کور / تازه خبرونه / د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ د جګړې احتمال زياتيږي

د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ د جګړې احتمال زياتيږي

د میدان وردګو د والي په وینا د کوچیانو او هزاره توکمو قومونو تر منځ د دوو میاشتو په ترڅ کي به د داسي یو جګړې شاهد وي چي بیا به یی مخه نیول هم د دی ولایت چارواکو او هم د دولت د امنیتي چارواکو لپاره سخت کار وي .
د میدان وردګو ښاغلي والي په دې لاره کي د ارګ څخه د لوړو حکومتي چارواکو وخپلو سیاسي موخو ته د رسیدلو لپاره یوه ننګونه بولي او زیاتوي چي دا ځل جګړه به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغزیږي چي په دې کي به زموږ د ګاونډو هیوادنو موخي تر سره سي . نوموړي دا خبري په هغه غونډه کي کولی چي د کابل او شاوخوا ولایتونو د امنیت په اړه د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي تر مشری لاندي جوړه سوی وه . په غونډه کي ښاغلي غني د امنیتي چارواکو او د حکومت د ملي امنیت له شورا څخه پوښتنه کوي چي که تاسو د افغانستان او افغانانو امنیت نه سی خوندي کولای نو ایا تاسو په دی لوړ او له حسابه پورته مصرف باندي ارزۍ ؟