کور / تازه خبرونه / کندهار: لسګونه ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه

کندهار: لسګونه ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه

د کندهار د امنيه قوماندانۍ مسوولينو په دغه ولايت کې ډاياګ ته ١١٥ ميله سپکې او درنې وسلې وسپارلې.
د ډاياګ پروسه (د غير قانوني وسلوالو ډلو د انحلال پروګرام) په ١٣٨٤لمريز کې د ټول هېواد په کچه پيل شوې ده.

د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په حواله، د ډاياګ پروسې له پيل تردې دمه له ١٥٠زره ميله ډېره وسله له نامسوولو وسلوالو څخه راټوله شوې ده.

د کندهار چارواکي وايي، يادې وسلې په تېرو څلورو مياشتو کې د پوليسو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کې نيول شوې وې.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ اداري مدير غلام جيلاني کټوازي لراوبرته وويل، چې پوليسو دغه عمليات په کندهار ښار او ولسواليو کې کړي وو.

دده په خبره، په سپارل شويو وسلو کې ٣٣ کلاشينکوفونه، ٢ پېکا، ٦ راکټ انداز، ٢٧ بېلابېلې تومانچې او نورې وسلې شاملې دي.

په سوېل لوېديځه حوزه کې د ډاياګ يا بې وسلې کولو د پروسې مشر جنرال عبدالقيوم پوپل وايي، چې له غير مسوولو وسله والو څخه ترلاسه کېدونکې وسلې بېرته کارول کېږي.

هغه وايي، ملي دفاع وزارت جوړې او سمې وسلې افغان سرتېرو ته ورکوي او له کاره غورځېدلې وسلې له منځه وړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کندهار ملي امنيت هم يو ځلي او امنيه قوماندانۍ بيا څلور ځله خپلې وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې وې.