کور / کیسه / د ژوند دملګري انتخاب

د ژوند دملګري انتخاب

{ لنډه کیسه }

د انسانانو په ژوند کی د زده کړی دوره یو ځانګړی مقام لري ځکه خو تعلیم یافته ځوانان د خپل د ژوند دملګري په هکله همدغه وخت کی پریکړه کوي، اقبال چی یو پوهه او د نظر څښتن دی د دغه ځایه پیل وکړه او د ژوند د ملګرتیا لپاره یی شبنم په خیال کی ګرځیده خو د شبنم څه خیال و؟

اقبال به هر سهار د کتابونو د بکسی په لاس مکتب ته په لار روانه لیدله چی د دی په سترګو هغه د ښکلا او ښایست او د ښکلی بدن او د ویښ طبیعت څښتنه وه نو ځکه د هغه په زړه کی د شبنم طرف ته خوږ میلان پیدا شو ،

اقبال هم د دشبنم په شان د دولسم صنف شاګرد و، چه د دواړو فراغت ته فقط یوه میاشت پاتی وه ، اقبال د شبنم سره خپله مینه ډیره وخت پټه ساتلی وه خو اخیر یی د پټولو توان د لاسه ورکړه او خپل ملګري حفیظ ته یی د شبنم سره د مینی راز ښکاره کړ تر څو د خپل ملګري په مرسته او همکارۍ خپل نیم پاتی ایمان د شبنم سره په واده پوره کړي حفیظ چی د اقبال ډیر هوښیار او مخلص ملګری و د لږ سوچ او فکر څخه وروسته وویل: ته د شبنم سره څه اړیکی لری ؟ یاهم د کومی رابطی کوشش دی کړی دی ؟ آیا شبنم هم ستا په مینه خبره ده ؟

اقبال په قهر شو او په غصه یی وویل : په ما د چا ګومان کوي ؟ دا ږیره او ستا داسی ګومان ؟ ( خپلی ږیری ته یی اشاره وکړه ) دا پاکه او په ریښتیا را شنه شوی او همدا رنګه پاکه به یی ساتم، زه خو شبنم دومره پیژنم چی ځمونږ د ګاونډي جمیل کاکا لورده چی پخپله ښه په حیا او ابرو پټ سړی دی ، حفیظ دخپل ملګري په نیمه خبره پوهه شواو د دی خبرو په اوریدو لږ غلی شو ، خو په زړه کی یی د عزم او هوډ لرلو نښی پر تندي له ورایه ښکاریدی .

هغه یوه میاشت چی د دواړو فراغت ته پاتی وه هم تیره شوه، او دواړو د دولسم د فراغت سند اخستلو افتخار تر لاسه کړه، خو حفیظ دا وخت د مرکی لپاره د خپل ځان سره ټاکلی و او د کلي او ګاونډ مخورو او مشرانو ته یی ویلی و چی د اقبال لپاره د جمیل لور شبنم په مرکه کی ورسره مرسته وکړي، اقبال په دی فکر او سوچ کی ګرځیده چی اوس به په کوم پوهنځی یا فاکولته کی داخله اخلم ؟ د جمعی شپه وه د ماخوستن لمونځونه شوي وو چی جمیل د کور په مینځ کی د خپلی دروازی د زنګ اواز واوریده، او د دروازی د بیرته کولو څخه یی مخکی وویل: څوک یی ؟ در غلم ، ګوري چی د دروازی مخی ته یی خپل ګاونډیان وکیل جلیل او داقبال پلار خلیل ولاړدي او تر ټولو شاته حفیظ هم ورسره ملګرتیا کوي، جمیل خپلو ګاونډیانو ته ښه تود هرکلی ووایه او ددوي راتګ یی دخپل کور برکت وباله، هغوی هم د جمیل کاکا مننه وکړه او په حجره کی د اوږدی ناستی څخه مخکی د اقبال دپاره د شبنم د خپلولۍ غوښتنه وکړه.

جمیل کاکا د اقبال په هکله نیکی څرګندونی وکړی اوزیاته یی کړه هغه خو یو ښه ځلمی او د هر ډول بدګمانی څخه پاک ځوان دی ، او دا لا څه چی پنځه وخته په جمات کی هم حاضر وي، تاسی د یو بختور ځوم لپاره ریشته کول غواړۍ ، خو فی الحال د یوی هفتی مهلت غواړم تر څو د شبنم او د هغی د مور سره هم مشوره وکړم ، ګاونډیان ټول د خپلولۍ د کیدو په هیله ستانه شو چی د اقبال زړه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل ، او یوه هفته انتظار اقبال ته یو بل درسی کال ښکاریده، د شنبی سهار د شبنم د مور په لارښونه د سهار د چای انتظام د کور د منځ د وړوکی چمن د ونو لاندی ونیول شو، د کور ټول افراد راټول وو او په ښکلی چاپیریال کی یی په مینه مینه چای توزیع کړ ، دوي لا د چای لوښي اوچت کړي نه وو چی د شبنم پلار د خپلو ګاونډیانو د مرکی خبره یاده کړه، شبنم چی خبره واوریده راغونډه شوه او رنګ یی بدل شو او د انکار سر یی وخوزاوه زلفی یی پر مخ خوری او په پټو سترګو یی د پلار په مخ کی چغی او کړیکی پورته کړی … نه ، نه اقبال لا څه چی د ده په شکل نور خلک می هم خوښ نه دي، مور هم د خپلی لور ملګرتیا وکړه داسی ښکاریده چی دواړو لا د مخه څه پلان جوړ کړی وو کله چی پلار یی د مرکی خبره بیا را غبرګوله شبنم د مجلس څخه د خپلی کوټی په لور منډه کړه او د ژړا اواز آن تر لری اوریدل کیدو.

جمیل کاکا په زوره اواز کړه: نوشین ! وا ښځی ! دا څه خبره ده ؟ ولی دومره نفرت ؟

اقبال خو ښه ځوان او تکړه ځلمی دی، د هغه اصل نسل مونږ ته معلوم دی ، دامنم چی نادار او غریب دی مګر ناداری او غریبي خو څه عیب نه دی ، اقبال د الله نه ډاریږي او د ښځی حقوق پیژني .

نوشین: وا سړیه که رښتیا درته ووایم ستا لور د بهرام خان ځوی اول خان سره مینه لري او دهغه هم ورسره مینه ده او دمرکی د رالیږلو یادونه یی هم کړی ده .

کاکا جمیل یوه شیبه غلی و او بیا یی په ګوتو کی څه لرګی را واخیست او ځمکه یی پری ګروله، بیا یی سر اوچت کړه او ویی ویل: دا اول خان ځلمی مونږ ښه نه پیژنو، خو خلک د ده نه ښی خاطری نه لري، ملګرتيا یی هم د ګدو وډو هلکانو سره ده، پخپله هم د ملګرو په رنګ تل د ټنګ ټکور تر څنګ ناست وي، بی هدفه اوږده ویښته هم د اول خان د لوپرۍ نښه ده.

نوشین : ته خو پوخ سړی یی او پوهیږی چی واده نه مخکی ټول ځوانان دغه رنګ وي، کیدای شي واده نه روسته سم او نیک انسان شي . ته خو دیته هم وګوره چی څومره شتمني لري ، پلا ر یی څومره لوي تاجر دی ، کور یی د سرو او سپینو ډک دی ، بله دا چی خپله یواځینې لور ولی نه پریږدو چی پخپله خوښه د خپل ژوند په هکله پریګړه وکړي!

جمیل کاکا چی د شبنم او د هغی د مور په خپلو موقفونو ټینګار ولیده ، د خپل نظر نه تیر شو او په خواشینۍ یی هغوی خپلی خوښی ته وسپارل. تقریبا هغه اونۍ چی د اقبال د انتظار لپاره ټاکل شوی وه په تیریدو وه چی د شبنم پلار ورسره مخامخ شو د اقبال زړه د خوشحالیو او اندیښنو په منځ کی لا هو وو او په انتظار و چی څه به اوری؟

جمیل کاکا باندی د خجالت اثار ښکاریده او په نا ارامه لهجه یی وویل: اقباله ځویه، دا د ازل قلم دی شاید ستا په هکله نه وی خوزیدلی، مونږ سره به ستا د خپلولۍ نصیب نه و، دا د تقدیر خبری دي، چی خفه نشی ، ښه برخه درته غواړم .. نور یی څه ونه ویلای شو.

دا خبره که څه هم په اقبال د ټوپک ډز و خو بیا هم ځان یی د تقدیر قلم ته تسلیم کړ .

اوس د اول خان د مرکی وخت رارسیدلی و، د مرکی خلک لا کوټی ته ننوتي نه وو چی شبنم د خوشحالۍ احساساتو او د ځوانۍ د غرور څپو را واخیسته چی زر تر زره بلی کوټی ته په ننوتلو یی ځان د خلکو د سترګو پټ کړ.

نوشین په داسی حال کی چی د خپلی لور شبنم نمایندګی یی کوله د خاوند په مخ کی یی د مرکی د خلکو ډیره مننه وکړه او په مینه یی مرکه ومنله په لاسی ګلونو ښایسته اونرم دستمال یی ورکړ او د شبنم د کوژدی خواږه و ویشل شول ، او په ډیر لږ وخت کی په اوچته سویه د ښار په مشهور هوټل کی د واده مراسم سرته ورسیدل .

د اول خان او شبنم په واده دوه میاشتی تیری شوی، شبنم د خپل خاوند اول خان کور کی کوربنه شوه، خو اول خان لا اوس هم خپل پخوانی عادات او خویونه نه وبدل کړي، هر ماخوستن به د خپلو ملګرو سره د کورنه باهر تللو، او دسهار نه لږ د مخه به کورته بیرته په داسی حال کی راتللو چی سترګی یی تکی سری او پړسیدلی وی ، ګویا که د وینو ډنډونه پکی جوړ دي ، له بلی خوا شبنم ته د یواځی ژوند لمحات او شیبی ډیری ګرانی تمامیدی او د ځانته اوسیدو څخه یی نفرت احساس کړ ، ځکه چی په خپله کوټه کی بندی او خپل کور ورته زندان شو ، شبنم ته به هغه ورځ لکه د اختر وه کله چی به د پلار کورته تلله ، او کله چی به د پلار کور ته لاړه دا به یی هیله وه چی نوری شپی هم دلته تیری کړي، دوخت په تیریدو د شبنم او اول خان اختلافات زیاتیدل تر څو په لارو کوڅو کی هم خلکو د دوی په اختلافاتو او کورني ژوند خبری پیل کړی ، اخر د شبنم د صبر کاسه هم ډکه شوه او یوه ورځ یی په مناسب فرصت کی د خپل خاوند اول خان څخه بی شمیره پوښتنی وکړی تر څو اول خان خپل ځان او کورته پاملرنه وکړي خو اول خان د قناعت په ځای د ښکنځلو او پوچ رد په ویلو، او د وهلو ګواښ په بڼه کی جوابونه ورکړه ، او ویی ویل : ته دا حق نلری چی داسی پوښتنی وکړی او که بیاهم پوهه نشی بله لار هم شته ،

شبنم د قهر او غصی ډک جامونه په سر واړول او د برداشت بړستن یی په ځان کړه تر څو د خپل پلار او دهغه چا ملامتیا څخه ځان وژغوري چی د اول خان سره یی د نه واده مشوره ورکړی وه .

د پنځه میاشتو په تیریدو شبنم د امیندوارۍ احساس وکړ چی غمونه یی د پخوا په پرتله نور هم زیات شول ، او دخپل راتلونکی ژوند اندیښنو په طوفانونو کی ډوبه شوه ، په همدی اندیښنو او فکرونو کی وه چی سترګی یی خوب ورپټی کړی لږ ساعت په غمجن خوب نیمه ویده وه چی خوب کی یی څه اواز واوریده سترګی یی وغړولی ګوري چی سهار سبا دی او ښاغلی اول خان په خپلو لونګینو زلفو کی ږمنڅ وهي او بیرته د تلو د پاره ځان برابره وي ، شپی ورځی همدغه شان روانی وی او د امیند وارې شیبی را لنډیدی، اول خان کی هیڅ بدلون نه لیدل کیده، یوه ورځ بیا شبنم خپل خاوند د جامو څخه راونیوه او د ده د بی پرواهی تپوس یی وکړه، اول خان لکه د پخوا په څير بیا په غصه شو او پر مخ یی څپیړه ورکړه او د یوی ټیلی سره یی شاته کټ کی وغورزوله، د شبنم په غمجن مخ اوښکی راماتی شوی او خپل کټ کی نسکوره پریوته، ځانته ملامته وه نو ځکه یی په زوره ژړا هم نشوه کولای خپل قهر او غصه به یی د خپلو ویښتانو په ویستلو ، په خپلو مړوندونو د غاښونو لګولو په زور زغمله .

د شپی یولس نیمی بجی وی اول خان لا کورته نه و راغلی په شبنم د غم چپی یو په دوه شوی یو ځل د کوټی په مینځ کی حیرانه ودریده بیا یی سرک طرف ته د کړکۍ څخه سر ښکاره کړ، تیاره وه هیڅ یی د سترګو نه شو، د خپلی بستری په لور بیا راغله او د خوب سره یی کشمکش پــیـل کړه اخیر دا چی ویده شو، د سهار ستوري څرک وواهه او د اول خان لا څه درک نه و ، نږدی د غرمی د ډوډۍ وخت و چی شبنم ته څه فکر ورغلی او دا پریکړه یی وکړه چی په خپل حال خپل پلار جمیل او خپله مور نوشین هم خبر کړي، مور یی په دی خبره ډیره زیاته خفه شوه د ملامتی په منلو یی خپل خاوند جمیل ته وویل: د ښځو عقل او احساسات خو تاسی ته معلوم دي ولی تا د اول خان مرکه په زور نه جوابوله زه خو د اول خان د مرکی په منلو ډیره پښیمانه یم خو وخت تیر دی، جمیل کاکا صرف دومره وویل چی: تاسی خپلی دواړه پښی په یوه پایڅه کی ورکړی وی او د خبری د اوریدو توان مو هم نه درلود، اوس پریږده چی خواږه یی په شریکه وخورو.

د دغه ورځ لمر چی څرنګه په غمونو کی راختلی وهمدغه رنګه په غمونو کی ډوب شو، شپه یو واری بیا د توری بلا په شکل کی راغله یخنۍ هم د شپی ملګرتیا کوله په کلي کی ارامه ارامي وه ټول خلک ویده وو ، ناڅاپه د شبنم یو اواز تر غوږ شو چی ښه زیر شوه بیا یی اواز تر غوږ شو او وایی وریده چی : ته د اول خان میرمن یی ؟

شبنم وویل: هو ، څه خبره ده ؟

خاوند دی د ځینی جرمونو په تور د حکومتی چار واکو لاس ته ورغلی او فی الحال په زندان کی دی، شبنم یو څو واری د زندان کلمه تکرار کړه او بیا بی هوښه په ځمکه وغورزیده ، څه وخت روسته چی کله په نیمه هوښ کی راغله ګوري چی مور یی تر څنګ ناسته او په لاس کی یی د بی هوښی د لری کولو څه داروګان نیولي دي او پر مخ یی د اوښکو لاری جوړی دي .

د اول خان د زندان یوه میاشت پوره شوه چی په اول خان د پوډری کیدو خبر او د پوډرو د خرڅلاو تورونه ثابت شول او د سزا په توګه ورته د پنځلس کلنو د زندانی کیدو حکم واورول شو،

د شبنم په وړاندی صرف د پلار کورته د تللو لار پاتی وه چی د خجالت او غم نه ډکه د پلار کورته روانه وه ، ناڅاپه یی خپل لمړنی ملګری اقبال په داسی حال کی تر سترګو شو چی د کور لپاره یی څه سبزي او غوښه او بل لاس کی تازه میوي اخستی او خپله پرده ناکه ښځه یی تر څنګ وه مخامخ راغلل ، شبنم په منډه ځان د څه شي نه پنا کړه او کله چی هغوی د دغه ځایه تیر شول شبنم بیا یو دیوال ته ځان ورساوه تر څو د اقبال او دهغی د میرمنی سترګی پر شبنم ونه لګیږي، د خجالت او پښیمانۍ خولی یی پر تندي راماتی وی او د سترګو اوښکو یی بدرګه کوله وویل:

ای ځما خواره نصیبه تا دبل نه اوریدل اوس ژړیږه هم کړیږه چی د پلار دی نه منل.