په تيرا کې نښته شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جنوري 26th, 2013


خیبر ايجنسۍ د باړې تحصیل مرستیال پولیټیکل اېجنټ محمد ناصر رسنيو ته ویلي دي چې ((د جمعې پر ورځ د خیبر اېجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په نښتو کې خوا وشا ۳۲ کسان وژل شوی دی،او یوشمېر ژوبل شوي دي، او دغه شمېر نور هم زیاتېدای شي.))نوموړي وویل: ((د دواړو ډلو ترمنځ په تیرا کې پر یو شمېر مورچو باندې نښتې روانې دي او په یو بل درنې او سپکې وسلې کاروي.)) په روانو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه له دواړو خواوو متضادې دعوې مخې ته راغلې دي.د انصار الاسلام وسله والې ډلې یو ویاند وايي، په دې نښته کې د دوی ۲۳ کسان وژل شوی دی چې یوازې ۸ یې خپل رضا کار دي او نور یې ولسی ملاتړی ول.ویاند ادعا کوي، دوی هم له ۳۰ زیات طالبان وژلي دي، او درې یې ژوندي نیولي دي.خو طالبانو په خپله د انصار الاسلام د دغو ادعاو او شمیر په اړه څه نه دي ویلي.هلته د خیبر دولتي چارواکی وایې، یوازې نهه طالبان په کې وژل شوي دي خو بیا ازادې سرچینې وایې دغه دواړو خواوو ته اوختی شمېر له ۴۰ هم زیات دی.

Copyright Larawbar 2007-2024