افغانستان ته نړیوالي مرستي د امريکا پر ضد استعماليږي
40
په افغانستان کي د امریکي د پلټونکي اداری مشر وایی چي د امریکا مرستي د امریکا پر ضد استعمالیږي . نوموړی زیاتوي چي د ۲۰۰۷ میلادي کال راپدی خوا یو میلیارد او سل زره ډالر د افغان امنیتي ځواکونو د روغنیاتو په برخه کي مرسته سوی ده ، خو د نوموړي په باور دا پیسې تر ډیره حده ایران ته د تیلو د اخستلو په خاطر ورکړل سوی دي چي دا د ملګرو ملتونو او د امریکا د وضع سوو بندیزونو په خلاف کار دی . نوموړی وایی چي په ظاهره دا تیل د تورغونډی له سرحدي لاري افغانستان ته داخلیږي خو دا تیل له ایران څخه رانیول سوي وي .