قطر: دطالبانو استازي دمولانافضل رحمان سره د خبرو پروګرام نلري
تېره ورځ داسي خبرونه خپاره سول چي د پاکستان د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان د طالبانو او کابل ادارې تر منځ دسولي په پروسه کي د منځګړيتوب په اړه قطر ته تللی چي هلته د طالبانو د سياسي استازو سره خبري وکړي ، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره رد کړه او وايي چي نه په قطر کي دطالبانو دسیاسي دفتر رئیس او نه یې اعضاوو له چا سره کتلي او نه دلیدو کتو کوم پرو ګرام په پام کې دی.
د ذبيح الله مجاهد په ويناپه دې هکله چې کوم راپورونه خپاره شوي او یا خپرېږي د خپروونکو خپل مسئولیت دی چې واقعيت نلري .