زابل : دیوي رغنیزي پروژی کار بشپړ شو

جاويد احمد تنوير | فبروري 12th, 2013


چارواکی وایی دیو ایس ای ډي موسسي په مرسته یی دسی اي ډي جی پروګرام لا لاري دڅه باندی شپږ سوه زره امریکایی دالرو په ارزښت  دیوي لویي رغنیزي پروژی کار بشپړ او نن یی ګټي اخستلوته ورسپارل .دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی ددي پروژي دبشپړولوپه ترځ کی ۲۲ پلچکان ، ۴۰۶۶ میتره چرۍ ، ۵۲۸ میتره استینادي دیوالونه ، ۷۶۷۶ میتره پیاده رونه ، د۴۵۰ کسانو په واسطه په اساسي ډول رغول شوی دی . ښاغلي رسولیار زیاتوي یادي موسسي په قلات ښار کی زیاتي پروژي بشپړي کړي دی چی کارونه یی ټول په اساسي توګه ترسره کړي .مرستیال والي ددغي موسسي پروژی کامیابه وبللي اوزیاته یی کړه چی نوموړي موسسه باید خپلی پروژی  دوامداره کړي دسیمي خلکوهم دغه پروژه کامیابه وبلل اوزیاته یی کړه چی ددوي دکورنومخي په اساسي دول ورغول شوی او دبلي خوا دښار یوزیات شمیر خلک پرکار لویدلي وه  .دغه اوسیدونکی وایی په سیمه کی باید ورته پروژی دوامداره شی ترڅو دارزګارو خلکو شمیره راټیټه شی


Copyright Larawbar 2007-2024