پاکستاني علماو د کابل له کانفرانسه پريکون اعلان کړ

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 13th, 2013


اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستاني علماو د شورا مشر طاهر اشرفي په اسلام آباد کې یوې خبرې غونډې ته د چارشنبې په ورځ ( د فبروري ١٣) وويل، دوى به د کابل په هغه کانفرانس کې برخه نه اخلي چې په دې وروستيو کې پرې سلا شوي وو.اشرفي وويل دوی د مارچ د مياشتې له کابل کانفرانس سره ځکه پریکون کړی چې د افغانستان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ترهګر ګڼي.په دې کانفرانس کې به د پاکستان او افغانستان مذهبي مشران سره ټولېدل او د دواړو هېوادونو پر روانو چارو به يې خبرې کولې.طاهر اشرفي ادعا کوي چې له غونډې سره په پریکون کې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ جمعت علما اسلام، جماعت اسلامي، د مولانا سميع الحق جماعت علما اسلامي او د وفاق المدارس اتحاديه شامل دي.د پاکستاني علماو شورا مشر زیاتوي که طالبانو په دې غونډه کې ګډون وکړ نو دوی به هم حاضر شي.
ژمنه

.

Copyright Larawbar 2007-2024