دکابل په نړیوال هوا یي ډګرکي یو سړۍ د۲کیلوګرامو هیروئینو سره ونیول شو
59
دکابل دپولیسوچاواکي وایی چي نن یی دکابل په نړیوال هوایی ډګرکي یوسړۍ د۲ کیلوګرام او۱۳۰ ګرامه هیرئینوسره هغه وخت ونیوی چي نوموړۍ له کابل څخه و هند ته روان وو.
دافغانستان دمالیه وزارت وایی، چي دکابل نړیوال هوايی ډګراوس په پرمخ تللي عصری تخنیکي وسیلوسمبال دی اود هرمسافر (بګاژ)baggages یابکس ددي عصری سیستم څخه اسکین کیږی اودمخدروتوکوټول شکمن شیان له ورایه څرګندیږي.ددي وزارت چارواکي زیاته کړه ،چي په نږدی ورځوکي به نورپرمختللي عصری وسیلی دهوايی ډګردننوتلو اووتلو په ځانګړوځایونوکي ولګول شي ،تر څودشک وړکسان اومخدرتوکي په ډیجیتل ډول سره مالوم کړی.
دکابل دهوا یی ډګرپولیس وایی ،چي په تیروڅو ورځوکي یی څلورکیلواو ۳۸ ګرامه هیروئین او ۳۸ نور قیمتي توکي نیولی دی اوسر غړونکي یی دنیولووروسته اړونده ادارو ته سپارلي دي.