توريالی ويسا:ديني عالمان او منورين دپوليو د ورکېدو دپاره کارکوي
نن په کندهار کي يوه پراخه غونډه چي هدف يې په دې ولايت او ټوله سهيلي حوزه کي د پوليو ناروغۍ محوه او په مکمله توګه له منځه وړل و جوړه سوې وه.
په دغه غونډه کي د کندهار والي ترڅنګ د ټولو ١٧ ولسواليو ولسوالانو، امنيه قومندانانو، د پوهني، روغتيا، ملي امنيت او نورو ټولو دولتي ادارو رئيسانو او په ټولو ١٧ ولسواليو کي د پرمختيايي شوراګانو رئيسانو، د ملګرو ملتونو استازو، د مدني ټولنو استازو او سلګونه نورو روحانينو او مشرانو برخه اخستې وه.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غونډي په پيل کي برخوالو ته په افغانستان او دې حوزه کي د پوليو ناروغۍ د حالت او ضررونو په اړه معلومات ورکړل او ددې مضر وايروس له منځه وړل يې د ټولني د هر فرد اسلامي او وطني وجيبه وبلل.
هغه زياته کړه چي د ماشومانو ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده چي هيڅ ډول تدواي نه لري ولي له دې ناروغۍ د خلاصون لپاره وقايه سته چي هغه واکسين دى او بايد په ټولنه کي تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته ورکول سي.
نوموړي زياته کړه د افغانستان، پاکستان او نايجريا پرته د نړۍ په نورو ټولو هيوادونو کي دغه ناروغي له منځه وړل سوې او اهداف تر لاسه سوي ولي له بده مرغه چي دغه انتقالېدونکى وايرس لا هم په افغانستان کي پاته دى او ډېري پيښي يې په سهيلي حوزه کي ثبت سوي دي.
ډاکټر پخلا وويل چي د ټولني لږه همکاري او کومک کولو ته د ټولني په اماده کولو کي د قومي مخورو او مشرانو ډېره کمه ونډه د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاينونو کي ددوى تر ټولو لويي ستونزي دي.
هغه له ټولو درګيره جهتونو څخه هم وغوښتل چي د پوليو ضد کمپاينونو سره مرسته وکړي ځکه په خبره يې چي روغتيا د هر انسان حق دى او هيڅ څوک نسي کولاى نور له دې حقه بې برخي کړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا چي په نوښت يې دغه لويه غونډه رابلل سوې وه په خپلو خبرو کي د ټولو دولتي ادارو مسؤلينو او قومي مخورو ته وويل چي تر خپلو منځونو اړيکي زياتي کړي او په ګډه سره د پوليو ناروغۍ مخه ونيسي.
نوموړي زياته کړه چي پوليو يوازي د روغتيايي کارکوونکو نه بلکه د ټولني د هر فرد دنده ده او ټول مکلف دي چي له هري ممکنه لاري په استفاده له خپلي ټولني دغه نه معالجه کېدونکي ناروغې ختمه کړي.
هغه د ولسواليو ولسوالان، امنيه قومندان، د ملي امنيت مديران او د شوراګانو رئيسان امر کړل چي هم په کمپاين کي او هم له دې ورځو ورهاخوا په نورو وختونو کي د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅي او کوښښونه زيات کړي او په تمامه معنى يې کومک وکړي.
کندهار والي وويل چي په دې برخه کي د ملا امامانو، قومي مخورو او متنفذينو ونډه او اغېز تر بل هر چا زيات دى او د ټولني ددې کټګورۍ لپاره ضروري ده چي تر نورو ډېر دغه د خير کار ته ملا وتړي.
هغه له وسلوالو مخالفينو هم وغوښتل چي بشيريت ته د درناوي او د معوصومو کوچنيانو د سالمي آيندې په خاطر دي د پوليو کمپاين په برخه کي ممانعتونه او خنډونه نه را پيداکوي او هڅه دي وکړي چي تر وسه وسه يې کومک وکړي.
د نن ورځي غونډي ته په سهېل کي د يونيسف مشر، د کندهار ديني عالمانو، د اهل تشيع هيوادوالو مشرانو، قومي مشرانو او د پوليو د وايروس يوه قرباني سوي شخص خبري وکړې او ټولنه يې ددې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره راوبلل.