو چارو په پرتله یې پرمختګ کړئ
هغه رسنۍ یا هم مطبوعات دي هغه چې دافغانستان ښاغلی جمهور رییس یې هم وخت
ناوخته د خپل جمهوري ریاست د مودې لویه لاسته راوړنه ګڼي چې رښتیا هم
همداسې ده خو د مطبوعاتو له دې ګرم بازار سره سره ارزګان ولایت له دې
ارزښتمن نعمته بې برخې پاته دی خوله رسنیو او مطبوعاتو سره مو په تل پاته
اړیکوډیر تمرکز کړي.
ارزګان یوازینی ولایت دی چې تصویري ،چاپې رسنۍ پکې هیڅ شتون نلري غږیزې
رسنۍ هم د نمونې په توګه پکې فعالیت کوي خو د مطبوعاتو د پیاوړتیا لپاره
د ارزګان ولایت رهبرۍ د هلوځلو په پایله کې دادی د لومړي ځل لپاره د
ارزګا ن مهالنۍ خپرونه له چاپه را ووته په یاده خپرونه کې د ارزګان ولایت
اړوند هراړخیز لکه اقتصادي، پرمختیایي، بیارغونې، پوهنې،امنیت او سیمه
ایزو حالاتو په اړه معلومات ځای پرځای سوي دي.
قدرمن فرهنګپالان ، دادب مینه وال او درانه لوستونکي کولای سي د یادې
خپرونې په لوستلو سره د ارزګان ولایت په هکله هراړخیزمعلومات ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د ارزګان والي امیرمحمد آخندزاده هڅه کوي په دغه ولایت
کې فرهنګي چارو مدني ټولنو او دځوانانو ټولنوته وده ورکړي.