دانګلستان صدراعظم دطالبانوڅخه وغوښته چي دراتلونکي افغانستان لپاره دکرزي دحکومت سره خبری وکړي
59
دبریتانیا لمړي وزیردیویدکمیرون نن دوشنبه دافغانستان دجمهور رئیس حامدکرزی اودپاکستان دجمهور رئیس اآصف علي زرداري سره دخبروپروخت په لندن کي څرګنده کړه ،چي دافغانستان دراتلونکي سوکالي لپاره باید دطالبانوسره دخبرواترو فضا را منځته شي. هغه وویل چي دافغانستان اوپاکستان مشرانو په خپلوکي پریکړه وکړه چي کابل اواسلا م آبادبه داوږدمهالي ستراتيژکواړیکودهمکاریوتړون لاس لیک کړي.
حامد کرزی او آصف علی زرداری موافقه وکړه ،چي په قطرکي به دطالبانوسیاسي دفتر پرانیزي اودافغانستان د سولی عالي شورابه دطالبانوسره اړیکي ونیسي اودسولي په را وستلوکي به کوټلي ګامونه پورته کړی.
دانګلستان صدراعظم دیویدکامیرون وویل، چي دکابل او آسلا م آباد تر منخ دغه تړون دطالبانولپاره هم په زړه پوری پیغام دی ،اواوس ددي وخت رارسیدلې دي ،چي افغانان خپلي سیاسي ستونځي دخبراتروله لاري له مخه لیری کړي اودټولوافغانانولپاره دتل پاتي سولي هلي ځلي اوهڅي ګړندي کړی.
دافغانستان ولسمشرحامد کرزی وویل چي اوس ددي وخت دی، چي مخالفي ډلې نوردجګړوڅخه لاس واخلي اود سولي لاره غوره کړی. هغه ددیودیدکامیرون هڅي دسولي په راوستلوکي وستایلي اوګټوریي یی وبللې کرزی دپاکستان سره یی دخپلو دوستانه اړیکوپرپراخوالي ټینګاروکړی.
دپاکستان جمهور رئیس آصف علی زرداری وویل، چي پاکستان په افغانستان کي دسولی او روغي جوړی په راوستلوکي هر ډول همکاري اومرستي ته تیار دی ،هغه وویل چي دافغانستان سوله اوارامي دپاکستان سوله او ارامي ده ،پاکستان اوافغانستان کولای شی دیوه ښه ګاونډۍ په توګه ددواړو هیوادوترمنځ دورورګلوي اوریښتني دوستي احساسات له سره را ژوندی کړی او ددواړه هیوادونوبه په اړیکوکي ژور بدلونونه راشي.
دري واړومشرانوموافقه وکړه چي دسولی درا وستلواودطالبانوسره دخبرودپیلولو په اړوندبه په پاکستان کي د طالبانوبندیان خوښي کړی ترڅو دسولي اوروغي په پرروسه کي برخه واخلي.