کوټه:وزيرانو د وفادارۍ لوړي مراسم پر ځای کړل

د لراوبر اداره | اپریل 26th, 2008


په کويټه کښې له ټاکل شوو دريو نوو وزيرانو څخه پرون دوفادارۍ لوړه واخيستل شوه چې اوس مهال دايالتى کابينى دمحکمو دوزيرانو شمير له ٣٨ څخه ٤١ ته ورسيد دوفادارۍ دلوړى مراسم په ګورنر هاؤس کوئټه کښې پرځاى شول دبلوچستان ايالت  والى ذولفقار على مګسى نوو وزيرانو ته سوګند ورکړ دوفادارۍ دلوړى په مراسمو کښې سوګند او چتونکو نوم وزيرانو دمسلم ليګ (ن) کيپتن(ر) عبدالحالق، دپاکستان مسلم ليګ(ق) سردار مسعود لونى او دپاکستان پيپلز ګوند محمد امين عمرانى برخه اخيستى وه ددغو دريو وزيرانو په ګډون سره دايالتى کابينى دغړو بشپړه شميره (٤١) ته جګه شويدتيره ورځ دڅلورو صلاحکارانو نومونه هم په ډاکه شوى ؤ. دغه دوه صلاحکاران سردار مسعود لونى او محمد امين عمرانى يوه ورځ وروسته د ايالتى وزيرانو په  توګه دوفادارى لوړى ترسره کړي دبلوچستان د٤١ وزيرانو څخه تراس مهاله پورى يوازى ١٤ وزيرانو ته محکمى ورکړل شويدى او ډيرژر به پاتى ٢٧ وزيرانو ته هم محکمى ورکړل شي په ګورنر هاؤس کښې دوفادارى دلوړى دغونډي په دغو پرتمنيو مراسمو کښې خبرى رسينو ته درپوټ ورکولو اجازه نه وه ورکړشوى.

Copyright Larawbar 2007-2024