چي مي سترګي لغړولې نو سرې ويني مي ليدلې
زما دمور له وينا د زېږېدلو څخه وروسته مي په ديرشمه ورځ سترګي خلاصي کړې او دا بدرنګه دنيا مي وليده خو د مور او پلار ميني رانه هر څه پټ کړل د مهاجرت شپي او ورځي وي پلار جان مي د کمونيزم او سره لښکر له زندانه نوی راوتلی وو خپل کور ژوند او هر څه تري پاتي او د پاکستان په سره ګرمي کي د نورو مهاجرو خويندو او ورونو سره د خيمې لاندي شپي او ورځي سبا کولې.
د مهاجرو په کيمپ که را ته ځاي راکړل شو او پلار جان د مجاهدينو سره په کمک بوخت وو. يو ماښام په کور کي سره ټوله کورني ناست وو او پلار جان مي راډيو ته غوږ نيولي وو يو ځل په ژړا شو او مور ته مي وويل چي ضياء الحق شهيد شو نو ما په ډيره وارخطايي پوښتنه وکړه پلاره هغه زموږ څه کيږي راته يي وويل زويه هغه زموږ د وطن د جهاد ملګري وو اوس نو خداي خبر چي د افغانستان به څه کيږي نو موږ هم وژړل او دعا مو کولي چي خدايه روسان تباه کړې خدايه ته يې وشرموې.
هره ورځ به زموږ کلي ته يوه يا سو جنازي راوړل کيدي او موږ به بيا پوښتنه کوله چي دا ولي مړ شوي صرف دا يوه خبره به مو اوريدله چي د روسانو سره په جهاد که شهيد شوي زموږ د کلي هديره له شهيدانو نه ډکه شوه موږ را ستر شو.
يوه شپه په حجره کي ميلمه وو نو موږ به هميشه د ميلمه د خدمت لپاره د حجري وضيفه دار وو تره مي هم ناست يو ځل چغي شوي او ټولو بيرون ته منډه کره او هري خوانه ډزي شوي زه او زما د تره زوي وارخطا شو او موږ هم بيرون منډي کړي ومو کتل چي تره مي هم تفنګچه په لاس ډزي کوي او ژاړي او د الله اکبر ناري وهي اسمان کي ستوري نه ښکاري يوازي سري مرمي دي چي ټول اسمان يي نور هم خايسته کړي بيا مو چغي کړي چي لالا لالا دا سه خبره ده تاسو ولي هم ژاړي هم ډزي کوي او هم الله اکبر ناري وهي نو په ډير ډک ستوني راته وويل زويه زموږ وطن افغانستان آزاد شو روسان مو مات کړل جهاد مو کامياب شو زموږ د شهيدانو وينو رنګ راوړ نور به خپل وطن ته زو چي اوس هم راياديږي نو ژړا رازي او سترګي مي اوښګي تويوي هغه شپه ټوله په ويښه سبا شوه او هر چا خيرات کاوه يو بل ته يي غيږي ورکولي له که اختر چي وي هر چا خپلي کډي ټړل شروع کړل چي نور خپل کلي ته زو نور خپل وطن ته زو کډي بار شوي او قطارونه جوړ شول نيم خلک لاړل ما به پلار جان ته ويلي موږ به کله زو موږ به کله زو زه به کله افغانستان ګورم هغه به ويل زويه صبر وکړه هر څه په وخت سره کيږي خو افسوس افسوس چي ډير لګ وخت باد بيا د راډيو نه غږ راغي چي په افغانستان کي خانه جنګي او قدرت جنګي شروع شوه هغه څوک چي تللي وو بيا مهاجر شول بيا بيرته لوڅ راغلل بيايي د کور څو غړي نوو بيا خلک په وير وو بيا نو د هر سړي غوږ ته راډيو وه بيا د هر چا دخولي نه صرف صق صق اوريدل کيده.
هر چا بيرته خپلي غريبي ته مخه کړه وران شوي کورونه بيرته بيا پټ شول زموږ درسونه بيا شروع شول يوه ورځ مي بيا د پلار جان له خولي واوريدل چي دا ښه وسو اوس به دوي ته الله جزا ورکړي اوس به دوي ته چوکي مزه ورکړي دا اوس ښه خلک راغلل بيا مي پوښتنه وکړه پلارجانه بيا څه وشو په افغانستان کي بيا څوک لاړل اوڅوک راغلل په جواب کي مي واوريدل چي د طالبانو تحريک راغي او دا ټول جنګ سالاران او ټوپک ماران يي پسي واخيستل او د ټول ملت ملاټړهم ورسره ده خو افسوس افسوس چي دوي نه هم وشنيډه او دوي هم په خپلو شخصي اغرازو بوخت شول بيا هماغه ويني وي چي تويدي بيا همدا بيچاره ولس وو چي کړيده بيا يتيمان را زيات شول بيا ميندي او خويندي بربنډي شوي هاه…………..
ما به ويل چي کله زما د وطن نوم په تلويزيون کي راشي کله به زموږ د کرکټ ټيم په تلويزيون که ښکاره شي کله به زما د وطن بيرغ په تلويزيون کي راشي خو په نادراتو که کله به مي د افغانستان نوم په تلويزيون کي واوريده نو سترګي به مي ډنډ شوي او ژړا به راغله چي ولي زه بي وطنه يم ولي زما وطن په ښه خبر کي نه راځي ولي تنها زما د وطن د جنګ خبر رازي ولي اخر ولي.
دا وو چي يو مازديګر د خپل کور په حويلي کي له خپلو وروڼو سره په کرکټ بوخت وم چي د مور جاني غږ راغي چي زر راشه کوټي ته او دا وګوره چي راغلم نو د تلويزيون به صفحه ليکلي وو چي بيړني خبر ( امريکا په افغانستان حمله وکړه او غواړي چي دا د طالبيزم رژيم رانسکور کړي) هاه نور نو هاغه ساعت وو چي په ما او زما په کورني تير شو ټولو ژړل او دا مو ويل چي موږ خو اوس اوس له سره لښکر نه ځان خلاص کړ دا صليبيان به اوس څنګه کوو ډير ځوانان راغلل او په سنګرونو کي پځاي شول خو دا ټوله معامله ډير ژر ختمه شوه او ټول افغانستان د دوي په ولکه کي شو بيا د آزادي خبري شوي بيا د خلکو د خپلواکي خبري شوي خلکو ته وويل شول چي راشي خپل حکومت خپله جوړ کړي او هر چاته چه غواړي هغه ته رايه ورکړي خپل سرنوشت خپله وټاکي.
ما لا تر اوسه افغانستان نه ده ليدلي ما لا تر اوسه په خپله خاوره خپي ندي لګولي ما لا تر اوسه د خپل وطن خوږه هوا نه ده تنفس کري نور مي زړه تنګ شو نور مي هوسله پاي ته ورسيده او د اجازي پرته مي افغانستان ته د تللو اراده وکړه سهار وختي د پيښور ملي بوس ته پورته شوم او بيا د نوي اډي نه مخ په تورخم کله چي تور خم ته ورسيدم نو د سنګ ملګري مي يو بابا وو هغه ته مي مخ واړوو او ورته مي وويل چي بابا ته هم کابل ته ځي جواب يي راکړ هو بچيه ولي ته چيرته ځي ما ورته وويل زه هم کابل ته ځم خو اول ځل مي ده چي د افغانستان خاوري ته داخليږم که مهرباني وکړي چي کله خپلي خاوري ته ننوتم نو غږ راباندي وکه ويي ويل ښه بچيه زه به دي تر کابله ملګري يم څو شيبي بعد غږ وشو چي زويه دا اوس نو په افغانستان ور داخليږي هاه چي مي کتل ډير خوند يي راکه دا زړه مي يو ځل تازه شو او يو عجيبه غوندي احساس مي وکړ د وجود ويښتان مي ودريدل او سترګو نه مي اوښکي راغلي دا مي نو د ژوند تاريخي ورځ وه دا نو زما د ژوند له سره شروع وه په داخليدو مي سر ټيټ کړ او خداي ته مي سجده وکړه چي شکر دي چي د خپل وطن ديدار مي په نصيب شو بيا مي په موټي که د خپل وطن خاوره واخيسته او په خپل تندي مي ښکل کړه بيا د کابل په موټر کي کيناستم او له تورخم نه تر کابله بابا راته هر ځاي تشريح کړ نو کابل ته ورسيدم دا سفر ډير خوندور وو او هر ځاي وران ويجاړ او کنډواله وو خو بيا هم راته ډير ښايسته او په زړه پوري وو بلاخره انتخابات شول هرچا د خپلي خوښي کانديد ته رايه ورکړه خو ما پدي کي برخه ندرلوده ځکه ماته دا اسلام په خلاف ښکاريده او خپلي عقيدي راته اجازه نه راکوله چي د کفارو د ملاټړي حکومت ته رايه ورکړ م يا يي ومنم ځکه دلته ټول هغه ظالمان او قاتلين راټول شوي وو چي دا ملت يي په رنګ رنګ په وينو لړلي وو او دا چي اوس ټولو ته ښه په ډاګه شوه چي دا سنګه خلک دي او هر چا چي دوي ته رايه ورکړي اوس پښيمانه دي نو بيا هم هره ورځ بيړني خبر چي په ځانمرګي بريد دومره مړه دومره زخميان بيړني خبر په تخار کي په جومات کي بمي چاودنه په جلال اباد کي په بانک حمله او بيګناه مړه په هلمند کي بمي چاودنه او بيګناه مړه به وردګو کي بمبارد او بيګناه مړه په لوګر کي بمبارد او بي ګناه مړه داسي په لغمان ، کنړ، نورستان، غزني،پکتيا………. بيا هم زما ورور زما خويندي او زما بچيان په ډول ډول مړه کيږي څوک مي د طالب په نوم څوک مي د امريکايي په نوم.
هره ورځ پدي انتظار يو چي کله به دا افغان وژنه بنده شي کله به د نورو دلاسونو نه خلاص شو کله به ځان راته انسان ښکاره شي تر کله به د پرديو په خوله ځانونه وژنو ترکله به د بل ډول ته ګډيګو کله به دنيا والو ته دا وايوو چي بس نور بس زما له وطن نه نور د جنګ ميدان مه جوړوه نور زما ملت مه وژنه نور زما کورمه ورانوه پريږده چي زما ملت ارامه نفس واخلي پريږده چي زما ملت خپل زخمونه دوا کړي پريږده چي د آزادي نفس وباسي.
نو رازي چي په ګډه سره د يو آزاد خپلواکه او اسلامي افغانستان د جوړولو هڅه وکړو راځي چي سره يو شو او دي دنيا ته د يوالي مثال ورکړو راځي نور ځان وژنه او افغان وژنه بنده کړو راځي چي ماضي هيره کړو او دخپل راتلونکي په فکر کي شو نفاق ته شاه کړو او اتفاق خپل کړو په يو بل تورونه ونه لګو يو بل ته لاره وښيو او پرينږدو چي زموږ راتلونکي نسل هم خپل ژوند په سرو وينو لړلي وګوري پريږدو چي دوي په شنه او آباده افغانستان کي سترګي وغړوي پرينږدو چي دوي د باروتو په بويونو کي ساه واخلي او دوي ته د ټوپک په ځاي هر چيرته قلم پريږدو.
دالله جل جلاله نه مي دعا ده چي موږ افغانانو ته يووالي ريښتينولي او ورورولي را برخه کړي تر څو خپل ګران هيواد ګل او ګلزار کړو (آمين ثم آمين)