کور / مرکه / د اغاجان معتصم دمرکې پښتو ژباړه

د اغاجان معتصم دمرکې پښتو ژباړه

الاحـد 01 ربيـع الاول 1434 هـ 13 يناير 2013 العدد 12465
لاندي متن دهغي مرکې کټ مټ ژباړه ده کومه چي ملامعتصم اغاجان دالشرق الاوسط دورځپاڼي له خبریال محمد الشافعي سره کړي او په ۱۳-۱-۲۰۱۳ دیکشنبې په ورځ په نوموړي ورځپانه کي نشر شوي ده په لاندیني لېنک يې لوستونکي هلته هم لوستلای شي .
http://www.aawsat.com/details.asp?section=4&issueno=12465&article=712846
(محمد الشافعي)

ملا اغاجان معتصم هغه څوک دی چي تر ۲۰۰۹ مېلادي کال پوري دطالبانو دغورځنګ دسیاسي کمېټې مشروو. هغه ددې غورځنګ دمخکښانو پېژندل شوي څېره ده، په قندهار کي زېږېدلی، دافغانستان دجنوبي سېمو په دیني مدارسو کي يې زده کړي دي او په ډېره اساني سره په فصیحه عربي ژبه خبري کوي، معتصم چي دطالبانو په بنسټپال غورځنګ کي په منځلاري مسلمان سره پېژندل کېږي، هغه یو وخت دطالبانو دواکمنۍ پرمهال چي له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پوري یې دوام درلود دمالي چارو وزېر هم پاته شوی دی.
ملا معتصم چي له امرېکایانو سره دخبرو اترو ملاتړ کوي دپاکستان دکراچۍ په ښار کي په یوه قاتلانه برېد کي په نښه شو او نژدې وو چي ووژل شي . هغه پخپله مرکه کي چي له الشرق الاوسط سره يې دبرېښنالیک له لاري کړي نړۍ وال دېته رابولي چي په افغانستان کي ۱۱ کلنه جګړه باید پایته ورسېږي، دسولي خبري اتري وشي، بندیان ازاد کړل شي او دسولي دپروسې دګړندېتوب لپاره دغورځنګ په مشرانو تپل شوي بندېزونه لېري شي. امنیتي شورا تېرکال دملا معتصم نوم دهغوطالب مشرانو له لیسته واېست کوم چي ورپسي ګرزېدل دمرکې متن په لاندي ډول دی :

(پوښتنه) انګلستان چي په افغانستان کي دشتون له پلوه دناټو دځواکونو دوهم هېواد دی ، وزېر اعظم ډېوډ کامرون يې دوکېلانو دشورا په مخکي اعلان وکړ چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به د ۹۰۰۰ پوځیانو له جملې ددغه هېواد ۳۸۰۰ پوځونه وباسي تاسو څه فکر کوﺉ چي دابه دکرزي له ادارې سره داټکل شویو خبرو اترو په مسېر څه ډول اغېزي ولري ؟

(ځواب) په افغانستان کي دجګړي ددوام څرګند لامل یوهم دبهرنیو ځواکونو شتون دی، ددې لپاره چي پدې هېواد کي سوله راشي او امنیت ټېنګ شي دهمدغو ځواکونو اېستل يې یوه غوره لار ده، او دافغانستان ولس غواړي چي دناټو ځواکونه ووځي، ځکه نو دانګلستان دوزېر اعظم ډېوډ کامرون داعلان چي هغه خپل ځواکونه باسي تود هرکلی کېږي اوموږ دا دجګړي دپایته رسولواوددائیمي سولي اوثبات راوستلودپاره ښه پیل ګڼو، داچي انګلستان له امرېکا وروسته په افغانستان کي دځواک له پلوه دوهم هېواد دی ځکه خو موږ پدې باور یو چي دهغوی وتل به په نورو ځواکونو هم مثبته اغېزه ولري .

(پوښتنه) تاسو څه فکر کوﺉ چي په ۲۰۱۴ کال کي دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به سیاسي صورتحال څه ډول وي ، کرزی خو ډاډه دی چي دایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان له هېڅ ډول امنیتي ګواښونو سره مخ نشي ؟

(ځواب) هو، رښتیاهم افغاني چارواکي په بهرنیو مرستو متکي دي داسي معلومېږي چي دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به موجوده رژېم بې سېکه شي، ځکه خو به ښه دا وي چي دبهرنیو ځواکونو له وتلو مخکي افغاني لوري په یوه ملي ستراتېژي توافق ته ورسېږي ، دا ډول توافق به دامنیتي وضعي په ښه والي کي مرسته وکړي او دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دګډوډۍ مخه ونیسي .
کورنۍ جګړي دهېچا په ګټه نه دي ، دروسي ځواکونو له وتلو وروسته زموږ ولس له کورنیو جګړو ډېر تکلیفونه وګالل، ځکه خو زه ټولو افغاني خواووته په ټېنګه وایم چي دبهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکي په یوه ګډ ملي میکانزم سلا شي اوپه يایله کي یي يو ممثل او رښتونی حکومت را مینځ ته شي تر څو په عادلانه او صادقانه ډول ولس او هیواد ته دخدمت مصدر وګرځي .

(پوښتنه) داسي ډېر ویل کېږي چي دطالبانو په منځ کي تندلاري او منځلاري شته او دوی غواړي چي له منځلارو سره خبري وکړي ایا دا وېش رښتیا دی اوله څو ورځو په فرانسه کي دخبرو اترو دروان بهېر حقیقت څه ډول دی؟

(ځواب) دطالبانو په لیکو کي دا ډول وېشونه نشته، طالبان دفکر او تګلاري له پلوه یو غورځنګ دی، خو په سیاسي ډګر کي دوه ډوله درېځونه دي، لومړی درېځ دا دی چي یوازي له نظامي لاري دښمن اېستلو ته اړکړي هغوی سیاسي حل لاره ځکه نه خوښوي چي له سوله اېزي لاري درواني جګړي دپایته رسولو لپاره دناټو دمشرانو په څرګندونو او وعدو باور نلري ځکه خو نظامي حل ته په سوله اېز حل ترجیح ورکوي .
دوهم درېځ دادی چي په بهرنیو ځواکونو له نظامي لاري هم پشار واچول شي ترڅو خپل ځواکونه وباسي خو ددې ترڅنګ په هغو خبرو اترو کي ونډه اخیستل ډیر غوره ګڼي کوم چي امرېکایان او بین المللی ټولنه يې دافغاني لانجې دحل لپاره وړاندېزونه کوي، موږ په افغانستان کي داړوندو خواوو درانژدې کولو په موخه دفرانسې غونډي ته دیوه مثبت ګام په سترګه کورو او دېته ورته نوري غونډي هم باید جوړي شي.
(پوښتنه) له امرېکايي لوری څخه وخت ناوخته داسي اورېدل کېږي چي هغوی خبرو اترو ته چمتو دي او دروغي جوړي لپاره يوه ستراتېژي شته، تاسو يې څه ډول انګېرﺉ؟
(ځواب) موږ دافغانستان په قضیه کي دامرېکامتحده ایالات یو مرکزي لوبغاړی ګڼو، دخبرو اترو له لاري دجګړي ختمولو او دسیاسي بهېر دپیلولو لپاره دامرېکا چمتووالی یومثبت کار بولو.
داخو هغه څه دي چي موږ لا ډېرپخواورباندي ټېنګار کاوه خو هماغه وخت امرېکا زموږ خبره نه اورېدل او زموږ په ضد يې دپوځي یرغل لاره خوښه کړه، روانه جګړه خو دامرېکایانو له لوري په موږ تپل شوي ده، موږ خو یواځي او يواځي دخپل هیواد او ملت نه دفاع کړي ده.

(پوښتنه) ملګرو ملتونو دطالب مشرانو په ۱۳۲ کسانو بندېزونه وځنډول ترڅو دهغوی لپاره دګټوروخبرو اترو په غونډو کي دګډون په موخه دسفرکولو اسانتیا وي برابري کړي تاسو څه پکي وایاست؟

(ځواب) پدې کي شک نشته چي دطالبانو دمشراونو له مخي دټولو موانعو لېري کول او دسولي په خبرو اترو او سیاسي غونډو کي دهغوی دبرخي اخېستلو لپاره داسانتیاوو برابرول دسولي په پروسه کي مرسته کولای شي خو غوره به داوي چي تورلسټ ختم کړل شي او هغه ټول بندیان خوشي کړل شي چي لا تراوسه دامرېکایانو او افغاني حکومت په زندانونو کي بي سرنویشته پراته دي، که امرېکا رښتیا هم غواړي چي دسولي اوخبرو اترو پروسه بریالۍ شي باید هغه ټول خنډونه لېري کړي کومو چي دروغي جوړي پروسه ځنډولي ده.

(پوښتنه) تاسو دسولي دپروسې په هغه پلان کي څه وایاست چي وايي تر ۲۰۱۵ کال مخکي کېدای شي دسولي دراوستلو په موخه طالبانو ته هم په حکومت کي ونډه ورکړل شي ؟

(ځواب) زه خو پخپله دهغو ټولو هڅو هرکلی کوم چي په افغانستان کي سوله راولي او دا غوره ګڼم چي دافغاني ملي مشرانو،پوهانو او مصلحینو په منځګړیتوب ټول مخالفین سره کښېني اوپه ګډه یوه ستراتېژي وټاکي او په یوه داسي طرحه متفق شي چي په هېواد کي ددائمي سولي، سوکالۍ،نیکمرغۍ اوډاډمن امنیت ضامنه شي .

(پوښتنه) په لوېدېزو خپروندویه رسنیو کي ګونګسې خپرې دي چي طالبانو او دافغانستان دحکومت نمایندګانو په سعودي عربستان کي خبري سره کړي دي همدا راز څوکاله مخکي د روژې دمیاشتي په پای کي دسعودي دپاچا خادم الحرمین الشریفین په هغه مېلمستیا کي چي طالب مشرانو او دکرزي حکومت ته پدې موخه بلنه ورکړه شوي وه چي دواړه لوري له رواني پلوه خبرو اتروته چمتو شي، په ورته ډول د اماراتو او جرمني په ناستو کي چي ملا محمد طیب اغا هم ورغلی وو ایا تاسو په کي هم ګډون کړی دی؟

(ځواب) ماپخپله پدې غونډو کي برخه نده اخیستي خو چي هرڅوک زموږ په هېواد کي دسولي دراوستلو لپاره هڅی کوي ماته دقدر وړ دی، اوپدې کي هم شک نشته چي خادم الحرمین الشریفین په اسلامي نړۍ کي لوړ مقام لري، دټول افغان ولس ډیري هیلي دهغه په لور دي او په افغانستان کي دامنیت دراوستلو په ډګر کي زیات امیدونه ورته لري، زه همدا راز د متحده عرب اماراتو او جرمني ټولي هغه هڅي ستایم چي دافغاني لانجې دختمولو په مورد کي يې په کار اچولي دي .

(پوښتنه) ایا طالبان به دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په راتلونکي حکومت کي مېرمنه دوزېري په توګه ومني او که دکور انګړ دمېرمني طبیعي ځای دی چي هلته بایدخپل ماشومان وپالي؟ او دافغاني پارلمان مېرمني وکیلاني ولي دطالبانو له بېرته راتګ څخه په وېره کي دي؟

(ځواب) ښځه دبشري ټولني نېمايي برخه تشکیلوي داښه کار دی چي دافغاني چاپېریال له دودونو سره سم هغې ته دکار کولو زمېنه برابره کړای شي، دطالبانو تر واکمنۍ وړاندي افغاني مېرمن له ډېرو ستونزو سره مخ وه او دهغو ستونزو له امله چي دطالبانو حکومت ورسره لاس او ګرېوان وو ويې نشوای کولاي چي دمېرمنو لپاره دکار زمېنه برابره کړي طالبان دمېرمنو هغه ټول حقوق مني چي اسلام ورته پېرزو کړي دي .

(پوښتنه) څو اونۍ وړاندي په کابل کي دامرېکا سفیر په ډاګه کړه چي امرېکا له ۲۰۰۱ څخه راپدېخوا تر اوسه پوري دافغانستان په بنسټېز جوړښت تر شل ملیارده زیات ډالر لګولي دي، هغوی وايي چي ډېر څه مودعمل په ډګر کي ترسره کړي دي، اوه ملیونو زده کونکیو ته مو دزده کړي زمېنه برابره کړي چي په سلوکي يي ۳۷ برخه انجوني دي ستاسو د واکمنۍ پرمهال دنجونو زده کونکیو شمېره صفر وه ، هېله من یم پدې برخه کي هم څه ووایاست!

(ځواب) دامرېکا مرستي به هغه مهال ګټوري وي چي جګړي او ورانی ورسره جوختي نه وي، هو، امرېکا دافغانستان په بیارغوني په ملیاردونو ډالر لګولي دي خو موږ دامرېکا له سفیره دا پوښتنه کووچي تاسي په هغه جګړه کي چي تاسو پیل کړي ده اوڅه دپاسه یوولس کاله يې کېږي څومره لګښت کړی !!! په هغه احصائيه کي چي واشنګټن پوسټ ورځپاڼي پدې وروستیو وختونو کي نشر کړي راغلي چي امرېکا په افغانستان کي په روانه جګړه تراوسه شپږ سوه ملیارده ډالر لګولي دي خو دبیارغوني په ډګر کي يې ټول ټال لګښت تر شل ملیارده ندی اوښتی او س دي دامرېکا سفير دا دوه شمېرې سره پرتله کړي.!!
دهغو ټولو مرستو سره سره چي امرېکا يې دعوا کوي موږ ته دافغاني ولس په اقتصادي وضعیت کي ښه والی ندی ترستوګو شوی، هلته زیاتره کورنۍ داسي دي چي ژوند يې ستونزمن، ډوډۍ يې وچه او تر شنه اسمان لاندي په خيموکي ګوذاره کوي نو دامرېکا هغه مرستي چېرته ولاړې چي هغه يې دعوا کوي؟
دطالبانو دواکمنۍ په مهال نجونو دکابل په پلازمېنه او دنورو لویو ولایتونو لکه دقندهار، ننګرهار او مزار شریف په پوهنتونو کي دطب په څانګو کي زدکړي ترسره کولې همدا راز دروغتیا په برخه کي ورته دکار کولو زمېنه برابره وه .

(پوښتنه) که تاسوته بیا واک وسپارل شي ایا له تاسوسره داسي اقتصادي ، ټولنېز او دپرمختګ پلانونه شته چي دافغانانو دژوندسطحه لوړه کړي؟ اوتاسوبه له بهرني نړۍ سره څه ډول چلندکوﺉ؟

(ځواب) افغانستان ډېري طبیعي زېرمي لري او موږ کولای شو چي دیوه کامیابه اقتصادي پلان له مخي ورڅخه دپام وړ ګټه واخلو او موږ کولای شو چي ددې زېرمو څخه دښي استفادي په صورت کيهېواد دپرمختللو هېوادونو په قطار کي ودروو، موږ غواړ و چي له بهرنۍ نړۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره پداسي بڼه سیاسي اړیکي ټېنګي کړو چي پر متقابل احترام بنااو زموږ مشروع ګټي خوندي کړي .

(پوښتنه) يوځل بیا… که تاسو بېرته واکمن شئ ایا تاسو به القاعدة بیا مېلمنه کړﺉ او که به له تېر درس څخه چي واکمني مو پکي لاړه عبرت واخلئ او وبه يې شړﺉ؟
(ځواب) دعربو ولسونو وروستي پاڅونونوپه عربي نړۍ کي نوي بدلونونه راوستل او هلته اوس حالاتو تغیر موندلی دی فکر نکوم چي اوس به يو څوک دېته اړشي چي خپل هېواد پرېږدي او افغانستان ته کډه شي .
زموږ هغه مېلمانه چي موږ يې کوربه توب وکړ دهغوی په هېوادونو واکمنو رژېمونودوي دېته اړ اېستلي ووچي خپل هېوادونه خوشي کړي او موږ ته راشي، خو اوس په هغو هېوادونو کي چارواکو یا سیاستونو تغیر موندلی دی په همدې اساس دهغه ځای ولسونه اوس دېته زړونه نه ښه کوي چي خپل کور اوکلی پرېږدي او زموږ مېلمانه شي.

(پوښتنه) تاسو دهغه پراخ فساد په هکله چي دافغانستان په اداري اومالي سیسټم کي يي په پراخه کچه ځای نېولی دی څه وایاست؟

(ځواب) هو، دهمدغو مفسدینو فساد خو زموږ هېواد په نړۍ واله کچه دفاسدو رژېمونو په لومړي قطارکي ودراوه موږ غواړو چي ټول افغان ولس دیوه ممثل، ملي،سوچه او صالح حکومت په سیوري کي را يوځای شي.

(پوښتنه) امرېکي ځواکونه وايي چي تاسو له ایران څخه دچاودېدونکیو توکو دټکنالوژي مرسته ترلاسه کوﺉ او اوس تاسي په دي هکله ډېر پرمختګ کړی دی؟

(ځواب) موږ داډول هېڅ مرسته نده لېدلي، طالبان دبمونو او چاودېدونکو توکو په جوړولو کي له ځايي وسایلو څخه کار اخلي او تراوسه لاهم هغه زړې وسلې کاروي چي دروسانو دیرغل په مهال له تېرو جنګونو څخه په هیوادکي پاته دي .

(پوښتنه) په افغانستان کي دشخړي دختمولو په موخه په خبرواترو کي دبرخي اخیستلو لپاره تاسو کوم شرطونه لرﺉ؟

(ځواب) زموږ شرطونه څرګند دي: دبندیانو ازادول، له تورلسته دطالبانو دنومونو اېستل، له اسلامي شریعت سره سم په اساسي قانون کي بدلون راوستل، له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو وتل، او دنړۍ والي ټولني لخوا دطالبانو دغورځنګ په رسمي توګه پېژندل دي.

(پوښتنه) د ۲۰۱۱ کال د مئ په میاشت کي په اېبټ ابادکي داسامه بن لادن له مړېني وروسته اوس دتاسو اړیکي له القاعدة سره څه ډول دي؟ ایا له القاعدة څخه لاس اخیستل به له لوېدېز والو سره ستاسو دخبرو اترو چاینلونه په غوره او پراخه توګه پرانېزي؟

(ځواب) داما مخکي ويلي دي لکه څرنګه چي له نورو مسلمانانو سره موږ اړیکي پالو له القاعده سره مو هم اړیکي داسلام دعقیدې پر اساس پاللې، خو دامرېکا متحده ایالاتو پر موږ یرغل وکړ او دټولو نړۍ والو دودونو او بین المللي قوانینو په خلاف يې زموږ په هېواد تېری وکړ .

(پوښتنه) ایا له ۲۰۱۴ کال وروسته تاسو په افغانستان کي دامرېکا اډې منئ؟ او دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته داسلامي امارت ستراتېژي څه ده؟

(ځواب) په افغانستان کي دپوځي اډوشتون نه خودامرېکا او نه دافغانستان په ګټه دی، امرېکا په افغانستان کي دزرګونو پوځیانو دلرلو سره سره کومه مثبته لاسته راوړنه نده لرلي، نو دیوڅو محدودو اډو په لرلو په څنګه بری ومومي؟!
متحده ایالاتو په تېرو لسو کلونو کي ونشوای کړای چي په افغانستان کي قراري او امنیت راولي نو دیوڅو عسکري قطعاتو شتون به دجګړي له ادامې پرته نوره ګټه ونکړي .افغان ولس د پردیو ځواکونو وتل غواړي دا يې بنیادي غوښتنه ده ترڅو وکولای شي یوداسي ځواکمن حکومت جوړ کړي چي دټولو افغانانودارادو ممثل اودهغوي له ملاتړ څخه برخمن وي .
دجګړي رېښې به هغه وخت غوڅي کړی شي چي کله بهرني ځواکونه ووځي، او دا دجګړي دپایته رسولو لپاره غوره لاره ده. یومضبوط اوخپلواک افغاني حکومت هغه وخت جوړېدای شي چي دنړۍ والي ټولني ترڅارني لاندي جوړ شي او دخپل ولس بشپړملاتړ ورسره وي .

(پوښتنه) دبهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت دطالبانو واک ته رسېدل ډېري اندېښنې راپاروي چي دا کار به د پنځو ملیونو زده کونکیو په برخلیک څه ډول اغېزي ولري ، ایا دنجونو مکتبونه به وتړل شي؟ دافغانستان مېرمنو ته طالبان څه ډول ډاډېینه ورکولای شي ؟

(ځواب) طالبان به دامنیت په ټېنګښت کي زیار وباسي، دهېواد دبیا رغوني لپاره به هر ډول اسانتیاوي برابري کړي، دهلکانو او نجونو لپاره به دزده کړو زمېنه برابره کړي، طالبانو دخپلي واکمنۍ په مهال پخپلو هغو لږو امکاناتو سره چي په واک کي يې لرل دپام وړ خدمتونه ترسره کړل، خو اوسني رژېم له ټولو هغو امکاناتو او وسایلوسره چي په واک يې لري دپام وړ خدمت ونکړل .
زه پدې باوریم چي طالبان به دخپل ولس دابرومند ژوند لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي، په تېره بیا دتعلیم په ډګر کي به دهلکانو او نجونو لپاره دافغاني اصیلو دودونو په رڼا کي دپام وړ اسانتیاوي چمتو کړي.

(پوښتنه) دنشه اي توکو ستونزه څه ډول ارزیابي کوﺉ؟ ایا دا رښتبا ده چي تاسو ورڅخه دمحصول او بتې په بڼه کي لکه چي لوېدېزه خپرندویه وسایل يي نشروي ګټه وچتوﺉ؟

(ځواب ) طالبانو کله هم په افغانستان کي دنشه اي توکو کرهڼه نده تائیدکړي تر دي چي هغوی دخپلي واکمنۍ په مهال هم ورڅخه کومه ګټه وانخیستله بلکه داسلامي لارښوونو له مخي يې چي نشه اي شیان ناروا او حرام ګڼي دهرډول نشه اي توکوپه استعمال، دهغو په کرهڼه او قاچاق بندېزونه لګولي وو.

(پوښتنه) دطالبانو دغورځنګ مالي منابع څه دي؟ ایا عرب هېوادونه او خلیجي ممالک مرسته درسره کوي؟

(ځواب) دطالبانو مالي سرچېنه افغان ولس دی، دوی له هغو وسایلو او امکاناتو استفاده کوي چي ولس يې ورته برابروي، دطالبانو پاڅون دولس دارادو ممثل اودملت له منځه وو، دهغوی دپاڅون موخه داوه چي هېواد له ټوټه ټوټه کېدو وساتي او هغه اسلامي نظام راولي چي دهغه په لار کي زموږ ګران ولس بې شمېره قربانۍ ورکړي وې..

(پوښتنه) دطالبانو وګړي په څه ډول دژوند چاري پرمخ بيايي هغوی پیسې او معاشونه له کومه ترلاسه کوي ایا هغوی معاشونه په افغانیو او که په ډالرو اخلي؟

(ځواب) تاسو وینئ چي دبهرنیو ځواکونو په خلاف جګړه یو مشروع مقاومت او دالله تعالی په لار کي جهاد دی هغوی په دي لاره کي هېڅ ډول مادي مرستي له هېچا څخه هم نه ترلاسه کوي، هغوی خپله دیني فریضه سرته رسوي، هریويې خپل ځان او شتمني دالله تعالی په لار کي لګوي او شهادت ته هرکلی وايي موږ په ډالرو معامله نکوو .

(پوښتنه) ایا طالبان دقضایاوو دحل لپاره مفتي لري او که دکرزي دحکومت مفتیان دټولو افغانانو ترمنځ پرېکړي کوي؟

(ځواب) طالبان په هغو سیمو کي چي ددوی ترواک لاندي دي خپل شرعي قاضیان او مفتیان لري او زیاتره افغانان پخپلو لانجو کي هغوی ته مراجعه کوي، دطالبانو قضايي نظام په ډېر ټېنګار سره هڅه کوي چي دافغانانو ترمنځ په جنايي او حقوقي چارو کي عدل قایم کړي، نه خو له چاڅخه بډي اخلي او نه په ناروا دچا سپارښت مني، دطالبانو قاضیان ټولي شخړي داسلامي لارښوونو په رڼا کي هواروي .

(پوښتنه) ملاوکیل احمد متوکل او ملا عبد السلام ضعیف چي په پلازمېنه کابل کي ترجبري هستوګنه لاندي ژوند کوي ایا دهغوی پاڼي نوري سوځېدلي دي او که په راتلونکي وخت کي هم یو سیاسي رول لوبولای شي؟

(ځواب) دطالبانو دواکمنۍ په مهال ملا عبد السلام ضعیف په اسلام اباد کي دطالبانو سفیر وو اومولوي وکیل احمد دبهرنیو چارو وزېر وو، دوی ددې غورزنګ پېژندل شوي څېرې دې او دافغانستان په چارو کي عملي تجربې لري دوی دواړه کولای شي چي دهېواد په راتلونکي کي دپام وړسیاسي رول ولوبوي.

(پوښتنه) طالبانو دخپلي واکمنۍ په مهال ولي افغاني مېرمني زده کړو ته پرېښودلې او همدا راز يې هوايي تېغني (ډشونه) پداسي حال کي حرام ګرزولي وو چي ستاسو دبهرنیو چارو وزېرملا وکیل متوکل پخپله په ورځني ډول خبري چاینلونه کتل او اورېدل؟

(ځواب) دطالبانو نه مخکي مېرمني له زده کړو راګرزولې او نه به يې بیا راوګرزوي بلکه نجونو په بېلابېلو افغاني پوهنتونونو کي خپلي زدکړي کولې، خو دافغاني ډلو ټپلو ترمنځ کورنیو جګړوهېواد له اقتصادي ناورېن سره مخامخ کړی وو، نجوني خو څه کوې چي هلکانوته هم به بشپړه توګه دزدکړو تعقیبول ناشونی وو. دطالبانو دواکمنۍ پر مهال په پلازمېنه کابل کي نړۍ والو تلوېزیوني چاینلونو خپل دفترونه درلودل چي داطلاعات اوکلتور وزارت له خوا ورته دکار کولو رسمي اجازه لیکونه ورکول شوي وو چي سي ان ان، الجزېرة او دبۍ ټي وي يې په سر کي وو چي دافغانستان پېښي يې په ورځنۍ توګه څارلې، طالبانو هم نړۍ وال خبري چاینلونه کتل او دنړۍ پېښي يې دتلوېزیون په هېنداره په پرله پسې ډول تعفیبولې، له دې څخه دا حقیقت جوتېږي چي طالبانو په کلي توګه چاینلونه نه وو تړلي خو دهېواد اقتصادي حالت دانه ایجابول چي هغوی محلي چاینلونه پرانېزي طالبانو یوازي هغه چاینلونه تړلي وو چي داسلامي مفاهیمو او افغاني عنعناتو ضدخپروني يې خپرولې .

(پوښتنه) دافغاني چارو په اړه دګاونډیو هېوادونو ددرېځ په هکله تاسو څه فکر کوﺉ؟ ماخو په وروستي وار چي کابل ته تللی وم ومي لېدل چي هلته په تېره بیا په خپرندویه وسایلو په پراخه کچه ایراني پانګونه کېږي ایا تاسو دتشیع دزیاتوالي ګواښ اندېښمن کړي نه یاست؟

(ځواب) په افغانستان کي مذهبي شخړي نشته، او موږ به زیار وباسو چي په راتلونکي وخت کي هم دا ډول شخړي پېښي نشي، پرله پسې جګړو په افغانستان کي بهرنیو لاسوهنو ته زمېنه برابره کړي ده، دومداره جګړونه یوازي افغانانو ته مادي او معنوي تاوانونه اړولي دي بلکه هغوی يې په هرڅه کي نورو ته اړ کړي دي، موږ په اسلامي نړۍ کي له خپلو وروڼو په تېره بیا په خلیجي هېوادونو کي له نېکانو بډایانو څخه دا توقع لرو چي هغوی خپل افغانان وروڼه هېر نکړي، پدې بوږنونکي حالت کي يې يواځي پرې نږدي او چي څومره يې په وس کي وي دورورګلوی په اساس مرستي ورسره وکړي .
والله الموفق لکل خیر