کور / تازه خبرونه / دافغانې موسیقې مسلکي ځوانان په امریکا کي کنسرت ورکوي

دافغانې موسیقې مسلکي ځوانان په امریکا کي کنسرت ورکوي

دافغاني ځوانانو دیوه مسلکي موسیقي ګروپ (ارکستر) دلمړي ځل لپاره په امریکا کي کنسرت ورکوي.
دافغانستان دځوانانودملي او محلي موسیقي موسسه ټولنه غواړي په نږدي ورځوکي دامریکا یی ځوانانو او دامریکا دبهرنیوچارو وزارت په بلنه دروان کال دفبروری دمیاشتي د( ۳-۱۵ )پوري امریکاته ولاړشي او هلته دامریکا په دریوستروښارونوکي دافغاني موسیقي اوسندرو په زړه پوری کنسرت دامریکا یی ځوانانودملي موسیقي سره یوځاي په ګډه اجرا کړي. دفبروری په ۷ نیټه به افغاني ګروپ دکنیدی په مرکزی سترتالارکي،په ۱۲ فبروری به دنوی انګلستان په نامه په کنسرواتوریم کي کنسرت ورکړي. او په ۱۳-۱۵ نیټه به افغان ځوانان دامریکا دماریلاند دکلاسیکي موسیقي دعالی مکتب دځوانانوسره دګډوهمکاریوپربنسټ دمسلکی تجربودراکړی ورکړی ارزونه وکړي او یودبل دتجربوڅخه به کار واخلي .
احمدسرمست هغه افغان ځوان دی ،چي دموسیقي زده کړی یی په روسیه او استرالیا کي سرته رسولي دي او په ۲۰۰۹ میلادی کال کي یی د لمړی ځل لپاره په کابل کي دافغانې مسلکې ځوانانو ښوونځۍ خلاصه کړه ،چي وروسته دغه مکتب ډیر ژرد افغان موسیقي دملي انستیوت په نامه بدل شو اووروسته بیا دامریکا یی رژیسور ولیام هاروی په مرسته دافغان ملي موسقي دانستیتیوت ځوانان وهڅول شول چي په دی لاره کي ډیری لاسته راوړني ولري اودده په مرسته دافغانې ځوانانودګډکنسرت پروګرام دامریکایی ځوانانوسره تر پلان لاندی راغلي.
دځوانوافغانانو په ملي انستیتیوت کي دموسیقي ډول ډول الات لکه :رباب، تبله،واویلون او دشرقی او غربي محلي موسیقي ډولونه پکښي ځای لري چي دځوانوهلکانواوانجونوپه ګډون دمسلکي زده کړو پر بنست دموسیقي دمسلکی ا ستادانو په مټ پر مخ ځي.ددي انستیتیوت زیاتره استادان هغه امریکایان دي کوم چي په امریکا کي یی مسلکي ځانګړي زده کړی ترسره کړی دي اودافغان موسیقی دستر استادمحمدعمر دتجربوڅخه په ګټه اخیستنې سره ددي انستیتیوت تعلیمي نصاب اصلي بنسټ بلل کیږي.