کور / خبرتیا او پيغامونه / سلګونو افغانانو د ارواښاد خيال محمد کټوازي روح ته دعا وکړه

سلګونو افغانانو د ارواښاد خيال محمد کټوازي روح ته دعا وکړه

د پښتو ژبي ليکوال ، شاعر او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير خيال محمد کټوازی د ۲۰۱۳ کال د فبروري پر اتمه نېټه د هالنډ د روتردام ښار په روغتون کي د ۶۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيدئ . انالله و اناالیه راجعون.


د نوموړي د جنازې لمونځ د فبروري پر نهمه نېټه د شنبې په ورځ د سلګونو افغانانو لخوا د روتردام په جامع جماعت کي ادا سو، د نوموړي جنازه په کابل کي ددوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله سوه .


د ارواښاد کټوازي پاک روح ته د نارينه و او ښځينه و لخوا ددعا او قرآن عظيم الشان ختم د مارچ پر دوهمه نېټه د شنبې په ورځ د ماپښين د ۱۳:۰۰ بجو څخه تر ۱۵:۳۰ بجو پوري د روتردام ښار په مولانا مسجد جامع کي د ارواښاد د کورنۍ او دوستانو اجرا سول . په دغو مراسمو کي له جرمني ، انګلستان او بلجيم څخه هم افغانانو برخه اخستې وه.




 






د ارواښاد کټوازي زوی اباسين کټوازي د لراوبر ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل چي جنازه د سې شنبې په ورځ د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسيږي چي وروسته به ددوی په پلرنۍ هديره کي خاوروته وسپارله سي.


په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه او د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښاد خيال محمد کټوازي پر مړينه د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د لوی زغم او صبر ورکولو دعا کوي .



ارواښادخيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی او په کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيکا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی و ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .


له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و.


خيال محمد کټوازی د ١٣۵۸ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .


په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار لګياشو .


په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو .


ارواښاد کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري، نوموړي په شخصي ژوند کي هم يو خورا دينداره او پرهيزګاره شخصيت درلود ، په جلاوطني کي هم خپل هيواد ، کلتور او ادب ته وفاداره پاته سو ، په اجتماعي چارو کي يې د اروپا په کچه يې په علمي او فرهنګي غونډو او سيمينارونو کي په برخه اخستلو سره د ژوند تر پايه پوري د ګران افغانستان پرمختګ او سوکالۍ په لاره کي د ژوند ډيري تودې سړې پر ځان ومنلې .



ارواښاد خيال محمد کټوازی د ١٣٩١ لمريز کال د سلواغې پر شلمه ( ۸ فبروري ۲۰۱۳) سهار د هالنډ د روتردام ښار په روغتون کي په ناڅاپي توګه په حق ورسيدئ .


چاپ شوي اثار:


د رڼا بهير شعري ټولګه
پرېشانه ولولې شعري ټولګه
د ستورو ورا شعري ټولګه


د خپلي خاوري سره د ميني يوه خاطره : ډاکټر د درملني پر وخت راته وويل: په ستوني کي دي خاوري سته ، دا خاوري دي له وطنه راوړې ده ، زه حيران پاته سوم ، ماول که دا نور د افغانستان ټوله خاوره ولاړه ، يو څه برخه خو زما سره زماپه ستوني کي پاته ده ، که مي ډير ځوروي هم بيا هم زنده باد چي زما په ستوني کي زما سره پاته ده ، دا د وطن خاوره .



 


له ناروې څخه د احمد شکيب سرباز لاندي متن رالېږلئ دی :


له ها لیند ځخه  دغاټولو په سروګولونوکی ډکه دخیال جنازه هیوادته ستنه شوه دژورنالیزم،سیاست،علم،دشعر او ادب په ډګر کی ځلانده اوخورارغنده څیره داهورااومزدا
دمرګ په تورواوتوندوڅپو اوبادونوپه منځکی راګیره،اودافغانانو دغمجنی نړی څخه  یی مخه ښه
کړه. مینه وال.ملکری اودوستان یی په پورتنیوډګرونوکی په ویر ویرجن کړل او یوه تشه یی رامنځته کړه چه ددغی تشی ډکول څه اسانه کارنه دی کورنی اودوستانو ته یی دزړه زغم غوام
څښتن تعالی دې وبخښی
جنت فردوس دی ورته ورپه برخه شی     
دغه رغنده څیره داطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر خدای بخښلی خیال محمد کټوازی دی
خیال محمد کټوازی څرنګه چه له نوم څخه یی معلومیږی دټولو افغانانوا وپه ځانګړی توګه دپښتوژبی دنیغی شملی خیالوه.دپښتوژبی دشعراوادب خیالوه ،په بڼ کی دګلونوخیالوه ،په سیاسی ډګرکی دخپلو ملګرو دمجلسونو خیالوه ،دپت ،ست،میړانی اومهربانی خیال،دخپل ګران   هیوادافغانستان دابادی اوپرمختګ اودافغانانوسره دمینی خیال وه.


دغی مینی دسیاست ډګر ته لیواله اوراټیله کړ.لاتنکی ځوانوه چه دسبا ست ډګر ته یی را ودانګل.هوډ یی وکړ چه دوطن ملی عالی ګټو ته ژمن اودوطن دابادی او پر مختګ له پاره په هره برخه کی چه په توان وی سر ته ورسوی.ولی زیاته لیولتیا اولیونې مینه یی دعلم کلتور اوفر  هنګ سره وه.خیال محمد کټوازی خپلی لوړی زده کړی دکابل په پوهنتون دادبیاتو په پوهنځی کی دژورنالیزم په څانګه کی سرته ورسولی.دی د سره سم په رادیو افغانستان کی  یی په دنده پیل وکاوه.دخپل استعداد اونوښت له مخی په چټکی سره له یوی کوچنی اداری څا نګی وبلی لوړی ا ولا لوړی اداری څانګی ته پر مخ لاړ .                                         و 
کټوازی لا ځوان وه چه د اطلا عات اوفرهنګ دوزارت څوکی ته ونومول سو  .خدای بخښلی دخپل وزارت په موده کی دفرهنګی چارو په برخه کی انقلابی خوزښتونه رمنځته کړل..هنر او فر هنګ یی دتړلو دروازو څخه را بهر او دخلکودخوشحالولو په چوپړکی کړ..درادیو اوټلویزون دروازی یی دهنر او هنر مندا نو پر مخ پرانستی پریښودلی. هر هنر مندچه غوښتل خپل هنریی . دملی ټلویزون اورادیوله لا ری خپلو مینه والو ته ورساوه  
کټوازی دغه دهنر لړی تر پارکونو اودخلکو ګڼه ګوڼو سیمو هم ورسوله.دهنر مینه وال یی هنر ته  وهڅه ول.خیال یو ارمان دځان سره یووړچه هغه دهیواد اراممی اوابادی اوبل دلر اوبر پښتنو یووالی.مونږ دی ده په پلونو روان او دی ده ارمانونه به پوره کوو.په درناوی   
څښتن تعا لی دې وبخښی  


سرباز له ناروی