هلمند : د ٩ وسله والو د نيول کېدو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | فبروري 2nd, 2013


د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د وسله والو طالبانو پر خلاف ئې په ګرشک اولسوالۍ کي عمليات کړي او په پايله کي ئې ٩ وسله وال نيولي.
چارواکي وايي چي دا عمليات ئې د زمبولي په سيمه كي د ګډو ځواکونو په مټ ترسره کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024