کور / شعر / نيمه خوا تللي اشنا ته

نيمه خوا تللي اشنا ته

ستا په یاد ستا یاران ناست دي خو ته نه يې
په دُعا دې ګویان ناست دي خو ته نه یې
تاته غېږ شوې د وطن د غرو لمنیِ
ستا په قبر ګلان ناست دي خو ته نه يې
خاطرې دې غزونیِ کړي هر لورته
اشنایان دې پرېشان ناست دي خو ته نه یې
کوز اټک ته د لښکر په رسَوو کې
وطنپال په سُکان ناست دي خو ته نه یې
[اِجاره سېوۍ ] راګرځوي هیواد ته
پښتانه په بولان ناست دی خو ته نه یې
چې کړي پوریِ چَودريان له اباسينه
ملا تړلي ځوانان ناست دي خو ته نه يې
چې خانان له پنجابيانو پرې کړي پړي
افغانان په ارمان ناست دي خو ته نه يې
د وزيرو او مسيدو په پګړو کې
پوټانشيَل ښه پرېمان ناست دي خو ته نه یې
که د سوات د ازادۍ په خيال کې سپور وې
لا دې [ شټرېنګ ] ته ويالان ناست دي خو ته نه یې

مېډاوېل ، لندن
۳ / ۲ / ۲۰۱۲