تعلیم د ټولو لپاره
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن لخوا په یو اخباري بیان کښې د تعلیمي مهم اعلان وکړل شو کوم چې به د لسمې (۱۰) فرورۍ نه تر لسم (۱۰) مارچ پورې دوام ولري.په بیان کښې د پښتونخوا د لوستونکو د سازمان زونل مشر ملګري کبیر افغان زیاته کړه چې د پښتونخوا وطن اکثره خلک د پسماندګۍ ، بې روزګارۍ او نور د ډېر سختو ستونزو سره مخامخ دي. د حکومتي واکدرانو لخوا تر اوسه پورې هڅ اقدام نه دی اخیستل شوی او هم دغه وجه ده چې د پښتونخوا وطن خلک د درپدرو او د ستونزو سره مخامخ دی. پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن هر وخت د خپلو لوستونکو سره څنګ په څنګ ولاړ دی او هر وخت یې د تعلیم او خپل زپلي اولس د پرمختګ لپاره مبارزه کړې ده. د تېر وختونو په شان
سږ کال هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لوستونکو سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن د علم د رڼا او پرمختګ لپاره،په خپل اولس کښې د شعور پیدا کولو لپاره تعلهمي کمپاین شورو کوي. په دې مهم کښې به د ټول پښتونخوا وطن لوستونکي کور په کور ګرزي او خلک به د لوست لپاره ګوماري. په بیان کښې کبیر افغان زیاته کړله چې تعلیم د هر انسان بنیادي حق دی نو باید ټولو انسانانو ته دې د تعلیم یو شان موقې ورکړل شي او تعلیم دې ټولو خلکو ته په خپله مورنۍ ژبې کښې ورکړل شي او نصاب دې په جدید ساینسي او جهاني ډول جوړ کړل شي او په تعلیمي. په بیان دوي اویل چې په تعلیمي ادارو کښې دې د اوستاذانو او لوستونکو حاضري یقني کړل شي.
مونږ هر بچی په سکول کښې
هر استاذ په کلاس کښې
او
په هرکلي کښې سکول غواړو