کور / تازه خبرونه / ښاغلی کرزی د لندن په سفر روان سو

ښاغلی کرزی د لندن په سفر روان سو

ښاغلی کرزی په لندن کي د دروهیوادونو تر منځ دخبرو لپاره نن لندن ته روان سو . دا دری اړخیزه غونډه د دوشنبی په ورځ چي د ۲۰۱۳ کال د فبروری د ۴ نیټې سره برابره ده ، تر سره کیږي . د انګلستان هیواد به د افغانستان او پاکستان هیوادونو د ولسمشرانو د خبرو کوربه وي ، په دی خبرو کي به د درو هیوادونو تر منځ پرسیاسي ، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبري اتري وسي . افغانستان کوښښ کوي چي د لندن پام د افغان دولت د مخالفینو سره د خبرو په برخه کي پاکستان ته واړوي او همدارنګه پاکستان وهڅوي تر څو د افغان دولت مخالفین د صلحي د خبرو میز ته کښینوي. د لندن تر سفر ورسته به ښاغلی کرزی د ناروی هیواد ته د ستراتیژیکو اړیکو د تړون د لاسلیک لپاره ، سفر وکړي .