د تعليم وزير : استاد په ټولنه کښي انقلاب راوستلائ شي

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2008


 دصوبه سرحد دتعليم وزير سردار حسين بابک ويلى دي چې که چرته استاد وغواړي نو په ټولنه کښې انقلاب راوستلې شي په بونيرکښې ولسي غونډې ته په ويناکښې ايالتى وزير وويل چې داستاد دنده ډيره داهميت وړده استاذان دي دخپلې دندې په اهميت سره دقوم ماشومانوته په ايماندارى مينه او محبت سره زده کړي  ورکړې او دماشومانو اخلاقي روزنه دي وکړي ايالتي وزير استاذانو ته خبردارى ورکړيدى چې ځان ديو ځاى څخه بل ځاى ته تبادله کولو هڅه دي نه کوى کني ددوى په ضد به سخت چلند وشي نوموړي ويلى دي چې ايالتي حکومت يوه داسي تګلاره چوړه وي چې دهغه پربنسټ به تبادلې دميرټ پربنياد کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024