بلجيم:ډاکټر داود اعظمي ته د سپينو زرو مډال ورکړه سو

د لراوبر اداره | مارچ 8th, 2013


مېړني دي چي ياديږي ( دډاکټر داود اعظمي د غونډي راپور )د ( میړني دي چي یادیږي ) ترسرلیک لاندي د ستاینغونډي راپور
دې راپور ته ډيرر ژر عکسونه او ويډيو کليپونه هم ور زياتيږي.


په بلجیم هیواد کي د افغان کلتوري بهیر په نوښت د افغان ژورنالیست او افغان عالم ښاغلي ډاکټر داود اعظمي د عالمانه هڅو او په نړیوال ډګر کي د بې شمیره ویاړونو د ترلاسه کولو په ویاړ ، ستاینغونډه جوړه کړل . غونډه د ۲۰۱۳ کال د فبروری پر ۲۳ نیټه بروکسل ته څیرمه د هال د ښارګوټي په سالون کي تر سره سول . غونډه د ماځیګر پر ۶ بجو شروع سول او د سهار تر۳ بجو یې دوام وکړ .




د غونډي په شروع کي د افغان کلتوري بهیر مشر امین باوري میلمنو ته هرکلی ووایه او ښاغلي انجنیر سعید ته یې بلنه ورکړل تر څو د قران پاک دایاتونو په لوستلو سره دا غونډه پرانیزي .
انجنیر سعید په خپل ښکلي ږغ کي د قران اعظیم الشان څو ایاتونه او دوعایه ولوستل .
د غونډي د پروګرام سره سم د وطن د ترانی وار راورسید او د فلسفي پښتون شاعر خان عبدالغني خان شعر ( ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما ) د ټولو ګډونوالو له خوا په لوړ اواز ولوستل سوه .
وروسته ښاغلی ډاکټر ګل افضل غونډیوال ، ښاغلی ډاکټر واحد نظري ، ښاغلی حبیب الله غمخور او د غونډي میلمه ښاغلی ډاکټر داود اعظمي د غونډي د مشرانو په نامه د میز شا ته راوبلل سول .
د غونډي ویندوی ښاغلی انجنیر حضرت سادات وو .
ښاغلي سادات لومړی ښاغلی ډاکټر ګل افضل غونډيوال دریځ ته راوغوښت تر څو د افغان کلتوري بهیر کلنی راپور واوروي .
ښاغلي ډاکټر ګل افضل غونډیوال د غونډي یو کلن راپور ولوست ، په راپور کي د افغان کلتوري بهیر د هڅو او تلاښونو یادونه وسول چي د تیر کال په اوږدو کي یې تر سره کړي دي . ډاکټر غونډیوال د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه د هڅو او تلاښونو په نتیجه کي د لراوبر کلتوري ټولني د بنسټ ، د افغانانو د ابن سینا د مسجد جوړښت ، یوه ښه لاسته راوړنه وبلل . ډاکټر غونډیوال همدارنګه د ټولني له خوا افغان مشاهر لمانځل او د تیرو لمانځغونډو یادوني وکړي . افغان کلتوري بهیر په تیرو کلونو کي د ارواښاد ننګیال ، ارواښاد ملنګ جان غونډي او همدارنګه د ښاغلي حبیب الله رفیع ، ښاغلي عبدالرحیم خدمتګار بختاني ، ښاغلي ډاکټر واحد نظري ، ښاغلي ډاکټر داود جنبش ، او دری ځلي د افغان اولس شمله ښاغلي عبدالباري جهاني په ویاړ غونډي او علمي سمینارونه جوړ کړي دي . ډاکټر غونډیوال اوسنۍ غونډه د تیرو غونډو ادامه وبلل او د ډاکټر داود اعظمي څخه یی مننه وکړل چي په خپل زیار او کوښښ توانیدلی دی تر څو داسي ځای ته ځان ورسوي چي د ټولو انسانانو او افغانانو د ویاړ سبب سي .
د ښاغلي غونډیوال تر وینا وروسته ښاغلي سادات د غونډي په لومړی برخه پیل وکړ .
د غونډي لومړی برخه د رارسیدلو پیغامونو په لوستلو پیل سوه ، په لومړي سر کي د المان هیواد څخه راغلي میلمه سید رحیم یوسفي په المان کي د کنړ د کلتوري ټولني پیغام ولوست ، ښاغلي یوسفي د داسي غونډو جوړیدل ګټور وبلل او همدارنګه د افغانستان لپاره یې چاره ګټوره وبلل .
وروسته دالمان هیواد څخه د افغان سینما تیاتر په استازیتوب له ښاغلي انجنیر فریدالله صافي څخه هیله وشول تر څو د ټولني پیغام ولولي ، ښاغلي صافي د ډاکټر اعظمي د صحت او سلامتیا تر څنګ د لا نورو خدمتونو سپارښتنه وکړل ، افغان سینما تیاتر تر یو څه مودي ځنډ وروسته اوس دادی بیا په خپل کار پیل وکړ ، دا ځنډ هم د ټولني د مشر د کاري سفر په سبب رامنځ ته شوی وو .
د بلجیم هیواد د انتورپن په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني په استازیتوب ښاغلی سهراب سهار دریځ ته راغی او د کلتوري ټولني پیغام یی ولوست . ښاغلي سهار د افغان کلتوري بهیر دغه نوښت چي خپل مشاهیر په ژوند ستایی ، وستایه ، په انتورپن کي میشته افغان کلتوري ټولنه له دوو کلنو راهیسي په رسمي ډول فعالیت کوي ، تر خپله وسه یې افغان کلتور ساتلی ، پاللی او رشد یې ورکړی دۍ .
له هالنډ هیواد څخه راغلي تاند ځوان عتیق باوري دریځ ته راوغوښتل شو تر څو د سلام کلتوري ټولني په استازیتوب خپل پیغام ولولي . ښاغلي عتیق باوري د خپل علمي پیغام يه سر کي وویل چي ، ځوانان د ټولني د خوځند اساسي ځواک دی ، ټولنه په ځوانانو اباده او ښیرازه وي . ښاغلي باوري د اوسنۍ نړۍ د کلي شکل په ډیر ښه ډول انځور کړ او ځوان او متفکر ځوانان یې د دی نړۍ د ماشین د چلولو مهم اړخونه وشمیرل ، ښاغلي باوري ډاکټر اعظمي ته د لا بریو هیله وکړل .
د خوست د ولایت له مقام څخه د ښاغلي ډاکټر داود اعظمي په نامه یو دروند اوښکلی پیغام رارسیدلی دی . بیغام د ښاغلي انجنیر سادات له خوا ولوستل شو . په پیغام کښي د ډاکټر داود اعظمي د هڅو او فعالیتونو تر څنګ د دوی ستایل د اروپا د لویو علمي ټولونو له خوا ، دا زموږ افغان اولس ته لویه بریا ګڼل کیږي . دوی په خپلو هلو ځلو کي د صلحي او ترقی لپاره لوی زحمت ګاللی او مبارزه ورته کوي . په پیغام کي د غونډي پر ګډونوالو ږغ سوی دی چي د نړیوالو توجه د افغان ځوان ټبر لیاقت ، استعداد او ځراکت ته راواړوي . نړیوالو ته وښودل شي چي افغانان له اره د صلحي او صفا کلتور په خټه کي له ځانه سره لري .
د کندهار د ولایت له مقام څخه د ډاکټر توريالي ويسا لخوا هم د ښاغلي ډاکټر داود اعظمي په نامه یو ښکلی پیغام رارسیدلی دی . په پیغام کښي خوښي ښودل شوی ده چي د داسي ځوان ستاینه کیږي او د پخوانیو دودونو پر خلاف چي یوازي زموږ هغه مشران لمانځل کیدل چي له دی نړي څخه به وکوچیدل ، خو اوس اوس زموږ ژوندي لوړ شخصیتونه لمانځل کيږي . په پیغام کښي د خوشال بابا له اشاعرو څخه په پند اخیستلو سره ټولو ځوانانو ته وړاندیز شوی دی چي د ډاکټر داود اعظمي پر پله پل کښیږدي .
دا ځل د اوکراین له جمهوریت د ادیسي د ښار د ادبي ټولني د شورا څخه رارسیدلی پیغام ولوستل شو چي په هغه کښي د ډاکټر داود اعظمي د هڅو ستاینه شوی ده . د ښاغلي ډاکټر داود اعظمي شخصیت یی د افغانانو او خصوصآ د ځوانانو لپاره بیرغ ګڼلی دی .
د کندهار ښار څخه د ځوانانو د ټولني پیغام لیکوال او شاعر ښاغلي جانان مؤمن رالیږی دی چي د ښاغلي انجنیر حضرت سادات له خوا ولوستل شو . په پیغام کي ( میړني دي چي یادیږي ) تر نامه لاندي ډاکټر داود اعظمي د میړني په نامه یاد کړی .
د هالنډ هیواد د افغاني کلتوري ټولني مشر او د لراوبر د وزیني ویب پاڼي بنښټ ایښودونکی ښاغلی عبدالله احسان دریځ ته راوغوښتل شو او د تل په شان یې خپل ځوانمردانه پیغام ووایه ، په پیغام کي په کلکه له ځوانانو وغوښتل سول چي قلم راواخلي او له ځانه ډاکټر اعظمي جوړ کړي « د بمونو او ځانمرګو وخت نه دی ، پښتانه که غواړي په نړۍ کي د اولسونو سیال سي نو د قلم او علم خوا ته دي مخه کړي » . ښاغلي احسان له افغانستان څخه راغلي دوه پیغامونه ولوستل . لومړی پیغام د بینوا د فرهنګي ټولني پیغام وو چي د ګران کندهار څخه رارسیدلی وو . په پیغام کي د دی ستاینغوندي دایرول په خپله خاوره کي نیک ګڼل سوي دي او هیله ښودل سوی ده چي داسي غونډي او داسي ځوانۍ دي نور په افغانستان کي ولمانځل سي . دوهم پیغام د افغانستان څخه د ودان افغانستان د ګوند د مرکزي شورا له خوا رارسیدلی وو چي په هغه کښي د ډاکټر داود اعظمي د هڅو ستاینه شوی ده او د ډاکټر داؤد اعظمي د تصوف او فلسفي پوهي یادونه کړی ده ، هیواد ته یی د هر یوه داسي افغان ضرورت لومړی ګڼلی دی .
وروسته د نورو پیغامونو یوازي په نامه اخیستلو بسنه وشوه . له بلجیم هیواد څخه د ګینټ د ښار( مرکز کلتوري افغانان مقیم بلجیم ) ، په بلجیم هیواد کښي د پښتونستان د مجلی د اداري هیت له خوا ، له افغانستان څخه د خدایي خدمتګارانو د ټولني له خوا ، له ناروی څخه د انجینیر احمدشاه، د اکراین څخه ډاکټر ځدراڼ او ډاکټر طاهر خوګیاڼی ،له امریکا څخه د ډیورنډ لاین د جرګی مؤسس ډاکټر متین ، د چین له جمهوریت څخه محبوب ازبک ، له دوبی څخه سید صابر اغا ، له امریکی څخه د بینوا بریښنا پاڼي مسؤل ښاغلي خالد هادي حیدري ، پیغامونه ولوستل شول . د پیغامونو په وروستۍ برخه کي په بلجیم کښي د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ د مشرتابه پیغام ښاغلي انجینیر سادات ولوست چي د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وشو .
د غونډي د لومړی برخي ویناوال ښاغلی نجیب احمدزی دریځ ته راوغوښتل سو تر څو د ډاکټر داود اعظمي ژوند لیک او د دوی پر کړنو وږغیږي . ښاغلي احمد زي په ښایسته ، اوږده اوشاعرانه وینا کي د ښاغلي اعظمي د ژوند ټول اړخونه روښانه کړل .
د غونډي دوهم وینا وال ښاغلی ویچارسینګ وو چي خپله مقاله یې « اعظمي زموږد ټولوافغانانو ویاړ دی » تر نامه لاندي جوړه کړی وه ولوستل . ښاغلي انجینیر ویچارسینګ خپله وینا په « ټیټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه /// زه په دی افتادګۍ کي لوی ګړنګ یم » شعر شروع کړل چي د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو استقبال شو ، ښاغلي ویچارسینګ ننی نړی د تخنیک او تکنالوژی له برکته پر ټولي نړۍ د استوګنو انسانانو یو ووړ کلی یاد کړ او ډاکټرداوداعظمي یی په دی تکنالوژی یو پوه افغان یادکړ.
د غونډي په دی برخه کي د خبریال ټکی کام مؤسس او د بي بي سي د راډیو پخوانی ژورنالست میرویس افغان دریځ ته راوبلل شو تر څو خپله ترتیب شوی وینا ولولي . ښاغلي افغان په لومړي سر کښي مننه وکړل چي د ډاکټر داود اعظمي لپاره داسي شانداره غونډه په داسي وخت کي چي ټول افغان ځوانان داسي پرمختګ ته ضرورت لري ، جوړیږي . ښاغلي افغان د افغانانو د یوالي او بیله تعصب څخه تر یوه چتر لاندي راټولیدل ډیر ښه زیرۍ وباله .
دا ځل ښاغلی احمدولي اڅکزی په المان کښي د دویچویله المان ږغ راډیو خبریال او د قاموسونه ټکی کام د سایټ مشر چلونکی دریځ ته راوبلل شو تر څو خپلي خبري واوروي . ښاغلي حاجي اڅکزي د ډاکټر داؤد اعظمي شخصیت وستایه او همدارنګه یی د خپلو هڅو او کارونو یادونه وکړل . په قاموسونه ټکی کام کښي ۳۵ قاموسونه اونلاین دي او اوه لکه پنځوس زره لغتونه پکښي خوندي دي .
دا ځل له ښاغلي نقیب الله رادمل څخه هیله وشوه چي دریځ ته راشي چي خپله مقاله ولولي . ښاغلي رادمل د ښاغلي ډاکټر داؤد اعظمي د ژورنلیزم پر هر اړخ خبري وکړی او همدارنګه یې زموږ د ورڼو ملتونو اتحاد تمثیل کړ او د افغانانو استعداد یې وستایه . ښاغلي رادمل د ډاکټر داؤد اعظمي ستایل زموږ د افغاني ټولنو تر وسه وبلل او زموږ د هیواد نامتو ویاړونه یی یو په یو یاد کړل .
د غونډي بله وینا د ځوان او تاند شاعر ، لیکوال او ژورنالست هارون حکیمي وه چي د ځوان او تاند زلمي ښاغلي عتیق باوري له خوا ولوستل شوه . ښاغلي حکیمي د ډاکټر اعظمي د ژوند او کار پر ټولو اړخونو ږغیدلی او هر اړخ یی سپړلی دی . « د بي بي سي راډیوټلویزیون څخه لویه او مهمه جایزه ، د محمود طرزي چي د افغان ژورنالیزم پلار ګڼل شوی دی ، جایزه ، په اروپا کي د څلویښتو کلونو څخه د ټیټ سن څلویښت مشرانو په لیست کي راتلل دا هغه ځانګړني دي چي اعظمي صیب د خپل لوړ همت او زیار او زحمت په نتیجه کي تر لاسه کړي دي . په اروپا کي د څلویښتو کلونو څخه ټیټ عمر لونکو څلویښت مشرانو په ډله کي د ښاغلي ډاکټر اعظمي ځلیدلو ته مي پر خپل فیسبوک باندي لیکلي وه / هسي په شمله کي د غاټول ګلونه نه ږدم / با با ته مي راپاته د بابا ده دغه مځکه » .
دا ځل ښاغلي سادات له سویډن څخه راغلي میلمه ، په سویډن کي د دوستی د ټولني مشر او د روزګان د محلني خپروني بنسټ ایښودونکی ښاغلي حبیب الله غمخور څخه هیله وکړل تر څو خپلي خبري وکړي .
ښاغلي حبیب الله غمخور تر ټولو لومړی هغو افغان ادیبانو ژورنالیستانو ته دوعا وکړل چي اوس زموږ سره پر دی خاکی نړی ژوند نه کوي . « افغانان اوس راویښ شوي دي ، اوس موږ خپل شخصیتونه په ژوند لمانځو ، دا شخصیتونه به د سبا لوری ټاکي ، زموږ ځوانان زموږ د هیواد راتلونکی ټاکي . موږ اوس د ډاکټر داؤد اعظمي چي د لراوبر افغانانو ویاړ دی په ستاینغونډه کي راټول شوي یو او د ستایلو تر څنګ هغه نور هم راتلونکي ته هڅوو ، موږ افغانان ډیر با پاسه یو ، ستاسو هر خدمت زموږ سره تل پاتي دی . » ښاغلي حبیب الله غمخور د خپلي وینا په پای کښي ښاغلي ډاکټر داؤد اعظمي ته په سویډن هیواد کي د دوستی د کلتوري ټولني له خوا کوم ستاینلیک چي ترتیب شوی او تصویب شوی وودغونډي دڅو تنو ګډونوالو په لاسونو ورکړ .
د غونډي په دی برخه کي د بروکسل د طب پوهنتون د دوهم کال محصل حمید باوري دریځ ته راوغوښتل شو تر څو خپله مقاله چي د ( فورټي انډر فورټي ) تر عنوان لاندي یې ترتیب کړی وه د غونډي ګډونوالو ته واوروي . ډاکټر حمید باوري خپله مقاله د کمپیوټر او پروژکتور په زریعه پر سکرین د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړل . په مقاله کي د څلویښتو کلونو عمر څخه د لږ عمر څلویښت مشرانو د ټاکلو ترتیب او د دی پروګرام هدف تشریح کړ . حمید باوري وروسته د همدی پروګرام د ۲۰۱۲ کال د ټاکنو په کوم کښي چي ډاکټر داؤد اعظمي ډیر ښه ځلیدلی دی ، ګډنوالو ته معرفي کړ . حمید باوري د خپلو خبرو په پای کي خپله یوه څلوریځه ولوستل چي د ګډونوالو له خوا په ګرمو چکچکو بدرګه شوه « هره شپه خوب کي د سبا ګلونه وینم /// د افغان زړه کي د ریشتیا ګلونه وینم /// هیواد مي لر دی که بر لوی افغانستان دی /// په لر اوبر کي د اسیا ګلونه وینم » .
د غونډي د دی برخي ویناوال شاعر ، لیکوال او د بي بي سي راډيو خوږژبی نطاق او ژورنالیست ښاغلی ولي عبد الله ناروغ وو . له ښاغلي عبدالله څخه په درنښت هیله وشوه چي خپلی خبري د غونډي ګډونوالو ته واوروي . ښاغلي عبدالله په خپله خوږه ژبه ټول ګډونوال خپلي مقالی ته کښینول . ښاغلي عبدالله د ښاغلي اعظمي د دفتر د ملګرتوب او د هغوی له استعداد څخه خبره وکړل او ویی ویل چي « ښاغلی اعظمي په ۱۹۹۹ کال کي هغه وخت چي زه په بي بي سي کي پر کار وم راغی او هغه وخت یی د دري ژبي سره بلدیت نه درلود خو اوس دا نه چي په دري ژبي خبري کوي بلکي لیکل او لوستل هم پرې کولای شي . ډاکټر اعظمي هغه وخت ډکتورا نه درلودل ، د فول ټایم کار سره یو ځای یی خپل تحصیل ته ادمه ورکړل او دکتورا یی د کار تر څنګ واخیستل . تاسو ځوانان کوښښ وکړی د اعظمي لاره غوره کړی » .
د غونډی په دی برخه کي د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه په استازیتوب ښاغلی باوري دریځ ته راوغوښتل شو تر څو د افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګې له خوا څخه د زرو میډال د یوه ترتیب سوي سند سره د ټولني د غړو په لاس د ښاغلي ډاکټر داود اعظمي په غاړه کړي .


 د بهیر ملګري د دریځ مخ ته راوبلل شوه او دا میډال یی د ښاغلي ډاکټر داؤد اعظمي غاړي ته واچاوه ، چي د غونډي د ګډونوالو له خوا یی تود هرکلی او په چکچکو بدرګه شو .
د غونډی په دی برخه کي د ملي پوځ پخوانی جنرال نجیب سهاک د هالنډ په دلف ښار کي د کلتوري ټولني په استازیتوب خپلي مبارکی وړاندي کړی او د ځوانانو پر مکلفیتونو یې رڼا واچوله .
د غونډي د علمی برخي په پای کي د اصلي میلمه او ستایونکي ښاغلي ډاکټر داؤد اعظمي څخه هیله وشوه چي خپله وینا واوروي .
ښاغلي ډاکټر داود اعظمي د ځوانانو لپاره یوه وینا واورول چي د ټولو ځوانانو د توجه وړ وګرځیدل .




« ما د 2006 څخه تر 2009 کلونو پوري د امریکې په یوه پوهنتون کي درس ورکاوه ، ځیني داسي لکچرونه وه چي د پوهنتون څخه دباندي مخ ته وړل کیدل . یو لکچر وو چي تعداد پکښي ډیر وو ، د پینځوسوو شپږسوو کسانو په شاوخوا کي وه . ما د هغوی څخه په ټوله کي پوښتنه وکړل چي تاسو ته د افغانستان نوم څه شي تداعي کوي ؟ هغوی چا تاریاک ، چا بمونه ، چا اسامه ،ځانمرګی او داسي نوري کیسې کولی ، خو بیا په دوه زره نهم کال کي زما د استادی وظیفه ختمه سوه او د وطن پر طرف مي د سفر پروخت شپه په نیویارک کي سوه چي په دی وخت کي د نیویارک په ښار کي د افغانستان د طلا تپې هغو اثارو ته چي په افغانستان کي د غلو او چپاول له ظلم څخه ساتل سوي وه یو نندارتون جوړ سوی وو ، زه هم ورغلم ، زما څنګ ته یوه امریکایی ښځه په حیرت ولاړه وه ، له هغې څخه مي وپوښتل چي په اړه څه فکر کوي ؟ هغی وویل چي هیڅ وخت مي فکر نه کاوه چي افغانان دي ښایست پیژني ،افغانان دي کلچر ولري ، افغانان دي د داسو ظرافتونو تخلیقګر ووسي . اوس باید موږ د دی دواړو خاطرو څخه یو پند واخلو او هغه دا چي خپل تاریخ وپیژنو او خپل سبا له هغه څخه پیدا کړو » .
وروسته ډاکټر داود اعظمي خپله وینا چي ( د روښانه ماضي او پریشانه حال لرونکي اولس د نامعلوم مستقیبل پر لوري په وارخطایي روان دی ) تر عنوان لاندی ، تشریح کړل . په سیمه کي جګړه ، د اولس د سواد د بی کچي ټیتوالی او نادوده دودونه د اعظمي د وینا مهم ټکي وه .
د ډاکټر داؤد اعظمي له وینا څخه وروسته ټول ګډونوال هغی ماښامنی ته راوبلل شول چي د بلجیم افغان کلتوري بهیر د مشرتابه جرګی د غړو په زیار جوړه شوی وه .
د غونډي دوهمه برخه مشاعری ته بیله شوی وه . دا برخه د هیواد د غزلبول شاعر او تاند ځوان ښاغلي جلال امرخیل چلول . په مشاعره کي درنو شاعرانو برخه واخیستل .
په مشاعره کي تنکي ځوان ښاغلي جاوید منظر .
له هالنډ هیواد څخه راغلي تکړه شاعر ښاغلی فضل الربي رستم .
د انتورپن څخه راغلي تکړه شاعر سهراب سهار.
د جرمني څخه راغلي میلمه شاعر او لیکوال ښاغلی عزیز سرشار .
د جرمني څخه راغلي تکړه ممثل او شاعر ښاغلي مطیع الله روفي .
تکړه شاعر ښاغلي حمید احساس چي له هالنډ هیواد څخه یی تشریف راوړی وو .
د لندن څخه راغلی میلمه لیکوال ، شاعر او سیاسي شنونکی نجیب احمدزی .
ښاغلی ګل حبیب چي له جرمني هیواد څخه یی تشریف راوړی وو .
له هالنډ څخه راغلي میلمه سیاست پوه او لیکوال ښاغلی اکبري .
د لندن څخه راغلی میلمه ژورنالست ، شاعر ، لیکوال او د خبریال ویب پاڼي چلونکی ، موسس ښاغلی میرویس افغان .
د جرمني څخه راغلی میلمه شاعر لیکوال ښاغلی صافی .
ښاغلی ولي عبدالله شاعر ، لیکوال ژورنالست ، نطاق او طنز ویونکی چي د لندن څخه یی دی غونډي ته تشریف راوړی وو .
ښاغلی ډاکټر داؤد اعظمي ژورنالست ، لیکوال ، شاعر او د لندن څخه راغلی دروند میلمه .
تاند شاعر ، غزل بول شاعر او له خیاله ډک شاعر جلال امرخیل .
د انتورپن څخه د ځوانانو د فوتسبال د قهرمانانو ستاینه وشوه چي په همدی ورځ یی په جرمني هیواد کي د فوتسبال د یو لړ مسابقو د ترسره کولو وروسته دا د قهرمانی کپ لاس ته راوړی وو ، دا افغان ټيم د نوید جان احمدزي تر مشری لاندي دا قهرماني ګټلې ده . دی ځوانانو دا قهرماني د همدی غونډي په ویاړ تر دی غونډي راورسوله چي د غونډي د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شوه .
د مشاعری په پای کي ښاغلي امین باوري یوه دوعایه ولوستل
« یا لویه څښتنه زه یو څه غواړم /// هر یو چي یی غواړي هغه نه غواړم /// ډیرو به همدا هیلي ویلي وي /// زه یی ستاله لوري قبلیده غواړم /// یو موټی یوالی او له بروه ډک /// پوهي ته لیواله پښتانه غواړم »
د غونډي د ټنګ ټکور برخه د افغان اهل هنود ورڼو د چوب بازیوښایسته اتڼ او داتڼونو پیلامه وه .
غونډه په افغانستان کي دیوې دومداري صلحي او ترقی په دوعایه سره د شپې پردرو بجو پای ته ورسیدل.


 


د ډاکټر داود اعظمي دلاسته راوړنو لنډ معلومات:


ډاکټر داود اعظمي تر دې وړاندي هم د نړۍ او سيمي په کچه يو شمېر معتبرې جایزې ګټلي دي خو دا لومړی ځل دی چي نوموړی د خپلو هيوادوالو لخوا ستايل کيږي او په وياړ يې غونډه جوړيږي.


په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم جايزه ( World Economic Forum Eward )


په ۲۰۱۱م کال کې د زرګونو کاندیدانو له ډلې څخه د نړۍ پر کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو (Young Global Leaders (YGL سيالي هم داود اعظمي ګټلې وه،. دنړیوال اقتصادي فورم مشرتابه داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.


دی په بي بي سي کي تر ټولو کشر نفر و چي په ۲۰۰۹م کال کې يې د بي بي سي تر ټولو لوړه جايزه (Global Reith Award for Outstanding Contribution) وګټله.


داود اعظمي ديارلس کاله کيږي چې د بي بي سي د نړېوال سروېس (BBC World Service) له بيلو څانګو سره په لندن کې د مشر پروډيوسر په توګه کار کوي. نوموړی په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۱کلونو کي په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر و.


ده په بيلو پوهنتونونو کي درس هم ورکړی دی. نوموړی په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې په یوه امريکايي پوهنتون کې ميلمه استاد (Visiting Scholar) و. ددې ترڅنګ نوموړي په لندن کيپه وېسټ مينسټر پوهنتون (University of Westminster) کي هم د ميلمه استاد (Visiting Lecturer) په توګه درس ورکاوه.

ښاغلي اعظمي د يو شمېر څېړنيزو او علمي راډيويي پروګرامونو د جوړولو ترڅنګ په بيلو ژبو ډېري مقالې هم ليکلي دي.


ده همداراز د نړۍ په بيلو هيوادونو کي يې په علمي غونډو او کنفرانسونو کي د افغانستان او نړۍ د کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه تر سلو ډيري مقالې او ويناوي اورولي دي.

داود اعظمي د ډاکټرۍ ترڅنګ په بيلو څانګو لکه سياست، اقتصاد، نړيوالي اړيکي، ډيپلوماسي، ټولنپوهنه او ادبیاتو، ژورناليزم، حقوق او ساينس کي درې لېسانس(Bachelor) او درې دماسټرۍ (Master’s) ډګرۍ لري.
نوموړي د دينونو تقابلي مطالعه او ديني زدکړي هم کړي اوپه دې لړکي يې تفسير،احاديث، عقايد، او فقه لوستې ده.


ښاغلی اعظمي د خپلو ژورنالستيکي او څېړنيزو فعاليتونو ترڅنګ په پنځو ژبو خبرې کوي او په درې ژبو شعر او نثر ليکي. نوموړی انځورونه هم جوړوي او خطاطي هم کوي.


د نوموړي د استعداد ، لاسته راوړنو او خدمتونو په اړه به ډېر نور هغه څه چي لا موږ نه يو ترې خبر دده د لاسته راوړنو په وياړ په بلجيم کي په جوړيدونکې ستاينغونډه کي څرګند سي.

Copyright Larawbar 2007-2024