ژوند

د لراوبر اداره | اپریل 25th, 2008



ژوندکه تش خوړل څټل وي
ګرځید ل  او  غز یدل  وي


بې خوماره  بې مستۍ  نه
بې جا نا نه  اوسید ل  و ي


بې له یا ره  بې  اغیاره
ګل  په  وچه  ر ژیدل  وي


نه کړاو  وي نه سختي وي
خواړه بې ما لګې خوړل وي


بې له سرو شو نډ و خندا نه
جام  په سر را اړو ل  وي


د ځوانۍ زور  يي اوبه  شي
تو ره  تیکي کې سا تل  وي


یا د ژوند ما نا شهوت  وي
خا  لي  نسل  زیا تول  وي


نو د سپیو ژوند ون ښه دئ
تش غپل څټل  خوړل  وي


ژوند حکمت دئ خدمتګاره
ژوند حکمت او پت پالل وي


ژونــــــــــد


ژوندون څه وي پو هید ل وي
 غور زیدل او  پا څید ل  وي


هم يی سوز وي هم يي سازوي
 خند یدل  او  ژ ړ ید ل  وي


ژوندون مینه ،مینه ژوند دئ
 ژوند د زړونو  جوړول  وي


ژوند دیار  د زړه  په  کور کې
 ځا نله  ځا ی  تیا ر و ل  و ي


 ژ و ند  د پوهې  او ر ڼا  و ي
ژ و ند خپلو اکه  او سید ل و ي


 ژ وند  ما نا  د  انسا نیت  د ه
 د ا نسان   د  ز ړ ه  ګټل   و ي


ژ و ند  و ر و ر ي  ده  اتفاق  دئ
ژوند ددوست  دوښمن  منل  وي


ژوند له ژوند ځیني تو پیر  کړه
ژوند  په ژوند ځان  پو هول  وي


خدمتګاره که ژوند غواړې
 ژوند دمیني  جو ړو ل  وي


د ښاغلي خدمتګار شعرونه په ږغ کي واورئ     خپل شعرونه پر دې پته راولېږئ Larawbar.com@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024