کور / تازه خبرونه / دتخارپه پوهنتون کي یوه وسله وال کس دوه پولیس ووژل

دتخارپه پوهنتون کي یوه وسله وال کس دوه پولیس ووژل

تخار: یوناپیژنده وسله وال کس دافغانستا ن دشمال ختیځ ولایت دتخارپوهنتون انګړ ته ورننوتي اودوه پولیس یی په ډزو سره ځای پر ځای ووژل.
دخبرسرچینه وایی ،چي وسله وال کس دپولیسو په مخامخو ډزوکي ټپي شویدی اواوس دتخار په روِغتون کي تردرملني لاندی دي. دتخارولایت دامنیت ریاست ویاند عبدالخلیل اسیر وایی ،چي وسله وال کس غوښته چي پوهنتون ته داخل شي .کوم وخت چي دپولیسولخوا ه ونوموړۍ ته دننوتلواجازه ورنه کول شوه ، نوهغه پرپولیسوباندي ډزی پیل کړی . دغه وسله وال کس ددي ولایت دتالقان اوسیدونکي دی.
تخاردافغانستان په شمال ختيځوولایتونوکي یوآرام ولایت دي اودنن ورځي پیښه د تخاردپوهنتون په انګړ کي یواځیني پیښه ده .