کور / تازه خبرونه / د مشرقي خلک د هوایي ملکي ډګر غوښتنه کوي

د مشرقي خلک د هوایي ملکي ډګر غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له دولت څخه غواړي چي د خپلو مشکلاتو د حل د پاره د ننګرهار هوايي ډګر د بهرنیو نظامي پوځیانو څخه واخلي تر څو خلک بهر ته د تګ او راتګ استفاده ځیني وکړي . د اوس له پاره د ننګرهار هوایي ډګر د بهرني پوځونو لویه اډه ده چي وخت ناوخته د مرګ ژوبلي لویه اندازه په همدي ډګر کي صورت نیسي . خلک وایي چي که چیري دا هوايي ډکر فعال سي نو یو لوی اقتصادي مرکز ګرځیدلای سي . د ننګرهاراو ټول مشرقي زراعتي تولیدات د کارګوو په ډول بهر ته په اسانۍ انتقالولای سي ، خپل جوړ ناجوړ تر بهره وړلای سي او له بهر څخه یې راوستلای سي .