دروسیي په یوه ولایت کي آسماني ډبره را ولویده

59 | فبروري 15th, 2013


نن سهار محلي وخت په ۹:۱۵دروسیه داورال په سیمه کي دقزاکستان شمال ته دچیل یابینسک په ولایت کي یوه اسمانې ډبره چي داکاتیرین بورګ،اودکورګان ولایتونوڅخه تیره شوی اوپه چیلیابینسک کي پرځمکه راولویده ، دروسيې دولتي تلويزيونن او نورو رسنیو د خبر له مخي ددغه هیواددچیلیابینسک په ولایت کي پر مځکه ددغي ډبري د لګېدو له امله د مالي زيان تر څنګ ۴۰۰ کسان زخميان سوي دي .


دغه ولایت دمسکو ختیځ ته په ۱۵۰۰ کیلومتره کي لیری پروت دی. راپورونه وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه څلورسوه تنه ژوبل شویدي اوداکثروخلکودکورونواودولتي ودانیو شیشي ماتې شوي اوخلک سخت بېرېدلي دي.


د چیل یابینسک سیمي ښوونځي، وړکتون پوهنتون او نوری دولتي اداری رخصت شوی دي او ځایی چارواکي ددي ډبرۍ ویجاړشوی ځایونه ګوری . دروسیې دبیړنیوچارو وزارت،دکورنیو چارو وزارت ، او دروغتیایی چارو وزارتونوکارکونکي دمجهزو عصری تخنیکي وسیلوسره سیمي ته ورغلي او دزیان منوکسانوته دمرستي په چارو بوخت دي ، دغه څېړونکي هڅه کوي چي معلومه کړي چي دا اسماني ډبره ده او که په فضاکي د ځای پر ځای سوو سپوږمکيو ټوټه .


ځایی چارواکو ویلي چې د دې آسماني ډبرې دغورځېدو په نتیجه کې د زینک دیوې فابریکې بام چپه شوی اودیوالونه یی نړیدلي دي. راپور ونه وايي چې دغه آسماني ډبره، چې وړې ټوټې هم ورسره دې، د اورال دغرونو په ختیځه څنډه کې دچیل یا بینسک دسیمې پر یوه کم نفوسه برخه را لویدلی ده نوځکه تلفات نلری. دستورو پوهانو په اند دغه آسماني ډبري دلمردوړانګې اوباران سره یوځای دآسمان دپاسه دډیری لیری مسافي څخه د ځمکي پرسر رالویږی.ددي ډبرۍ دروندوالې له یوه ټن یا زرکیلوګرام څخه زیات وي اوکله کله څو ټنو ته رسیږي.


دپوهانو په ویناکه چیری ددي آسمانی ډبري ټوټي او واړه آثار وموندل شي د مځکي پر مخ د نورو قیمتي ډبرو لکه لعل او جواهرو څخه ډېر ارزښت لري . ددې ډبري را لویدل یوه آسماني ټکه هم بولي چي کله کله دیوي ستری اتومې چاودني په بڼه داورلمبي یی د ځمکي پرسر دیوه یا څو ښارونواویا یوولایت ټوله سیمه ویجاړوي،انسانې اومالي تاوانونه رامنځته کوی. دروسیه د( کسمناووت )دستورو، میتیولوژي او جیولوژی کار پوهانوددي آسماني ډبرۍ په هکله ځایی چارواکو ته مخکي خبر ورکړی و. اواوس دوی ددي ډبرۍ په هکله هر اړخیزی علمي څیړنی کوي.
په هغه ويډيوي عکاسيو کي چي د تعميرونو او موټرونو په کيمرو کي ثبت سويدي ښيي چي دغه اسماني ډبره مځکي ته د رسيدو څخه مخکي پټاويږي او تر چاودني وروسته يوه کوچنۍ برخه پر مځکه لګيږي. 


لاندنۍ ويډيو د ډبري وروستی مزل او چاودنه ښيي چي د يوه موټر کمرې عکاسي کړېده :

Copyright Larawbar 2007-2024