ددفاع وزارت په فراه کي د انتقال له پروسې خوښي وښوول

د لراوبر اداره | جنوري 22nd, 2013


نن دملی دفاع وزارت محترم وزیر دیولوړپوړې پلاوي په مشری چې د۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محترم تورنجنرال تاج محمد جاهد او ورسره نور جنرالان او دشورا دوه تنه وکیلان هم ورسره وه فرا ه ولایت ته سفر وکړو.
وروسته ترخپل منځې نظامې جلسې نوموړي په هغه لویه غونډه کې برخه واخیسته چې دفراه ولایت دولایتی شورا ریس دسولی شورا ریس او نور نظامی مسولینو حضور درلود. وروسته دقران عظیم الشان دتلاوت نه جناب وزیر صاحب خبری وکړې او زیاته کړه زموږ دسفر موخه فراه ولایت ته ددی لپاره ده چې موږ دقدرت دلیږد څلرم پړاو ته داخل شوې یو او غواړو یوه اروزنه ولرو چې ددي حالت څخه زه او زما ټیم راضی یو.
وروسته دقول اردو قوماندان محترم تورنجنرال تاج محمد جاهد او ورپسې دولایت مقام مرستیال او دفراه ولایت استازۍ بلقیس روشن خبری وکړې چې ټولو دملی اردو دکار اوفعالیتونو قدردانې وکړه او دایی په ډاګه کړه چې د۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتی ځواکونه کولای شې دافغانستان امنیت خوندې کړې .
وروسته ترخبرو یی پر ځینو افسرانو او دفراه ولایت امنیه قوماندان دملی امینت مشر او ډګروال زلمی نبر په فراه کې دملی اردو قوماندان باندی هغه تقدیر نامی او نقدی مکافات وویشل چې جناب وزیرصاحب په پام کې ورته نیولی وه ورپسې یی مطبوعاتی کنفرانس ورکړو او دخبریالانو دپوښتنو دځوابونو وروسته ،غوڼده ددعایی په ویلو سره پای ته ورسیده .

Copyright Larawbar 2007-2024