کور / تازه خبرونه / دکابل دترا فیکو پر ریاست باندی دطالبانو دبریدتازه مالومات

دکابل دترا فیکو پر ریاست باندی دطالبانو دبریدتازه مالومات

کابل:د آریانا تلویزیون دخبرونودتازه رپوټ له مخې په دهمزنګ کي دترافیکو پر ریاست باندې دوسله والواوامنیتې ځواکوترمنځ جګړه تراوسه پوری لاروانه ده اودبریدګرویویا دوه کسه دپولیسوسره دمقاومت په حال کي دي . پولیس له ودانۍ څخه دبریدګرو داېستلولپاره له درنې وسلوڅخه هم کارواخیست.
د کابل پولیسو وویل، چې په دغه بریدکې په سپکو او درنو وسلوسمبالو بریدکوونکو ګډون کړی وو.وسله وال بریدګردترافیکو ریاست څیرمه دسرحدی پولیسوقوماندانې ته هم دننوتلواراده لري . دځینوافغاني رسنیوله مخې تر اوسه پوري د ۵ تنوبريدګرو ترڅنګ درې تنه پوليس وژل شوي اودملکيانو په ګډون اتلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ددي برید مسولیت وسله والوطالبانوپه خپله غاړه اخیستی دی،اودطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په خپله استول شوې خبر پاڼه کې ويلي، چې دټرافیکو دریاست له ودانۍ څخه د دوي وسله والود مورچل په توګه ګټه پورته کړې او اصلي هدف یې هغه بهرني ځانګړي ځواکونه دي چې دې ودانۍ ته نږدې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي. هغه وایی چي په دی بریدکي یي ډیر افغانې پولیس وژلې دي.
دیادولو وړده چي تیره اووني هم دوسله والوطالبانو لخواه دکابل ښارد صدارت دطره باز خان په څلورلارې کې دملي امنيت پر يوه رياست په ډله ييز ځانمرګي بريدکې يو تن ووژل شو او (۱۰)اولس تنه نور ټپيان شول.