جاپان دافغانستان دسیمیزو بنسټیزو پروژو سره مرسته کوی
59
کابل:جاپان دافغانستان دننګرهار ولایت په دووولسوالیوکې دسیمه ییزو بنسټيزو پروژو دجوړولو لپاره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره مرسته کوې. دغه مطلب په افغانستان کي دجاپان لوی سفیر هیروشي تکهاشي دافغانستان دبهرنیوچارو دوزارت دسیاسي مرستیال جاویدلودین سره دیوه تړون د لاس لیک کولو پر مهال څرګندکړی. هغه زیاته کړه چي جاپان په تېرو ۱۰ کلونوکې دافغانستان د بیا رغونې لپاره د پام وړمرستې کړي دي او دغه مرستي د افغانستان دکليوالې پرمختيا يی پروژوسره نژدې ۲۰ میليونو ډالروته رسیږی.
دبهرنیوچارووزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین خبریالانو ته وویل چي دغه پیسې به دننګرهار په بهسود او سرخرودولسوالیوکې د ښوونځيو، کلینیکونو، سړکونو او پلونودجوړولو لپاره ولګول شي.
دیادولووړده چي جاپان دتیرو لسوکلونوپه موده کي دافغانستان سره شاوخوا څلورمیلیارده ډالره مرسته کړې اودوه ځله دافغانستان په اړه د نړیوالوکنفرانسونوکوربه و.