کور / تازه خبرونه / ارباب ايوب جان:په پښتونخوا کي دخبرو له لاري امن راولو

ارباب ايوب جان:په پښتونخوا کي دخبرو له لاري امن راولو

د پښتونخوا صوبې دسائنس او انفارميشن ټيکنالوجۍ وزيرارباب ايوب جان وايې چې په په پښتونخوا صوبه کي به دامنيت دټيګښت لپاره دزوردلارې څخه داستفاده کولو پرځاى دخبرواترو لاره خپله کړل شي په پېښور کښې سياسى او ولسى مشرانو سره دخبرواترو په ترڅ کښې ايالتى وزير وويل چې دتېروڅو کالو څخه په پښتونخوا کښې بدامنۍ ستر زيان اړولۍ دى او سنۍ حکومت دولس دځان اومال تحفظ دځان دنده ګڼي او سني حکومت دتشدد اوزور لاره ردکړيده ددې ترڅنګ دکارزمينه برابرولو لپاره ايالتى حکومت صنعت کارى او پانګه اچونې ته زياته پاملرنه کوي ښاغلي ايوب جان دايالت پرټولو سياسى ګوندونو او علماوو باندې غږ کړيدى چې دايالت دامنيت په ټينګښت کښې دي مرستې او همکارى ته دوام ورکړي.