د روغتيا وزيره غواړي کندهار له پوليو ناروغۍ پاک کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامي روغتيا وزيري ډاکټر ثريا دليل په صحي چارو کي د جمهور رئيس له سلاکار وزير فيض الله کاکړ سره يو ځاى د پوليو د نه تداوي کېدونکي ناروغي د له منځه وړلو په موخه کندهار ته راغله.
له هغې سره په دې سفر کي د افغانستان لپاره د خوراک د نړيوال سازمان او له کوچنيانو څخه د ملاتړ په برخه کي د ملګرو ملتونو بنياد د افغانستان د څانګي رئيسان هم يو ځاى ول.
وزيرې نن کندهار ته له رارسېدو سره سم په ولايت مقام کي له کندهار والي او د يو شمېر دولتي اداراتو له مسؤلينو سره وکتل او د پوليو ناروغۍ پر له منځه وړلو يې ورسره خبري وکړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وزيرې او د جمهور رئيس سلاکار ته د پوليو په برخه کي د کندهار د ولايتي ادارې د فعاليتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل او له هغوى سره يې پرتې ستونزي هم شريکي کړې.
نوموړي زياته کړه چي د ولايتي ادارې د مکررو هڅو او فعاليتونو په نتيجه کي اوس د هغو ماشومانو تعداد چي هره دوره به له واکسين څخه پاته کېدل له شپېتو زرو څخه ١٥ زرو ته راټيټ سوي او د ډيرو ليري پرتو ولسواليو ليري کليو ته هم د واکسين ټيمونه رسېدلي دي.
هغه ددې پروسې د لا پياوړتيا لپاره په واکسين کي د ښځو ډېر شمول د يوه ښه انتخاب په توګه ياد کړى او په دې برخه کي يې د مرکزي ادارې څخه د زيات مالي او تخنيکي ملاتړ غوښتنه وکړه.
کندهار والي همداراز وويل چي د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دي د ملي او ولايتي سطحي ترڅنګ په حوزوي کچه هم يو لړ فعاليتونه وسي او ددغو فعاليتونو د هماهنګۍ لپاره دي يو حوزوي دفتر جوړ سي.
نوموړي رضاکارانو ته د واکسين په ورځو کي د ورکول کېدونکي اجوري په اړه هم اندېښنه وښوول او دغه برخه يې هم د پوليو د ښه تره له منځه وړلو په برخه کي د يوه خنډ او جدي ستونزي په توګه ياده کړه.
د عامي روغتيا وزيري وويل چي د پوليو له منځه وړل يوازي د عامي روغتيا وزارت او په دې برخه کي د نړيوالو سازمانونو دنده نه ده، بلکه هره دولتي اداره او هر افغان مسؤليت لري چي ددې ناعلاجه ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره تر وروستي حده هڅه او هاند وکړي.
هغې زياته کړه چي افغان دولت د کوچنيانو د فلج مريضۍ په له منځه وړلو کي خورا په چټکۍ سره کار کوي او په را روانو شپږو مياشتو کي چي ددې مرض د له منځه وړلو لپاره د اضطراري وخت په توګه ټاکل سوي، ياد سوى وايرس په پوره توګه له منځه يوسي.
آغلي دليل د کوچنيانو د فلج په له منځه وړلو کي د کندهار د ولايتي ادارې نوښتونه او کوښښونه وستايل او هغه ژمنتيا چي دلته موجوده ده هغه يې د ښې رهبرۍ زېږنده وبلله.
د عامي روغتيا وزيري، ډاکټر کاکړ، د يونيسف او نړيوال خوراکي سازمان مشرانو له کندهار والي سره تر ليدني وروسته د کندهار له ټولو ولسوالانو، امنيتي قومندانانو او د ټولو کليدي اداراتو له رئيسانو سره هم وکتل او هغوى يې د پوليو په محوه کي لا ډېر کار کولو ته وهڅول.