قومي مشرانو دمرستي ژمنه وکړه
جاويد احمد تنوير
دزابل یوشمیر قومي مشرانواوځوانانو دښاروالي سره دکثافاتوپه راغونډولوکی دمرستي ژمنه وکړه
زابل ښاروالي درمپپ په مرسته په قلات ښار کی دقومي مشرانو اوځوانانوسره دکثافاتو دراغونډولو په اړه غونډه وکړه چارواکی وایی هڅه کوي ترڅو دخلکو سره دیوي کمیټي په جوړولوسره نورکسان وهڅوي چی دښار په پاکولوکی مرسته وکړي .دغه غونډه په همدي موخه جوړه شوی و ترڅو دقومي مشرانو اوځوانانو یوه کمیټه جوړه کړي اوبیا دغه کمیټه دنده لري چي په خپلو کلیواوسیموکی نورخلک وهڅوي چی دکثافاتو په راغونډولوکی له ښاروالي سره مرسته وکړي
په غونډه کی یوشمیر کسانو ژمنه وکړه چی له نن نه ورسته به دسیمي خلک پدی مجبوره کړي چی دکورنودمخوڅخه کثافات وباسی. دامهال په زابل کی دخلکو دنه پاملرني له امله په ښار اوکوڅوکی کثافات زیات دی اوددغه کمیټي غړي وایی له دي نه وسته به خلک پدي برخه له ښاروالي سره مرسته کوي