کور / تازه خبرونه / پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بروکسل کي غونډه وکړل

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بروکسل کي غونډه وکړل

د پښتونخوا ملي عوامي پارټی غړو او د دی پارټی نږدې او لیري ملګرو نن د ۲۰۱۳ کال د جنوری په ۲۷ نیټه یو کنفرانس جوړ کړی وو اود پرون ورځي د غونډي او د دی غونډي د فیصلو څخه د خبرولو لپاره یې دی کنفرانس ته معلومات وړاندي کړل . د پښتونخواملي عوامي پارټی د اروپا څانګه او په خاص ډول د بروکسل د سکرتریت لپاره پرون د ۲۰۱۳ کال د جنوری پر ۲۶ نیټه یوه تشکیلاتي غونډه جوړه سوې وه چي په هغه کي د بلجیم او همدارنګه د نورو اروپایي هیوادونو د مشرتابه هوکړه کړی وه .




د نن ورځي غونډه د پښتونخواملي عوامي پارتی د بروکسل د څانګي د سکرټريت مرستیال منان کاکړ له خوا میلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو سره پیل سوه .
 
ښاغلي منان قاري اسد سټیج ته راوغوښت تر څو د پاک قران د څو ایتونو په ویلو سره غونډه راسمآ پرانیزي .
قاري صیب غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په لوستلو سره پرانیستل
 
د قران عظیم الشان تر تلاوت وروسته د لندن څخه راغلي میلمه او د پښتونخوا د ملي عوامي پارټی د اروپا کنسل خپل هغه نورملګري چي یوه ورځ مخکي د یوی غونډي پر محال د اروپاکنسل ته ګمارل سوي وه راوغوښتل او دوی ته یي لوړه ورکړل .ښاغلی شعیب کاسی له ناروی څخه ، ښاغلی محمد ولي له سویډن څخه ، ښاغلی سرور باچا له انګلستان څخه 
 




ښاغلی فلک نیاز له انګلستان څخه او ښاغلی مالک بازی له بلجيم څخه دا لوړه تر سره کړل . په لوړه کي د افغان وطن سره مینه او د افغان انسان سره تعلق په ښه انداز کي څرګند وو .
د لوړي د پرځای کولو څخه وروسته د بلجیم هیواد کي د پښتونخوا ملي عوامي پارټی سکرټر او په اروپا کي د ګوند کنسل سټیج ته راغی . نوموړي تر ښه راغلاست وروسته د سیمي او افغان محکوم اولس د ژوند او حالاتو په اړه مفصلي خبري وکړې .
 
د مالک بازي تر وینا وروسته له خیبر پښتونخوا څخه د پښتونخوا ملي عوامي پارټی مشر ښاغلی مختارلالا د ټلیفون پر کرښه په سالون کي ناستو ګوندي غړو او میلمنو ته وینا واوروله چي د پښتون اولس اوسنۍ ټولي ناخوالي یې یوه په یوه وسپړل . د ښاغلي مختارلالا تر ټلیفوني وینا وروسته دسکاټلنډ څخه راغلي میلمه د سکاټلنډ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سکاټلنډ د څانګي مشر ښاغلی صدیق میا دریځ ته راغی او یولس ماده یزه پریکړه لیک یی د رایو اخستلو په خاطر ولوست . چي له هغه جملی څخه یی  ما دا څو جملی را اخیستي دي .
۱/ افغانستان کي دي سملاسي لاسوهنه بنده سي . ۲/ په پښتونخوا کي دي د تروریزم ځاله وتړل سي . ۳/ پښتنو ته دي یوه بله صوبه هم جوړه سي . ۴/ د ۱۲۰۰پښنومشرانو د قاتلانو څرک دي ولګیږي او بیا دي محاکمی ته راکش او سزا ورکول سي . ۵/ ټول میشت قومونه برابر غواړو . ۶/ پر خپلو شتمنیو واک غواړو . ۷/ پښتو ژبه دي سرکاري ژبه وګرځول سي . ۸/ پښتون او بلوڅ دی په صوبه کي برابر وبلل سي . ۹/ په کراچي او حیدراباد کي دي د پښتنو ژوند تضمین سي . ۱۰/ بریښنا دي پښتنو ته وویشل سي . ۱۱/ په خیبر او منځنی پښتونخوا کي دي پر مکتبونو باندي بریدونه بند سي .
دا پریکړه لیک په یوه اواز او لوړو چکچکوو تاید سو .
وروسته د لندن څخه راغلي میلمه د پښتونخوا ملي عوامي پارټی د اروپا او بریطانیې مشر ښاغلی فلک نیاز دریځ ته راوغوښتل سو تر څو خپلي خبري وړاندي کړي . ښاغلي فلک نیاز هم د وطن پر مهمو مسلو باندي په دقت وږغیدی او ټول افغانان یی یوالي ته راوبلل . ښاغلي فلک نیاز د افغانستان او په خاص ډول د لیکي دواړو خواوو ته پراته پښتانه د نړی داسي غړي وبلل چي که هلته امن نه وي نو په لندن کي امن نه سته .
 
د ښاغلي فلک نیازخان تر وینا وروسته د یوه نظم ویلو لپاره ښاغلي هوید خان نقاش ته بلنه ورکړل سوه . ښاغلی نقاش په خپل نظم کي د پښتون قام پر اوس او سبا الفاظ راټول کړي وه .
ښاغلي منان کاکړ د غونډي د ختم اعلان وکړ او میلمانه یی هغه ماښامنی ته وروبلل چي په همدی ویاړ جوړه سوی وه 
غونډه د یوه صفا او ښه صمیمیت په فضا کي پای ته ورسیدل . دا هم د غونډی د ګډونوالو یو څو تصویرونه ؛
    
بروکسل ۲۷/۰۱/۲۰۱۳