د وردګو ولايت والي د قومي مشرانو سره وکتل

عطاالله محمدي | فبروري 11th, 2013


د میدان وردګو ولایت د کوچیانو بیلابیلو قومونو مشرانو له محترم والي ښاغلي عبدالمجید خان خوږیاڼي سره د یو لړ مسایلو په اړه غونډه وکړه چې په غونډه کې له محترم والي صیب څخه د کوچیانو د نوي آمر د مقررولو، د حاجیانو په سهم کې زیاتوالی، کوچیانو ته د خپلو څرځایونو سپارل او همدا راز کوچیانو ته په مرستو کې د سهم ورکولو څخه یادونه وشوه.
د میدان وردګو محترم والي دڅرځایونو په اړه دوی ته یادونه وکړه چې نوموړې موضوع د حل په خاطر یې د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کړي دي څو دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او حق خپله حق دار ته وسپارل شي او همدا راز محترم والي صیب له کوچیانو څځه غوښتنه وکړه چې د جګړې لاره غوره نه کړي او د جګړې د مخنیوي په خاطر یې د پسرلي په رارسیدو سره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کولو وعده یې هم ورکړه. او د حاجیانو په اړه به د حج او اوقافو له محترم رئیس سره لیدنه وکړي څو د دوی سهم زیات کړي. او په راتلونکې کې چې له ولسونو سره کومې مرستې کیږي نو د کوچیانو سهم به هم په کې وي.

Copyright Larawbar 2007-2024