کور / اقتصادي / د نړيوالې سوداګرۍ ډولونه

د نړيوالې سوداګرۍ ډولونه

د نړيوالې سوداګرۍ د رامنځته کيدو اصلي عامل د انسانانو اړتياوې دي. ځکه که د انسانانو اړتياو شتون نه درلود نو نړيواله سوداګري هم نه رامنځته کيده. دا چې نړيواله سوداګري د انسانانو اړتياوې څنګه پوره کوي د يو شمير وسايلو نه شتون په هيوادنو کې. د بيلګې په توګه افغانستان ډيره ښه وچه ميوه لري. هغه هيودوانه چې وچه ميوه نلري له افغانسانه يې واردوي تر څو دخپلو خلکو اړتياوې پوره کړي.همدارنګه ځيني هيوادونه په ځانګړو توکو کې طبيعي انحصار لري،لکه د عربو هيوادونونه چې نفتي مواد لري د نړۍ نور هيوادونه مجبور دي تر څو له عربي هيوادونو نفت تر لاسه او خپلې اړتياوې په پوره کړي.

همدرانګه په نړۍ کې بعضې هيوادونه کرنيز وي، بعضې کانونه ،بعضې ډير ښه موقعيتونه لري چې د نړۍ له هيوادونوسره اړېکي ونيسي او د خپلو خلکو اړتياوې پوره کړي.له بلې خوا په نړۍ که داسې توکي هم شته چې يو هيواد کولای شي په ډير مناسب قيمت يې توليد کړي، نسبت نورو هيوادونو ته هغه هيوادونو نه چې دغه توکي نسبت دې هيواد ته په لوړ قيمت توکي توليدوي، خپله توليد نه کوي له دې هيواد څخه يې واردوي چې نړيواله سوداګري په همدې شکل هم رامنځته کيږي.نړيواله سوداګري د نړۍ د هيوادو ترمنځ په دوه ډوله ترسره کيږي :

– صادرات Export: له صادراتي سوداګرۍ څخه موخه هغه سوداګري ده چې يو هيواد خپل توليدات بل هيواد ته د پلور لپاره ليږدوي.صادراټی سوداګري په لاندې ډول تر سره کيږي.

صنعت کار:
صنعت کار بعضې وخت په خپله خپل توکي صادوري کله چې صنعت کار د مقابل هيواد د سوداګرۍ له لوري د پيرودلو غوښتنليک تر لاسه کړي له هغې وروسته توکي نوموړي سوداګر ته استوي.اوسمهال په نړۍ کې لويې لويې صنعتي فابريکې صادراتي څانګې لري چې د خبرتياو،سفري استازو او نورو لارو په وسيله په بهرنيو هيوادونو کې مشتريان پيدا کوي.

صادراتي سوداګر:
بهرنۍ سوداګرۍ په ډيرۍ وخت د صادراتي سوداګرو په وسيله تر سره کيږي.صادراتي سوداګر په هيواد کې له صنعت کارانو توکي پيري او بيا يې په بهرنيوهيوادونو کې د استازو په وسيله پلوري.

ليږد استازي:
د ليږد استازي د بهرني سوداګر په لارښوونه کار کوي.د ليږد استازي د پېر او پلورکار سرته نه رسوي، بلکې د توکو د ليږد چوپړتياوې تر سره کوي چې په مقابل کې بدله اخلي.

د واردونکو دفتر:
بعضې وخت وارداتي سوداګر په صادراتي هيواد کې خپل دفتر پرانيزي چې د دفتر کارکوونکي د خپل امر په لارښوونه توکي پيري او واردونکي سوداګر ته يې استوي.
2- وارداتImport: وارداتي سوداګري هغې سوداګرۍ ته ويل کيږي چې يو هيواد له نورو هيوادنو توکي پيري.او په لاندې ډول تر سره کيږي:

ټول پلوری سوداګر:
ټول پلوری سوداګر توکي مستقيما له بهرني هيواد څخه واردولای شي چې دا طريقه د صادرونکي او واردونکي تر منځ د ليک په وسيله صورت نيسي.
د پيرودلو بهرنى دفتر: ډيري وختونه واردونکي سوداګر په صادرونکي هيواد کې دفتر پرانيزي چې د هماغه دفتر له لارې توکي واردوي.