استراليا په افغانستان کي د پوځيانو په اړه سلا مشورې کوي

59 | فبروري 12th, 2013


داسترالیا ددفاع وزیرستیپن سمیتStephen Smith نن سه شنبه رسنیوته وویل ،چي داسترالیا پوځ به خپل پوځي شتون په افغانستان کې دراتلونکې کال وروسته هغه وخت اعلان کړی کله چي دامریکالخوادافغانستان اوامریکا ترمنځ په دي اړه ځانګړې پریکړي ونیول شي.
هغه زیاته کړه چي استرالیا به دناټو،ایساف اودامریکایی قواووسره دیوی ګډې مشوري پربنسټ خپل پوځي ګډون د ۲۰۱۴کال وروسته په ډاګه کړی. ښاغلي سمیت وویل،کوم وخت چي افغانستان اوامریکا د۲۰۱۴ کال وروسته دیوه ځانګړۍ پوځي تړون پریکړي لاس لیک کړې ،نوهغه وخت به استرالیا دناټودنوروهیوادودغړوپه ګډون دافغانستان د راتلونکي امنیت په ساتلوکي خپله ونډه په ډاګه کړي.
هغه وویل چي استرالیاپه کال کي دافغانستان دامنیت دساتلوله پلوه دافغان پوځ سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوی اود ۲۰۱۵ کال له پیل نه وروسته به ددریوکلنو په موده کي دغه مرسته تر ۱۲۰میلیونو ډالرو پوري و رسیږی.

Copyright Larawbar 2007-2024