یزدي فرخي هغه شاعرچي شونډان یې وروګنډل!
محمدیې نوم فرخي یې تخلص اومحمدابراهیم یې دپلارنوم وو،په ۱۳۰۶ هجري کال په یزدکي وزیږید ، لومړۍ ښووني یې هم هلته ترسره کړې،ورپسې دیزد دانګرېزي مشنرۍ په مدرسه کې زده کړي پیل کړې ،لاچي پنځلس کلن وو،ملت اووطن یې ټول راپاسېدلی وو:
دعیسوي مدرسې دمذهبي تبلیغ په خلاف یې یونظم ولیکلو هم دا ډول دمدرسې مسولینو فرخي دخپل مکتب څخه خارج کړو ، او دهغه نظم یوڅو بیتونه دا ډول وو:
سخت بسته باما چرخ عهد ست پیمانی
داده اوبهر پستی دستګاه سلطانی
دین زدست مردم بردفکرهای شیطانی
جمله طفل خود بروند درسرای نصرانی
ای دریغ ازین مذهب داد ازین مسلمانی
دمکتب څخه د را ایستلو وروسته یې د دوو لاسو په خواري دخپل اقتصاد زیرمه تر سره کوله لاکن ورسره، ورسره به یې دخپل رساذهن اوشوخ طبعیت لکبله شعرونه لیکل هم به یې اورول :
دمشروطیت زمانه پېل سوه او د ډیموکریټ ګوندبنسټ کښېښودل سو نوفرخي هم ددې ګوند غړیتوب درلاسه کړو دا ډول دخپلواکۍ غوښتونکو دډلي له شمېرسو یو بیت یې دﺉ:
قسم به عزت وقدرومقام ازادی
که روح بخش جهانست نام ازادی
په دا ورځوکي دا دود وو،چي دنوروز پرموقعه به شاعرقصدې لیکلې هم به یې اورولې ،فرخي د دودیزه قصیدو برخلاف بادشاه سلامت ته دتېرو شاهانو مثالونه وریادکړل اودوخت باچا ته یې دمشروطیت اوقانوني حکومت دجوړولو ترغیب ورکړو هم یې حاکمانو ته دخپل منصب اوفرض شناسۍ د وریادولو یادونه وکړه ،دهغه نظم یوبیت دا سي دﺉ :
لیک فرزندان اوقدر رانشناختند
جسم پاکش ندالکدکوب اجانب ساختند
ضیغم الدوله قشقایې حاکم یزد پردغه نظم دقهراوغضب پرنیلي سپورسو،دفرخي دشونډانو دګنډلو امریې وکړو اوپه بندیې محکوم کړو :
فرخي په زندان کي یونظم ولیکلو دتهران د ازادۍ غوښتونکو په نوم یې ورته واستولو ،اوددې وحشي سزا په اړه یې د دوﺉ پاملرنه غوښتې وه :
شرح این قصه شنو از دولت دوخته ام
تابسوز دولت از بهر دل سوخته ام
دوې درې میاشتي پس فرخي دجیل څخه په تښته تهران ته بریالی سو،دجیل پر دېوالو باندې په تورسکاره لیکلای بیت داسي پاته وو:
بزندان نګر دو اګرعمرطی
من وضیغم الدوله وملک ای
تهران ته په راتګ سره یې په ډېر زور او شورسره لیکني وکړې اوپخپلو اورجنوشعرونویې دټولو ملت پالو (قوم پرستو) پاملرنه یې ځان ته راجلب کړه :
دلومړۍ جهاني جګړې په مهال عراق ته مهاجرسو خوانګرېزانویې تعاقب پیل کړو ،فرخي له بغداده کربلا بیاموصل ته په پټه،پټه په لوڅوپښو بیرته ایران ته ځان ورسولو :
په تهران کي ډېره موده پاته سو چي قففازیانو دګولۍ نخښه وګرځولو لاکن روغ رمټ دهغه ځایه ووتو، څه مهال چي وثوق الدوله وزیراعظم انتخاب سو نوفرخي یې د ۱۹۱۹ ء دمعاهدې کلک مخالفت څرګندکړو ، او د وثوق الدوله په خلاف یې اشعارولیکل هم په دې بنایې قیدته واچولو ،دکال ۱۹۲۱ء دپاڅون په مهال یوځل بیازندان ته واستول سو :
د(حکومت فشار) په نوم یې یوه مقاله ولیکله دهمدې مقالې لکبله کرمان ته جلاوطن کړل سو هم هلته یې په زندان کي وساتلو ،وروسته دسردار معظم تیمورتاش په سفارش سره دوې میاشتي وروسته دبنده خوشي کړل سو :
په ۱۳۴۷-۱۳۴۹ هجري کال دمجلس شوریْ ملي په اوومه دوره کي دیزد له اړخه استازی وټاکل سو، په دغه مجلس کي د ده اودیوه بل کس پرته ټول دحکومت طرفداران وو :
فرخي داستبداد اودیکتاتورۍ کلک مخالفت څرګندکړو،دهمدې لکبله یې دمجلس دنورو غړو څخه ښکنځل اوبدردهم واورېدل ،یوار خویې په کوتکانو هم وډبولو،اخرچي له هره لوره محاصره سو نویې بستره واخیستله دمجلس په تعمیرکي یې پناه واخیستله لاکن یوه شپه په پټه ورک سو،چي وروسته په ماسکوکي ولیدل سو ،ورپسې برلن ته ورسېدو ،هلته هم په کراره نه وو،په (پیکار۰ مجله کې دظالم حکومت د زور او جبر په خلاف زوروري مقالې ولیکلې دایران دسفیرله اړخه مقدمه هم ورباندي وچلیدله لاکن بچ پاته سو:
بیایې د(نهضت) په نوم یوه ورځپاڼه پیل کړه ،تراوس یې دوې یادرې ګڼي خپرې سوی وې چي دایران دحکومت په غوښتنه یې له برلن څخه فرخي وشړلو :
په ۱۳۱۱ ش کال تهران ته راستون سو اقتصادي بدحالیو په مخه کړی وو،کال نه تېرچي د۳۰۰۰ ریالو پوروړي ته دنه ورکولو په عوض دجیخانې نصیب سو،هلته یې هم ناکراره طبعیت ناکراره پاته وو،اوپه ډېره چټکتیاسره یې دحکومت خلاف لیکل کول،اخرپای چارواکود(شهرباني زندان) ته واستولو هلته یې زور زیاتی اوسختي ورباندي روا وګرځولې :
یوه شپه (۱۳۱۶ ش) ترمقدارډېرزیات افیوم خوړلي ووچي خپل ځان ووژني خوپروخت دخبرتیالکبله یې ډاکټرژوندوژغورلو لاکن ددې جرم په سوب یې لومړی ۲۷ میاشتي بند وروسته یې ۳۰ میاشتي نوردبندسزا ورته واوروله ،فرخي پخپله دفاع کي هیڅ هم ونه ویل تش یې دومره وویل :
(وروستی اوحتمي قضاوت به خلګ کوي ) !
یوه ورځ یې (شهرباني زندان) کې په لوړ ږغ ویناپیل کړه اونوربندیان یې دخپلو بدو اوستړو حالاتو خبردارکړو ،فرخي یې په یوه تنګه توره تاریکه اوچټله کوټه کي ساتلی وو ،په دا ورځ یې ډېرکلک وډبولو په ډبولو ،ډبولو یې بې سده کړو له دازندان یې (قصرزندان) ته تبدیل کړو :
دکړنګ ژمي په شپوکې دخوراک اولباس هره ناارامي ورته چمتوکړې وه او دده دیاغي روح دکوټلو هره چاره یې وکړه خوده یې هلته په زندان کي هم دهرجبرمردانه وارمقابله وکړه ویې لیکل :
پیش دښمن سپرافګندان هست محال
در ره دوست ګر اماده جګه
مخبرانو شکایت وکړو چي هغه دیاغي اشعارو په اورولو سره بندیان بغاوت ته اماده کوي نوځکه یې فرخي دهغه زندانه د(موقت) زندان ته واستولو،هلته یې په یوه توره ،تنګه سړه کوټه کې بندي کړو، داسانتیا اومرعاتو ټولي لاري یې ورباندي وتړلې نورفرخي دلته په مرګوني حالت کي پاته وو، هروخت به یې دخپل مرګ ارزو پزړه کي ګرځوله ،لاکن دحکومت چي دلته زړه په سوړ نسو نویې یوه روغتون ته انتقال کړو هم هلته یې په کومه زهرجنه دوا ووژولو ،دمرګ نیټه یې ۱۳۱۸ لمریزکال وو:
فرخي دتوپان په نوم ورځپاڼه هم خپره کړې وه،دا ورځپاڼه تراووکلونو په وقفه،قفه سره خپرېدله اوشپاړس ځله حکومت توپان ورځپاڼه وتړله ،توپان دخپل وخت دبهترینو ورځپاڼو څخه هم یوه وه په دې ورځپاڼه کي پرسیاسي املي موضوعاتوباندي خورا تندي شوخي مقالې به خپرېدلې ،دهري ګڼي سرلیکنه به یوه څلوریځه اوپای به یې یوه غزل درلوده ،پراتم کال یې توپان اونیزه وګرځوله خوتریوه کال وروسته یې دوام ونکړو :
دفرخي دیوان دشاه حسین مکي په زیارسره خپورسو چي ۱۸۶ غزلي ،۱۷۶ څلوریځي اودځینو مسمطاتو پرته څه نظمونه هم لري :
دعشقي اوفرخي ژوندون ډېرزیات سره ورته دﺉ ،هغه هم ځوانیمرګ سو،له کورني ژونده بې برخي پاته سو د(قرن بیستم ) په نوم یې ورځپاڼه خپروله اودحکومت په خلاف به یې تیزي اوشوخي لیکني کولې عشقي هم په مهاجرت اوقیدوبنډ محکوم پاته سو اودحکومت دجبر نخښه وګرځېدو ،د درپه درۍ او کړاوونو ډک ژوند یې تېرولو ،اخرپای دحکومت په اشاره سره ووژل سو :
دواړو د ازادۍ غوښتلو اواستبداد په ضد ځانونه وقف کړي وو،د دواړو په شعرونو کي بغاوت درسترګو کیږي ،عشقي په هنري ټ،ګه ترفرخي غښتلی دی ،ولي چي په شعرکې دنووژانرونو تجربې وکړې اودلومړي ځل لپاره یې په ایراني شاعري کي (اوپیرا)ولیکله ،فرخي اکثره،دسعدي ،خواجه اودحافظ په انداز کي غزلي اوڅلوریځي ولیکلې یوونیم مسمطات لري،مربع ،مخمس اومسدس یې هم ولیکل :
فرخي بیخي خدایي طبع درلوده نوځکه په طبعي توګه یې شعرونه موزون او روان وو،ساده ورځني الفاظ او په اسانه بحرونو کي به یې غزلي لیکلې ،کله کله به یې دتجانس،مراعات لفظي اوابهام به یې هم په کار اچولو دا ډول په شعرکي دښکلاراپیداکولو هڅه به کوله ،لاکن دتکلف اوتصنح څخه خلاص دی دمثال په توګه دابیتونه یې وګورﺉ:
تجانس حروف
شیخ وشباب وشاه وشاهدسخه وشبروشدند
متفق برازادی واستقلال ما
مادر ایران نشد ازمرد زایدن عقیم
زان زن فرخنده رافرزانه فرزند یم ما
مراعات لفظي او ایهام
مکمل ازسرخی خون روی سفیدندولی
هیچ ملت سیه بختی ایران نیست
چودربستم ومست ازمی تابش کردم
ماه اګر حلقه بدرکوفت جوابش کردم
دفرخي دکلام بهانده اروا دفرخي جوش اواخلاص دﺉ ،دفرخي د سوزان زړه ریږدادده په شاعري کي له ورایه ښکاري ،دوطن دخپلواکۍ لپاره دسرښندني په ارمان دﺉ ،اوداسپېڅلی ارمان هغه یو رښتونی اتل ګرځوي اودهرڅومره لوی ځواک سره دډغري توان ورته په برخه کوي ،فرخي دکړاونو اواضطراب ډک ژوندون درلود،دکورني ژوند ارامتیایې کله هم په نصیب نسوه :
کرار،کراریې دحکومت دجبراوستم تیل پرلمبوڅڅېدل اوفرخي لمبه کېدو به،اوپه کلام کي به نورشوخ اوتیزېدو ،فرخي ددې خپلي تندنویسۍ اعتراف درلود هغه ویل :
نوک کلک حق نویس تیزوتندفرخی
باطرفداران خارج ذوالفقاری میکند
دفرخي ږغ دجوش اوولولې ډک ږغ دﺉ دجبراوستم په خلاف پورته کېدونکی ږغ دﺉ اودخپلو حقوقو غوښتولوته خلګ راپاروي ،په خلګو کي عزم راویښوي ،دلوړ همت دتلقین له رویه په خلګو کي باور راپیداکوي :
روزګار او رانساز ویست همچون فرخی
هرکه باطبع بلندوهمت مردانه بود
ګویندلب یلبندچوبینی خطاز ما
راهیت ناصواب که تکلیف میکند
دفرخي په شعرونو کی ددښمن کمربندونه له منځه وړلو او له غاصبانو دخپل حق اخیستلو پېغام پروت دﺉ ،چیري،چیري دبغاوت بوﺉ هم ورځني ولاړیږي ،دده ددغه ډول د شعرونو د اورېدلو توان جابرو حکمرانانو کله درلود او د ادب په تاریخ کې داسي بې مثاله سزاورکړه چي شونډان یې وروګنډل اوهغه هم یوزمانه وه چي باچیانو به دشاعرانو خولې دجواهرتو ورډکولې ،دفرخي دغه اشعاردنمونې په توګه وګورﺉ :
درکف مردانګی شمشیرمیبایدګرفت
حق خود را از دهان شیرمیبایدګرفت
بهرمشتی سیرتاکی یک جهانی ګرسنه
انتقام ګرسنه ازسیرمیبایدګرفت
دفرخي له شعرونو جوتیږي چي دجمهوریت روح یې موندلې وه ،هغه غوښتو چي حکومت خلګوته دخیرښګیړي کارونه وکړي دخلګودجذباتو هم یې دافکارو احساس ولري ،خلګ چي څوک غواړي هم هغه دي خپل حاکم مقررکړي :
درپیش ګاه اهل خردنیست محترم
هرکس که فکرجامعه رامحترم نداشت
هربنای که تنها دندبرافکارعموم
بودګر ز اهن اوپایه وبنیاد نداشت
قسم به عزت وقدرومقام ازادی
که روح بخش جهانست نام ازادی
دفرخي څلوریځي سیاسي او ژورنالیستي اندازلري اکثریت څلوریځي یې د وثوق الدوله،متوفي الممالک ،قوام السطنته او د سردارانو د وزارتونو د جوړولو اوتخریبولو اړونددي ،پرداخله اوخارجه سیاست انتقادي بڼه لري ،په ځینو څلوریځو کي دخپل ژوند په اړه ږغیږي ،ځني څلوریځي یې پربیړنیو حالاتو دتبصرې بڼه لري ،روح یې هغه هغه دخپلواکۍ اواستقلال روح ده دویلو اندازیې زښته ساده او روان دﺉ ،دکماله ډکه څلوریځه هم هغه څلوریځه پامیږي چي دپیل دواړه مصرعې یې متوازن وي ، دریمه مصرعه یې لږلوړه سي اوڅلورمه مطلب وروستۍ مصرعې په ویلو سره ږغ راټیټ سي او د پېغام ادایګي په اورېدونکوکي دحیرانتیااو خوښۍ احساس راپیداکړي :
دفرخي څلوریځي پردې معیارډېري لږخیژي اوځني څلوریځي خویې کټ مټ دوه بیل بیل بیتونه ښکاري لکه :
رسم و ره مستوفی اګرخوب نبود
نزد همه کس این مه محبوب نبود
هنګام زمامداری اوباید
از داخله وخارجه مرعوب نبود
دفرخي یونظم(اوضاع داخله) دخپلومطالبو لکبله خورا ارزښت لري ،په اشعاروکې دطنز استعمال دنشت برابردﺉ ،صوراسرافیل،اودهخدانیر،کې طنزونه خپرول لاکن په اشعاروکي د ژورنالیستي انداز طنز امکان لري ،فرخي دودکړی وي نوځکه دایوځانګړی اوارزښتمن نظم نومولی سو :
شاعردجابرو حکمرانانو به سلطنت کي عمومي زړه ځورونکې وضاع بیانول غواړي خوپه نېغه خراب صورتحال اودرپه دري نه بیانوي بلکې وایي هرځای امن اوامان دﺉ،استراحت دﺉ خوشالي ده،لاکن هوښیاران پوهیږي چي حقیقت داسي نه دﺉ ،دمثال په توګه ددې نظم دابرخه وګورﺉ:
لله الحمدکه تهران بود ازرم بهشت
ملت ازهرجهت اسوده چه زیباوچه زشت
مشفق وباعاطفه وپاک سرشت
فقرا رانبود بستروبالین ازخشت
الغرض ازسلم وجور اثری نیست که نیست
خیرانیست که اینجاخبری نیست که نیست