کور / تازه خبرونه / سټوډيو ته د موږک ورتګ ژوندۍ خپرونه ګډه وډه کړه

سټوډيو ته د موږک ورتګ ژوندۍ خپرونه ګډه وډه کړه

د بي بي سي پنځه راډيو ژوندۍ خپرونه هغه وخت ګډه وډه سوه چي د پروګرام مېلمه د پوښتني جوابولو پر وخت په سټوډيو کي موږک وليدئ او د خبرو تسلسل ځني ګډوډ سو . دا خپرونه چي په ژوندۍ بڼه خپريدله د پروګرام د يوې پوښتني په منځ کي د پروګرام ښځينه چلوونکي شيلاګ فګارټي ته وايي : دلته موږک راغلی دی ، ويانده فيګارټي چي د بي بي سي په سټوډيو کي موږک ويني حساسيت ښيي ، چيغي وهي او وايي که مي موږک خواته راسي ، که موږک زما پر لاس تېر سي زه به له کاره استعفا وکړه . دغه جريان د بي بي سي پنځم چينل جدي خپرونه لومړۍ ګډه وډه او بيا يې يو طنزي بڼه ورکړه ، دغه ټوله جريان په ژوندۍ بڼه خپور سو .


د پروګرام چلوونکې چي لومړی له خپله ځايه غورځي ، بيرته بخښنه غواړي وايي چي دا ژوندۍ خپرونه ده ، اوريدونکو ته وايي چي سټوډيو ته موږک راغلی دی ، دغه پروګرام ته نوره ادامه نسي ورکولای او رخصت اخلي .


که څه هم په ټلويزيوني او راډيويي ژونديو پروګرامونو کي د بريدونو ، اورلګېدني يا دې ته ورته پېښو پر مهال دې ته ورته پېښي رامنځته سويدي خو په ژوندي پروګرام کي ستوډيو ته د موږک ورتګ د نړۍ په ډيرو رسنيو کي ځای ونيوئ .


دغه جالب جريان په لاندي ويډيو کي ووينئ.