کور / اقتصادي / نړيواله سوداګري

نړيواله سوداګري

د تاريخ په لومړيو وختونو کې د انسانانو اړتياوې ساده وې. نو له همدې کبله انسان تر ډير بريده پر ځان بسياوو خو کله چې انسان پرمختګ وکړ، د انسانانو په اړتياو کې زياتوالی راغی د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره نورو ته اړ شو،چې دغې اړتيا سوداګري رامنځته کړه د توکو تبادله د ګټې په منظور په مسلسل ډول سوداګري بلل کيږي يا سوداګري د توکو اخېستل او خرڅولو ته وايي.
همدارنګه کولای شو سوداګري داسې هم تعريف کړو:ټولې هغه کړنې چې د توکو تبادله له توکو يا پيسو سره کوي سوداګري بلل کيږي.هغه سوداګري چې د هيواد په داخل کې د وګړو ترمنځ تر سره کيږي کورنۍ سوداګري بلل کيږي او هغه سوداګري چې د دوو هېوادونو د سوداګرو تر منځ توکي او چوپړتياوې تبادله کيږي يا هغه سوداګري چې په هغې کې د نړۍ بيلا بيل هيوادونه توکي او چوپړتياوې تبادله کوي نړيواله سوداګري ورته وايي.
سوداګري له کورنيو پيل شوه تر بيلا بيلو ټبرونو ورسيده، خو کله چې د انسانانو په اړتياو کې زيات والى راغلی ټبرونه خو لا څه چې ډيرو پرمختللو هيوادنه هم نشو کولای چې د خپلو خلکو اړتياوې پخپله پوره کړي. د خپلو خلکو د اړتياو د پوره کولو لپاره نور هيوادنو ته اړ شول، تر څو له هغو هيوادنو چې توکي له خپلو اړتياو زيات توليدوي خپل هيواد ته وارد کړي چې ورسره نړيواله سوداګري هم رامنځته شوه او زموږ د اوسنۍ څيړنې سکالو هم نړيواله سوداګري جوړوی.
موډرنې ټيکنالوژۍ نننۍ نړۍ ډيره کوچنۍ او نژدې کړې ده. نن د نړۍ ټول ملتونه په يو ډول په خپلو کې اقتصادي پيوند لري.نړيواله سوداګري د بيلا بيلاو هيوادنو د ملتونو او خلکو په پيوند ورکولو کې ډير اهميت لري. دغه سوداګري د بيلا بيلو هيوادنو تر منځ د توکو او چوپړتياو د تبادلې څرنګوالی، پرته له عامل او وسيلې په پام کې نيولو څخه تر غور لاندې نيسي.د نړيوالې سوداګرۍ سکالو(موضوع) په اروپا کې 15او 18 ميلادي پيړيو کې د مرکنتالستانو زمانه کې مطرحه شوه.په هغې زمانې کې عقيده دا وه چې د هر هيواد ګټه به په دې کې وي چې صادرات يې ډير او واردات يې کم وي، هغوي د هيواد اقتصادي وضع او حالت د ښه کولو لپاره د ګمرکي قوانينو او خنډونو وضع کولو پلويان ول هغوى دا استدلال کاو،که يو هيواد په دې بريالى شي چې خپل صادرات زيات او واردات کم کړي نو کولای شي سره زر او سپين زر لاسته راوړي او په پای کې دهيواد اقتصادي وضعه د کورنيو توليداتو د اندازې د زياتوالي له لارې ښه کړي ولې دغه سياست د اتلسمې پيړې په نيمايي کې د اقتصاد پوهانو تر سختو نيوکو لاندې راغی.
ډيويډهيوم پر دې عقيده و که سره زر او سپين زر واردول په لنډه موده کې ګټور تماميږي او په اوږدې موده کې کيدای شي د اقتصادي زيانونو سبب شي.د ساری په ډول د سرو زرو زياتوالي په اقتصاد کې د ډېرګرځښت (راکړې ورکړې) او په پايله کې د توکو د بيې اوچتيدو سبب کيږي،هغه څه چې مونږ ورته نن ورځ انفلاسيون يا دپيسو پړسوب وايو.

ايډم سميت چې داقتصاد د علم د پلار په نامه مشهور شوي دی اود ملتونو پانګې مشهور کتاب ليکوال هم دی، د هغوی نظريې تر سختو نيوکو لاندې نيولي ده او پر دې عقيده وو چې ټول زيدخله هيوادونه له سوداګرۍ څخه ګټه وړي. استد لال يې کاو چې د ګمرکي خنډونو لېرې کول او د ازادې سوداګرۍ ټينګول د ټولو زيدخلو هيوادنو په ګټه تماميږي.

ايډم سميت پردې عقيده و چې د هيوادونو ترمنځ ازاده سوداګري به د کار دويش ډول ښه کړي او هيوادونه به وهڅوي تر څو خپل توان اوشته د هغو توکو په توليدمتمرکز کړي چې هغه دنورو هيوادونو په پرتله ورته ارزانه تماميږي. همدارنګه هغه به ويل:د توکو د بيو ترمنځ توپير د هغو د وړلو او راوړلو سبب کيږي .

ايډم سيمت پر دې عقيده و چې د توليد لګښت د بيو د ټاکلو ډير اړين عامل جوړوي. له همدې امله (مطلق مزيت)نظريه رامنځته کړه په دې استدلال سره چې يو هيواد د هغو توکو په توليد کې تخصص پيدا کوي چې دهغه په توليدکې مطلقه لوړتيا ولري. د ايډم سميت خلاف ډ يويډريکارډو د کلاسيک اقتصاد پوه استدلال کاو، که يو هيواد د ټولو توکو په توليد کې له نورو هيوادونو مطلقه لوړتيا هم ونلري کولای شي له نړيوالې سوداګرۍ څخه ګټه پورته کړي چې ريکارډو د نسبي ګټې نظريه رامنځته کړه. د دې نظريې په اساس که يو هيواد د اړتيا وړ توکو په توليد کې نظر نورو هيوادونو ته مطلق مزيت ونلري کولای شي له دغه هيواد سره دسوداګرۍ په ټينګولوسره ګټه پورته کړي. دساری په ډول که لومړی هيواد کولای شي خپل توان اوشته د هغو توکو په توليد پورې متمرکز کړي چې د هغه توليد کې لږه لوړتيا ولري او هغه بل هيواد ته صادر کړي او ډيره ګټه لاسته راوړي،نن ورځ هم د ريکارډو دغه نظر په ډير لږ بدلون سره د اقتصاد د علم په بهير کې ډير مهم نظر ګڼل کيږي.

نړيوالې سوداګرۍ د تاريخ په اوږدو کې ډيرې لوړې او ژورې تيرې کړي دي.زيات شمير هيوادونو نړيواله سوداګرۍ دزياتې پانګې د لاسته راوړلو اوپه نورو هيوادنو کې د نفوذ پراخيدو او په پای کې د هيوادونو د لاندې کولو د يوې موډرنې لارې تعقيب کولو د وسيلې په توګه استفاده کړې، زياتو نورو هيوادونو چې ځان يې په کمزوري موقعيت کې ليد، هڅه يې کوله چې په هر ډول چې ممکن وي د مقتدرو هيوادنو د نفوذ په وړاندې ودريږي.دغو هيوادونو ازاده سوداګرۍ په خپل زيان وبلله له بلې خوا ازادې سوداګرۍ د سيالۍ ستونزه رامنځته کړه ځکه د نړۍ صنعتي هيوادونو په موډرنو توليدي صنايعو او ښو ټرانسپورټي وسايلو لرلو سره تل دا هڅه کوله چې دنړۍ بازارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د کمزورواوبېرته پاتې هيوادو دځوان صنعت لپاره شرايط سخت کړي.