کور / کره کتنه / ،، تر،، until

،، تر،، until

د پښتو ژبې د ودې یا سمون له امله یا لکه دا ژبپوهان چې وایي دمعیاري کولو له امله ( له کبله) ما په خپلو دوه لیکنو کې دې لاندې ته ګوته نیولې وه: څه چې بهیږي، بهیدونکي دي، نه اوبلن. د خاطر له امله یا نوره هم ښه : له کبله، همداسې: که اوس مو د ناروغانو ځای نومولی، نو ناروغتون یا رغنتون به مو نومولی وی او دا اخر یې: ،، تر ډېره بریده،، نه شته.

زه چې د ژباړو سره سر او کار لرم، د یو لړ ستونځو سره د پرېپوزيشن له امله لاس او ګریوان یم. دا په المانې کې روښانه دي او پوهیږې چې څه په کوم ځای کې یا د څه سره راځي، چې موږ خارجیان هم داسې لږ څه پرې پوهیدی شو. په پښتو کې دا کار داسې ښه نه دۍ سرته رسیدلی. که جملې لولو، نو ترمخه، تروروسته، … وروسته تر هغه په مصر کې له….، تر پورې ترمنځ او داسې نور لولو، نو نه پوهیږو، چې دا ،، تر ،، داسې نور څّه ټولیز(یونورزل) شوي او که څنګه. داسې راته برېښي، چې د ،، تر،، وزر شوي او د ،،د،، ، ،،په،، ، ،، له،، او داسې نورو ځای نیوی شوی.

زه د دې لیکنې سره غواړم، چې دا ،،تر،، په خپلو پولو کې رابند کړم ، زما په اند د پوره دلایلو سره.

دا هیله، چې ژبپوهان او نور مینه وال نه ځانله زما د پوهاوي له کبله هم د ما سره په دې کې مرسته وکړي.

د انګرېزي ژبې څو پرېپوزېشنونه راوړم د الماني ژباړې سره او بیا یې د پښتو سره پرتله کوو.

د اوس دپاره به دا درې بسیا وکړي او که نور یې په دا منځ کې راغلل، هغه به هملته په ګوته کړو.

With; from; until

الماي يې: mit; von; bis

زه لومړی د جرمني څخه دbis (انګرېزي: until)، چې د پښتو معنا یې تر (… پورې) ده یو څو جملې د جرمني څخه د ،، تر ،، لپاره راوړم، په دې هیله، چې ګران لوستونکي به یې بیا د ( دلته ،،له،، نه لیکم، چې وروسته پرې عوېږو) پښتو سره پرتله کړي، نه داسې نه چې پرتله یې کړي, بلکه وګوري، چې پښتو یې هم همداسې سمه ده او که څنګه او په هغه خپل وخت کې بیا دا نور دوه هم د څیړنې ( موږ بلد یو چې تر څیړنې) لاندې ونیسو.

د ،، تر،، استعمال :

پر ېبوزیشن: د پيښې د وخت یا ځای اخرني ټکی.

۱ – تمپورال یعنې ځای: اخر ټکی ښایی.

۲ – په مخه ښه کې هغه د بیا لیدلو وخت ډېر یا لږ پوره: تربیا پورۍ.

۳ – ځای: اخرنۍ موخه ښایی.

۴ – له … تر … د وخت یا ځای واټن په ګوته کوي.

کنجنګشن یا تړنه: برابرارزښته جملې- برخې سره تړي.

۵ – د یوه غزېدا سور، د یوه سپکتروم ( د یوې څیرې یا څه برېښیدته، د دې په پښتو معنا لږ ستونځمنه ده، خو په نورو ژبو کې کتل ښه دي او په فزیک کې راځي)، د يوې پورته – او یوې کښته پولې ورکونه.

۶ – د په خوښه پرېپوزېشن سره

۷ – bis zu د الماني په څیر پرېپوزيشن په پښتو کې نه شته، دا هم همغه ،،تر … پوري،، دی: پورته پوله په نخښه کوي، یو پوله ارزښت

۸ ـ bis auf : یو شي چې سړی ردوي

لکه چې وایو ټول خلک میلمانه دې تر … پورې( یعنې پرته له …)

د دې په څټ: ټو ل میلمانه دې د … په شمول.

په پښتو کې موږ تر … پورې لرو.

دوي دا هم معلومه کړې، چې دا وی کله ژبې ته راننوتی دی، چې هغه یې زه دلته نه راوړم.

مخامخ یا په څټ او که غواړۍ معکوس یې: په المانيvon، ab, von ، پښتو معنا د ټولو له …(څخه) ده. دا مخ ته یې لکه له سپین څخه…، او دا بل یې لکه د هسکې مینې څخه…

ab د ځای د پاره راځي او von د کس دپاره.

بیلګې:

— تر بلې میاشتې (پورې) باید کور جوړ وي.

– هغه تر بلې میاشتې (پورې) نه شته

– تر اوسه(پورې) هرڅه ښه دي.

– څوک چې سره بیلیږي یا مخه ښه اخلي: تر وروسته پورې.

– ،،ښه اوسه، تربیا پورې،،

– ،، په مخه دې ښه، تر بلې اونۍ (پورې).

— تر دې ځایه(پورې) او نه وړاندې.

( پورې ته دې پام وي، چې ورڅخه( موږ دلته هم کله لیکو، چې ترې..( هغه زموږ په کلیوالي خبرو کې وایو، چې تر نه تیریدلی.. دا ترنه معنا ورڅخه دي او نه ترې)) تیریدلی هم شو).

– تر جلال اباده پورې موټر نیسو، وروسته بیا باید په پښو لاړ شو.

— ستا مور له سهار څخه تر ماښام (پورې) په پخلنځي کې ولاړه وه.

— دا یو سفر دی، له جلالاباد څخه تر کندهاره پورې.

— سپینه له پاسه ( څخه) تر کښته (پورې) لمده وه.

تړنه یا کنجنکشن:

– اسمان له برګ تر شین وو.

— سپین ۲۵ تر ۳۰ کسان میلمانه کړي.

( دلته دې پام وي، چې ،، له ۲۵ تر…،. نه لیکم، ځکه چې هغه بیا خپله موخه بدلوي)

— په دې لمنځتون کې دې ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسان ځای شي؟

— زه په اونۍ کې زیات وخت ۵۰ تر ۶۰ ساعتو کار کوم. ( پام دې وشي، له یې ترمخه راشي او که نه، په الماني ورسره له نه شته. نه ! داسې نه ده. له ورسره نه راځي، ځکه چې دی له تر کارنه کوي دی له ۱ تر ۵۰ یا ۶۰ … یعنې له ۱ تر ۵۰ یا له ۱ تر ۶۰ ساعته پوري کار کوي، نو له دې امله ۵۰ تر ۶۰ ساعته پورې او نه له ۵۰ تر ۶۰ ساعته…).

— سړی کړی شي چې هغه تر اخره پورې وګوري.

— سپین کړی شي چې هغه په رڼو اوبو کې تر ځمکې تل پورې وګوري.

— موږ ناوخته د شپي تر دننه ( تر منځه) پورې خبرې وکړې.

— ژوبن هره ورځ تر زر کسانو پورې ګوري.

— سپین په ښار کې تر نوي کیلو متره پورې په بس کې ځي.

— د سندرغاړي ټولې سندرې پیژنم – تر اخرنۍ پورې.

خبر و استعمال یا کارونه:

تر زر، تر بیا، له پښو تر سره، تر ګیډې، تر لاس خوزونې( په مخه ښه کې)، تر څو چې نور امکان نه وو.

ترې رابیل ویونه:

تر وروسته، تر وروستني، ترغزونې، تر اوسه.

لنډ: تر په هغو جملو کې راځي، چې له ،،تر،، سره ،، پورې،، مل وي یا مل کیدی شي، یواځې همدې ته دې په لیکنو کې پام وشي، سم وکارول شي یعنې تر…(پورې)، بل ډول کارونه یا اسعمال یې ماته ناسمه برېښي، چې ګران ژبپوهان دې هم ورته پوره پاملرنه وکړي، دا د ما سره هم مرسته ده او د دې مرستې د غوښتنې اجازه دې وي.

زه په دې لاندې جمله کې او ورته ډول جملوو کې د ،،تر،، راوړلو سره په یوه اند نه یم، چې په دې به هم خبرې وکړو .

احمدي نژاد وروسته تر هغه په مصر کې له….

په پورته جمله کې د ،، تر ،، په ځای ،، له ،، راځي.

او نور هم دلته راوړو.

لیکنې ………………. زما وړاندیز

… انور السادات او اسراییلو ترمنځ په ….. …. په منځ کې….

دا ،، ترمنځ،، ډېر راځي او له دې امله باید لږ یې څیړنه وغزول شي

که د یوې مڼې پوټکی وګورو او خوسا شوی وي او په اند یو، چې منځ به یې هم خوسا وي ، نو وایو چې دا مڼه تر منځه (پورې) خوسا ده. او که مڼه مو غوڅه کړه او منځ یې خوسا وو، نو وایو چې دا مڼه په منځ کې خوسا ده او نه تر منځ او یا یې منځ خوسا دی..

همداسې که دوه کسان سره جوړ نه وي او جګړه سره لري، نو وایو، چې د … او … په مڼخ کې جګړه ده او نه تر منځ.

یادونه: په دې هکله به نوره رڼا له ،، له .. (څخه)،، او ،، د… سره،، څخه وروسته واچوو.

که ګران لوستونکي غواړي د ماسره اړیکې ونیسي، نو دا زما برېښنا پته ده:

Shinwari@Hotmail.de

په دې پسې: ،،له… څخه،، او ،،د… سره،، باندې غږېږو.