کور / تازه خبرونه / اروپایي اتحادیه دافغانستان سره ۱۸۵ میلیونه ایرو مرسته کوي

اروپایي اتحادیه دافغانستان سره ۱۸۵ میلیونه ایرو مرسته کوي

په بروکسل کي د اروپایي اتحادیی په یوه خبرپاڼه کي افغانستان ته د ۱۸۵ میلیونو ایرو مرستي یادونه سوی ده . خبر وایی چي دا پیسي به د افغانانو له پاره د صحت او زراعت په برخه کي ولګیږي . دا پروګرام به په دوو موافقولیکونو کي تر سره کیږي چي په لومړي موافقه لیک کي به په دی پیسو د صحي خدمتونو مرکزونه په ۲۱ ولایتونو کي جوړ او ۱۴ میلیونه خلک له دی خدمتونو استفاده وکړي . ددوهم موافقه لیک په محتوا کي د کرهڼي او اوبو لګولو مدیریت شامل دی . دا مرستي به د کلیوالو د بنیادي ژوند د بدلون سبب سي . دا دواړه موافقه لیکونه به د افغانستان د مالي له وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال ، د اروپا د اقتصادي چارو مسول لاسلیک کړي .