ستاسو به اوس هم لا شك وې پكي ؟
گرانولوستونكو !
نن يو ځل بيا دسبوتاژ ماهرينو خپله ازموينه په بريالي ډول تر سره كړه چې هم يې زموږ د تش په نامه ولسمشر دوينا مخه ونيوه او هم يې غوږ ورتاو كړ چې سم شه كنه نو اووم اسمان ته دې توغوو،ته خو موږ راوستى يې لكـه دا خبره چې قانوني لا دمخه ورته كړې وه په هرصورت ما ته دتعجب وړ دا ده چې، نور لاڅنگه كرزي مظلوم سم شي، چې څه دولتي باامتيازه څوكۍ دي دشمال ډلگۍ يې پرې سپره كړې ده دا بې مفهومـه پارلمان هم ددوى په ولكه كې دى لنډه يې دا چې مقننه ،قضايه او اجرايه قـوه يې ټوله دې نامقدسې جبهې ته وركړې ده كـرزي بېچاره ته خو صرف يوه ټوپۍ او چپنه ورپاته ده كه دا ورڅخه غواړي نو وردې كړي هسې هم ورسره ډېربــــدښــــكاري، دا محكومه اوشرمېدلي جبهه اوس هم لا ځان په مخالفت كې شماري وا وا دادى بخت هم غازي، هم شهيد او هم روغ رمټ كور ته راغلى
قدرمنوخويندو اووروڼو!
خبرې ډېرې جدي دي كومه ټـــوكه درسره نه كوم زما په غالب گمـــان نننۍ پېښه دفهيم اوامراﷲ صالح له خوا تر سره شوې دا ځكه چې فهيم دتل په شان ځان مطرح بولې اود امراﷲ صالح له دنــدې څخه دلري كېدو اوازه ده دا چې هر څه وي وي به خوزه دا وايم چې، دامردكې ولې زما په پكتياوالو ور سمې شوې زما دلوې پكتيا يو وكيل يې راته ټپي او بل يې وواژه؟
واضع خبره ده چې په يوو غشي يې دوه هدفونه وويشــــتل هم يې كرزى وځغلاوه او هم يې په اصطلاح په پارلمان كې خپل ځان نور هم ځواكمن كړ بل دا چې ولس ته يې يو ځل بيا وښوده چې تاسې خوموږ ته تل پاتي برمته ياســـت دا خو موږ وو چې سبوتاژ موله حيرتانو څخه تر پلازمېنې كابلــــه پورې لا شپاړس كالــــــه مخكې راورساوه موږ به تل پاتې حاكيمان يو ځكه چې دمسـكو پښې څټواودواشنگټن په سـترگوكې خاورې وراچوو داده ټولـه نړۍ راغلې خوموږ جنگي جنايتكارانوته كاږه هم نه شي راكتلاى او كه وگـــــوري نوله واره روسان راغواړوپنجابيان خو هسې هم زموږ پخواني اســتادان دي او ايران خو زموږ دمسجـــد امام دى
گرانوعزيزانو!
ترڅوچې افغـــان ولس له نړېوالې ټولنې سره ديوې معقولې لارې په سر صلاح نه شي، تل به دا شغالان ورباندې حاكم وي نو راځئ چې دنړېوالې ټولنــــــې غوږونه سم ورخلاص كړو چې مه ځانونه شرموئ او مه خپل بچيان بې ځايه تباه كوئ راشئ نوردا دغلط ادرس يارانه پرېږدئ كنه نو پايلې به يې ډېرې ناوړه درته پرېوزي.
يادونه:
دپارلمـــــــــان له هغوبا احساسووكيلانو څخه هيله كوم چې ترڅوچې دا منحوثه او محكومـه جبهه رسماٌ منحل شوې نه وي دپارلمان غونډو ته دې نه ورځي اوكه ښاغلى كرزى دولس رايې ته گوري نو فوراٌدې اضطراري حالت اعلان كړي نوربه بيا هر څه ورته موږ وښيو.
منــــنه