زابل /سیلابونو خلک زیانمن کړي
جاويد احمد تنوير
زابل کی تیروڅو ساعتونو اورښتونو ددي ولایت کڼ شمیر اوسیدونکی زیانمن کړي دی .دوي وایی سیلابونه یی کورنوته ورغلي اودوی ته یی تاوانونه اړولي دی .ددغه کسانو پروینا چی دولت پروخت ورسره مرسته نده کړي اوباید ورسره مرسته وشی .یاد کسان زیاتوي چی کورنه یی نړیدلي او اوس هم دنورو سیلابونو دراوتلو امکان شته ، دقلات یاد سیلاب ځپلی کسان پردولت ږغ کوي چی باید ورسره مرسته وشی . دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار چی ددغه سیلابونو اودخلکو دستونزودهوارولوپه موخه سیمي ته راوتلي وایی دلوی موټرونوپه واسطه دخلکو دکورنوڅخه دسیلابونو مخه نیشی . په زابل کی هرکال سیلابونه خلکوته زیانونه اړوي ځکه دغه ولایت یویخه سیمه بلل کیږي چی دژمي په موسم کی پکی بارانونه او واوري زیاتي کیږي .تیرکال کی ددی ولایت په یوشمیر ولسوالیوکی خلکوته درانه زیانونه اوښتي وه چی هغه مهال چارواکی ویل دوی ورسره پروخت مرستي کړي دی .ددي ولایت دولسوالیو لاري خامي دی چی په ژمی کی یی اوسیدونکی له مرکزسره تګ راتګ نشی کولای .